نړۍ

فارن پاليسي: د سيسي استبدادي رژيم د ناکامۍ پر لور روان دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۵مه، ۱۳۹۴ل): امريکايي رسنيو د ديکتاتوري رژيمونو واکمنو او په ځانګړې توګه د مصر کودتاچي رژيم مشر عبدالفتاح السيسي په اړه ليکلي، چې د سيسي حکومت پای ډېر نږدې دی او دغه استبدادي حکومت به ډېر ژر د خپلو کړنو له امله نسکور شي.

فارن پاليسي د «تاناسيس کمبانيس» ليکوال يوه مقاله خپره کړې او دغه ليکوال وايي، چې سيسي په ظاهره د يو ديکتاتور په توګه قوي روان دی، مګر راتلونکي وختونه د ده پر ضد ښکاري؛ ځکه چې هېواد يې له اقتصادي او امنيتي پلوه له سختو کړاوونو سره مخ دی.

د ليکوال په وينا ايا مصري پوځ به هغه مهال هم د سيسي تر شا ودريږي، چې هېواد يې له اقتصادي پلوه بيخي د ګړنګ پر غاړه ودريږي؟

ليکوال زياتوي، چې د سيسي له لوري د اعدام «وحشي» پرېکړې په اړه د غربي هېوادونو خاموشي دا معنا لري، چې غربي چارواکي د سيسي تر شاولاړ دي او له دې لارې غواړي، چې د سيسي رژيم نور هم ټينګ شي.

تاناسيس کمبانيس ليکي، چې مصري قضا تېره اونۍ له سلو زيات اکاډيميک شخصيتونه په اعدام محکوم کړل، چې ډېری يې د اخوان المسلمين قيادي غړي، د پارلمان ټاکل شوي وکيلان او د مصر منتخب ولسمشر دکتور محمد مرسي هم په کې دی.

استبدادي سياستونه

ليکوال وايي، چې د مصر اقتصادي، سياسي، امنيتي، قضايي او ګڼې نورې ستونزې ورځ تر بلې زياتيږي او سيسي د خپلو کړنو او استبدادي سياست له امله نه شي کولای، چې دغه ستونزې له منځه يوسي او يا يې کمې کړي.

«دغه ستونزې، کړاوونه او استبدادي سياست به مصر داسې يو ناورين ته ننباسي، چې ولس به يو ځل بيا داسې يو سراسري پاڅون پيل کړي، چې د پخواني ديکتاتور حسني مبارک پر ضد له شوو پاڅونونو به هم قوي او خطرناک وي.»

ليکوال زياتوي، چې د سيسي ليونۍ ځان غوښتنه او امنيتي کړيو سره په ګډه د سياسي مخالفينو پر ضد وحشي کړنې د سيسي نظام د پای پيل ګڼل کيږي.

همدا رنګه نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې هم د ديکتاتوري رژيمونو په اړه د سيرګير ګوريف او ډانيل ټريسمن يوه مقاله کې ليکلي، چې اوس مهال ديکتاتوران د پروپاګند او رسنيو پر زور خپل واک چلوي او عملا په ولس کې هېڅ محبوبیت نه لري.

د نيويارک ټايمز دواړه ليکوالان وايي، چې اوسني ديکتاتوران د خپلو مشرانو پر خلاف هڅه کوي، چې خپل واک د رسنيو او خپلو پلويانو ليکوالو پر مټ وژغوري. د ليکوالانو په وينا اوسني ديکتاتوران دولتي وسايل، رسنۍ او ځينې چارواکي د دې لپاره په کار اچوي، چې واک يې وژغوري او سياسي اپوزيسيون له صحنې وباسي او هڅه کوي، چې د زور او بند پر ځای خپل مخالفين په ولس کې بد نام کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x