ټولنیزه برخه

شهرنا پرسان

انجینر عزت الله صدیقي

وایی چیرته پخوا زمانو کی یو پیر وواو بل ورسره مرید نو دواړو چیرته دسفر قصد وکړ کله چی دوی روان شول نو دډیروشپو او روځو منزل وروسته یو ښار ته ورسیدل چی ګوری شلغم په دوه روپی ،غوړی هم په دوه روپی بلاخره هر څه چی بیعه کوی په دوه روپی نو یی د ښار له یو کس نه ددی جریان پوشتنه وکړه چی دا څنګه کیدی شی چی هرڅه د په یو قمیت وی.

 نو دښار سړی ورته وویل چی پیر صاحب دا شهر ناپرسان دی نو دی پیر خپل مرید ته وویل چی هلکه پښی سپکوه چی له دی ځایه تښتو نو دپیر مرید ډیر مانده (ډنګر)اوضعیفه وو نو یی خپل پیرته وویل چی هر څه ارزانه دی زمونګ یی له شهرناپرسان سره څه راځه یو څو روځی به تم شو دا غوړی به یو څو ورځی وخورو چی لګ قوی او چاق شم نو بیا به ځو نو داپیر ډیر هوښيار وو خپل مرید ته یی وویل چی دغوا غوړی خو خوری هسی نه چی له څټ نه د بیرته ووځی دا شهر ناپرسان ده یعنی د دی غوړیو هضمول ډیر ګران دی خو بلاخره مرید وکړای شول چی پیر قانع کړی نو همدلته تم شول مرید نو ځان غوړیو ته اړم کړل شپی ورځی تیریژي خو مرید ښه مضبوط او څټور یعنی سم چاق شو .

اوس نو راځو د شهر ناپرسان پادشاهی ته د دوی په بادشاهی کی یو کس په اعدام محکوم شوی ووکله یی چی دامجرم راوستو دا دومره ضعیف او ډنګر وو چی هرڅومره کوشش یی وکه داعدام رسی چی دده په غاړه کی اچوی بیرته یی له غاړی راوځی یعنی رسی ارته اوپراخه وو او دمجرم غاړه نری وو نو یی جریان بادشاه ته وویل بادشاه امر وکړ چی اوس ما د اعدام امرکړی لاړ شی ښه چاق مټور اومضبوط سړی پیداکړی او رای ولی چی رسی یی غاړی ته برابر شی نو یی اعدام کړی نو د ښار عسکر د داسی سړی په لټون پسی په ښار کی سم شول چیرته یو چاق او څټور سړی پیداکړی تر څو د بادشاه امر پرځای شی چی ګوری د عسکرو په مرید سترګی ولګیدی نو سمدلاسه یی ونیوه .

نو مرید عسکرو ته وایو چی څه خبره ده چی زه مو ونیولم نو عسکرو ورته وویل چی ته په اعدام باندی محکوم شوی یی تا اعدام وو!

 مرید چی ډیر وارخطا اواو رنګ الوتی نویی پیر ته مخ واړاوه چی دا څه قیصه ده نو یی پیر ورته وویل چی ددی غوړیو خوړل هضمول ډیرګران دی خو تا نه منله نو مرید پیر ته وویل چی اوس چاره راوښایه نو داپیر ډير هوښیار وو چی ځه زه هم درسره ځم خو زه چی څه درته وایم نو هماغسی کوه کله یی چی داعدام رسی ته بوتلی نو ته غګ وکه چی زه ځم او زه به وایم چی زه ځم نو دی وخت کی به زه یوه خبره وکړم نو تا به له اعدام نه خلاص کړل نو بلاخره یی مرید اوپير د پاچاه مخی ته حاضرکړل چی مرید اعدام کړی دی وخت کی پیر غګ وکړ چی پاچاه سلامت زه ځم چی اعدام شم نو یی مرید لاس ونیوه چی نه پیر صاحب زه ځم خو د دوی همداسی جار وجنجال روان وو چی په دی وخت کی پاچاه پوښته وکړه چی دا د اعدام په رسی کی څه حکمت دی چی ته وایی زه ځم او مرید د وایی چی زه ځم نو پیر ورته وویل چی بادشاه سلامت مونګ داعدام په دی رسی کی جنت وینو نو چی هرڅوک اعدام شول نو هغه به مستقیم جنت ته ځی نو د وخت کی پاچاه امر وکړ چی صبر وکړی نه به پیر جنت ته ځی او نه به مرید زه به ځم جنت ته نو پاچاه رسی په غاړه واچاواه اوځان یی اعدام کړ .

پیر مرید ته وویل چی هلکه تخته چی دا شهرناپرسان ده نا پرسان.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x