نړۍ

اردوګان نيويارک ټايمز ته «خپل حد وپېژنئ»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۵مه، ۱۳۹۴ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان پر امريکايي ورځپاڼې «نيويارک ټايمز» تور لګولی، چې د هېواد په چارو کې يې مداخله کوي او ګواښ يې کړی، چې نيويارک ټايمز بايد خپل حد وپېژني.

تېره اونۍ نيويارک ټايمز د ښاغلي اردوګان په اړه په يوه مقاله کې ويلي و، چې نوموړی «بې ادبه» دی؛ ځکه چې د امريکا متحده ایالتونو ته د يو حاکم په توګه امر کوي.

ترکي ولسمشر وايي: د يوې ورځپاڼې او رسنۍ په توګه تاسې بايد خپل حد وپېژنئ او له استنبول څخه خپرېدونکي هر څه په دقت وڅارئ

«تاسې د خپلو ليکنو په مټ د ترکيې په کورنيو چارو کې مداخله کړئ او د داسې ليکونو په واسطه تاسې د بيان له ازادۍ ناوړه ګټه پورته کوئ.»

نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې د تېرې جمعې په ورځ «د ترکيې په اسمان تورې وريځې» په عنوان يوه ليکنه خپره کړې وه او په دغه ليکنه کې يې د اردوګان پر کړنو، سياست او ټاکنيز کمپاين نيوکې کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x