نظــر

که په چين کې د طالبانو او دولت مذاکرات رښتوني شي ښې پايلې به ولري؟

دس سيرت

تېره ورځ نړيوالو رسنيو ديو جګپوړي شخص رپورټ ورکړه چې همدا په لومړى ځل دوال سټريټ ژورنال ورځپاڼې خبر دطالبانو دوياند ذبيح الله مجاهدلخوا په کلکه رد کړل شو پدې اړه يو شمير پاکستاني رسنيو هم رپورټونه ورکړل تيره مياشت چنايي رسنيو دخپلو چارواکو او پاکستاني چارواکو ترمنځ چې په اسلام اباد کې يې ليدنه شوى وه په افغانستان کې دسولې او امن په اړه رپورټونه خپاره کړى وه.

افغان اولس چې په هرځاى کې د افغانستان په اړه دسولې په اړه قدم ايښودل کيږي دقدر په سترګه ورته ګوري خو که په افغانستان کې دننه دافغانانو ترمنځ دا ډول اقدام وشي تر نور هېوادونو چې غونډې پکې جوړيږي ګټور ثابتيږي چين چې داسلام ابآد چارواکو سره يې دافغان مسئلې دحل په اړه خبرې کړيدى تردې دمخه يې هم ليکوالو او ژورنالستانو ته په وار وار ويناو کې ويلي چې افغان مسئله دې د مذاکراتو له ليارى حل کړل شي .

دافغانستان په اړه په بيلا بيلو هېوادونو کې غونډې شوى څه منل شوى او د څه ترديد شويدى خو زما په فکر چين دافغانستان دمسئلى دحل په اړه ترځينو خوا خوږو هېوادونو زيات مخلص دى ځکه چين دافغانستان سره دتاريخ په اوږدو کې په خپلو ژمنو ولاړ پاتى شويدى او دافغانستان په اړه يې په ملګرو ملتونو کې تل مثبت نظر ورکړيدى که چين دافغانستان دروان بحران دحل په اړه مټې واونغاړى او د دواړو خواو دولت او طالبانو ترمنځ سوله وکړى يو ښه زيرى به وي.

ځکه دافغان اولس لومړى مقصد په هېواد کې امن او سوله ده وروسته بيا نور اقداماتو ته لاره هواريږي دافغانستان او پخوانى شوروى اتحاد ترمينځ چې د دواړو خواو دپولو دمنښت لا س ليکونه موضوع تازه شوه چې هم افغانستان د چې پينګ په مشرى يو پلاوى ١٩٦٣ دجولائى په ٢٩ مه وليږي داګست په لومړى ماښام دوخت پادشاه هر شاه دچين پلاوى ته دګل خانې په ماڼۍ کې مېلمستيا وکړه دچين ددې پلاوى سره په مېلستيا کې په کابل کې دچين سفير هو تنګ او دچين دبهرنيو چارو په وزارت کې دبهرنيو چارو درياست مرستيال چنګ حيونګ هم ملګرى و پدې وخت کې دپخواني شوروي اتحاد يو پلاوى چې دسولې دعالي شورا درئيس اوربانوف په مشرى کابل ته تللى، دواړو هېوادونو روسيې او چين سره بيلا بيلې موافقې وشوى روسانو له خپلې موافقې تجاوز وکړ .

او چين خپلو ژمنو ته وفادار پاتى شو دچين او افغانستان ترمنځ دسرحدنو علاوه دهر اړخيزى اقتصادي ، فرهنګي او زراعتى برخو کې دافغانستان له لورى د بهرنيو چارو په وزارت کې دبين المللى اړيکو مدير زلمي محمود غازي او دچين له لورى په کابل کې دچين سفير هوتنګ لاس ليکونه وشول چين غوښتل افغان ځوانان په بيلا بيلو برخو کې وروزي خو پدې مقصد کې ترى امريکا دمخه شوه او د کابل دمعارف د وزارت په کلوپ کې دمعارف وزير على احمد پوپل په کابل کې دامريکا دسفير ستيوز سره لاس وکړ چې دادى دامريکا دښې همکارۍ پايلې په خپلو سترګو د(يرغل) او دچين سره اړيکې د(خپلو ژمنو ته) دوفادارۍ په صورت کې ګورو .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x