افغانستان

طالبانو د غزني خوږياڼو ولسوالۍ ونيوله او د خوست موسی خېلو ولسوالۍ يې محاصره کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۵مه، ۱۳۹۴ل): د غزني ولايت خوږياڼو ولسوالۍ طالبانو ونيوله.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې ملګرو يې نن د غزني ولايت خوږياڼو ولسوالۍ مرکز په بشپړه توګه ونيوه.

د ذبيح الله مجاهد په وينا خوږياڼو ولسوالۍ له تېرو څو ورځو راهيسې د طالبانو له لوري محاصره وه او نن يې د ډله ييز بريد پر مټ په بشپړه توګه ونيوله.

طالب وياند زياتوي، چې د دغه بريد په ترڅ کې يې لس عسکر وژلي او اته نور يې ټپيان کړي او يو شمېر نظامي موټر يې هم ويجاړ کړي دي.

د غزني ولایت زنخان ولسوالي هم بشپړه د طالبانو په لاس کې ده، چې دم ګړۍ يې ولسوال، امنیه قومندان او نور پرسونل د غزني ښار ته څېرمه د روضي په کلي کې په يوه پوسته کې د ولسوالۍ چارې پر مخ وړي.

په ورته توګه تر دې وړاندې طالبانو د غزني د رشيدانو ولسوالي هم تر واک لاندې کړې او د دې ولسوالي مرکز هم د غزني مرکز ته څېرمه یوه کلي ته لېږدول شوی دی.

د يو بل خبر له مخې د خوست ولايت موسی خېلو ولسوالۍ هم د طالبانو له لوري محاصره ده او اوس هم د دواړو لوريو تر منځ سخت جګړه روانه ده.

د موسی خېلو ولسوالۍ چارواکو له مرکزي دولته د بېړنيو مرستو غوښتنه کړې او ګواښ يې کړی، که دغې ولسوالۍ ته يې ژر تر ژره بېړنۍ مرستې را ونه لېږلې، نو دوی به دغه ولسوالۍ طالبانو ته پرېږدي.

دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوفان طوطاخیل

الحمدلله ثم الحمدلله ، نصرمن الله وفتح قریب وبشرالمؤمنین

ټولو مجاهدینو وروڼوته یې مبارکي وایم

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x