افغانستان

اشرف غني هم پر دولت د ولس بې باوري تاييد کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۵مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني نن ومنله چې ولس د نوموړي پر دولت باور نه لري او د ده په خبره ولس فکر کوي چې د ده ټوله پنځه کلنه دوره به بې پايلې پای ته ورسېږي.

اشرف غني چې له د واک له پیله يې نږدې نهه میاشتې تېرېږي، نن ومنله چې د دولت او ولس تر منځ فاصله شته، خو نوموړي د خلکو د باور را اړول د وزیرانو مسوولیت وباله.

اشرف غني چې نن د حج او اوقافو له وزير سره د هغه د سل لومړنیو ورځو کاري طرحې په اړه خبرې کولې وویل چې وزارتونه باید پخپله ځانونه د دې وړ کړي چې ولس پرې باور وکړي.

د حج او اوقافو وریر فیض محمد عثماني نن خپله سل ورځنۍ طرحه د اشرف غني مخې ته کېښوده، خو نوموړي پرې ټینګار وکړ چې باید د خلکو د باور د تر لاسه کولو لپاره بايد وزيران ډېر کار وکړي.

د چارو د شنونکو په باور اشرف غني نه یوازې خپلې کړې ژمنې عملي کړې نه دي، بلکې د خپلو ګڼو ژمنو خلاف يې اقدامات کړي دي.

د کابل پوهنتون د استاد پوهنوال اسمعيل يون په نظر اشرف غني د نړیوالو اړیکو، اشتغال، اقتصاد، امنیت او قانون په برخه کې پاتې راغلی دی او هم يې د خپلو خلاف کړنې ترسره کړې دي، د نوموړي په نظر اشرف غني د ا ژمنې چې «ائيتلافي حکومت نه جوړوم، سهامي شرکت نه جوړوم، زورواکي له منځه وړم، قانون واکمنوم، د فساد جرړې باسم، د خلکو په دسترخوان کې تغير راوړم، عادلانه نظام جوړوم، خلکو ته شغل ايجادوم، دا کوم او دا…» ټولې سرچپه وختې.

د استاد يون په نظر نوموړی د واک له نظره هم پوره واکداره نه ګڼل کېږي، نوموړی د نمونې په توګه یادونه کوي: «ولسمشر داسې يو دريځ کې دی چې چارواکي ګوښه کولای شي، خو مقررولای يې نه شي، د پوځ اعلی سر قومندان دی، خو د ولسوالۍ امنيه قومندان نه شي مقررولای، نه يوازې په تقرر کې پوره واک نه لري، بلکې دده په حکم مقرر شوي کسان هم د ((اجراييه رييس)) له خوا له کاره ګوښه کېدی شي، ښه بېلګه يې د انتخاباتو د سمون کمېسيون لپاره د(شکريې بارکزۍ) او د سترې محکمې د اجراييه مقام لپاره د ښاغلي (حليمي) تقرر و، چې د دندې تر اشغال وړاندې له دندې لرې کړای شول او داسې نور ګڼ مثالونه.»

اشرف غني په داسې حال کې د ولس په غږ اعتراف کوي، چې د نوموړي په تېرو ټولو میاشتو کې افغان ولس له هغه سره تړلې تمې په اوبو لاهو وبللې او تل يې په ټولنیزو شبکو کې د هغه پر کړنو او د ارګ پر رسمي فیسبوک پاڼه خپل زړونه تش کړي دي.

یاده دې وي اشرف غني تر واک وړاندې یو ناڅاپه د نړۍ دویم مفکر معرفي شو او د خپلو اقتصادي او سیاسي فعاليتونو په موخه يې «منشور» او « د عادلانه نظام لار» کتابونه هم ولیکل، چې د پلویانو له لوري يې خپاره او پرېمانه ووېشل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x