افغانستان

طالبان : د پکتيکا په وازه خوا کې مو ۱۲ سرحدي پوليس وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۵مه، ۱۳۹۴ل): طالبان وايي د پکتيکا ولايت په وازه خوا ولسوالۍ کې يې د سرحدي پوليسو او اردو په ۵ پوستو بريدونه کړي او ۱ پوسته يې ترې نيولې ده.

دا خبر نن سهار د طالبانو لخوا نشر شو، دوی ويلي چې ملګرو يې د شپې په ۱ بجه د دغې ولسوالۍ په ګواشته سيمه کې په يادو پوستو بريدونه کړي.

په دې جګړه کې ۱۲ سرحدي پوليسو او د اردو عسکرو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ نور يې ټپيان شوي دي.

دوی وايي چې په نيول شوې پوسته کې يې ۱ د پوليسو رينجر موټر او ۶ موټرسايکل هم سوځولي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهدين وايي د جګړې په مهال يې ۱ ملګری وژل شوی او ۲ نور ژوبل دي، د نوموړي په وينا په پوسته کې يې وسلې او تجهيزات غنيمت کړي.

د پکتيکا چارواکي هم د وازې خوال په ګواشته کې د طالبانو دغه بريد مني خو وايي چې ۸ تنه عسکر يې وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د پکتیکامرستيال والي عطاءالله فضلي وايي چې طالبانو له پوستې ځينې مهمات هم له ځان سره وړي دي.

تر دې وړاندې هم د پکتيکا د چاربران ولسوالي په سپینه کلي کې طالبانو دوولس اربکيان ووژل او د هغوی دوه پوستې يې بشپړ وسوځولې.

دا په داسې حال کې دی چې نن سهار د هلمند په نوزاد ولسوالي کې هم چارواکو د ۲۶ عسکرو د وژلو خبر ورکړ خو طالبان وايي چې ۲۷ تنه عسکر يې د نوزاد په تنګيانو سیمه کې وژلي او شپږ پوستې يې نیولې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x