نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۵مه، ۱۳۹۴ل): د خوست ولايت بازار کې چاودنې اته تنه ټپيان کړي دي.
د خوست امنيه قوماندان فيض الله غيرت افغان اسلامي اژانس ته ويلي، چې چاودنه نن له غرمې وړاندې د خوست ښار جامع جومات ته څېرمه د يو ځای پر ځای شوي ماين په واسطه شوې ده.
د قوماندان غيرت په وينا په دغه چاودنه کې څلور ولسي وګړي ټپيان شوي دي.
فيض الله غيرت زياتوي، چې چاودنه هغه مهال وشوه،چې د حج او اوقاف رييس موټر له سيمې تېرېده.
افغان اسلامي اژانس د خوست امنيتي سرچينو له قوله ليکلي، چې دغه چاودنه کې لږ تر لږه اته ولسي وګړي ټپيان شوي دي.
د يو بل خبر له مخې د بغلان ولايت مرکز پلخمري ښار کې د راکټي بريد له امله شپږ تنه ټپيان شوي دي.
د بغلان ولايت وياند احمد جاويد بشارت وايي، چې نن ماسپښين د ناڅرګندو کسانو له لوري د پلخمري پر ښار دوه راکټي بريدونه وشول، مګر د بريدونو له امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل.
د پلخمري مرکزي روغتون ډاکټران وايي، چې د راکټي بريدونو شپږ ټپيان يې روغتون ته وروړي دي.
بل پلو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې ملګرو يې نن غرمه د ډنډ غوري خواجه کلا سيمه کې د ملي اردو پر پر کتار بريد کې دوه ټانکونه ويجاړ کړي دي.
د مجاهد په وينا په دغه بريد کې د ملي اردو اووه عسکر وژل شوي دي.
د بغلان ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.