نړۍ

چین: د بوډاګانو په مېشت ځای «اولډ هاوس» کې اور لګېدنې ۳۸ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۵مه، ۱۳۹۴ل): د چین د رسمي اژانس «شینخوا» په وینا په دغه هیواد کې د بوډاګانو په يو مېشت ځای کې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه ۳۸ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د چین د هینان ولایت په بنګد ینغشان ښار کې دغه پيښه را منځته شوې، او پر انټرنیټ له خپرو شویو انځورونو څرګندیږي، چې د پېټرولو يو پمپ ته څېرمه له یو کوره دودونه خیژي.

باید وویل شي چې د چینايي اژانس په وینا دا په تیرو ۱۲ کلونو کې یوه بې ساري پيښه ده چې په دومره لوی شمېر خلک د اور لګېدنې په یوه پېښه کې مري.

چينايي رسنۍ د چارواکو له قوله وايي، چې د پېښې لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی، مرستندويه او ژغورونکې ډلې د اور په مړه کولو او سوځېدلو کسانو په ژغورلو بوخت دي.

چين کې دا ډول پېښې ډېرې پېښيږي او د تېر فيبروري په مياشت کې يو شرکت کې هم د اور لګېدو له امله ۱۷ کسان وژل شوي وو.

د تېر کال جون مياشت کې هم د چرګانو په يو فارم کې د اورلګېدو له امله ۱۲۰ تنه وژل شوي وو.

اولډ هاوس «د بوډاګانو کور» هغه ځای ته ویل کیږي چېرته، چې هغه عمر خوړلي خلک ژوند کوي کوم چې د خپل ژوند په وروستي پړاو کې وي او نور له کاره لوېدلي وي، دغه کسان خپلوان نه لري او یا یې هم خپلوان نه غواړي چې له ځانه سره یې وساتي، نو د حکومت، موسساتو او شخصي شرکتونو له لوري نیول شویو دغو کورنو کې د ژوند د وروستیو شیبو د تېرولو لپاره را یو ځای کیږي.

د چين مدني چارو وزارت وايي، چې دغه هېواد کې د بوډاګانو شمېر مخ پر زياتېدو دی او ۲۰۳۰ کال پورې به هر څلورم چينايي له شپيتو کالو لوړ وي او د بوډاګانو په کور «اولډ هاوس» کې به ژوند کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x