fbpx

ناهيلي

لیکوال: احمد امين نعیم

هغه کلمه ده چې په ويلو سره يې خوله او ژبه هم سستي پیدا کوي. موږ که د ژوند په هره طبقه کې يو، خو هر څه کولی شوی او د خپل وس په اندازه په هرڅه پوهېږو او پوهېدای هم شو.

خو هغه وخت دې پوهې او زده کړو ته د عمل جامه ور اغوستی شو، که چېرته له خپل وجود او فکر نه دا یو لفظ ختم کړو، چې ناهيلي ده.

ناهیلي سړی د وراخطايي او بې وسي دې حد ته رسوي، چې د لږ سخت کار او ژوند له عادي امتحانه به په دومره وېره کې وي، لکه یو معتاد او پوډري ته چې پر يخو اوبو د غسل کولو په وخت کې پېښېږي.

زموږ د اوسني ژوند د ټولو ناکاميو اصلي لامل د خپل ځان او چاپیریال نه د ناهلي وجه ده، که چېرته موږ د مستبقل ټول ذهني ستونزې او سختي چې اوسمهال يې درک کوو او په ذهن مو بوج کړې دي، دا لوی الله جل جلاله ته وسپارو.

او موږ په هغه لفظ چې يو هدف ته د رسېدو یوه اهمه وسیله ده چې هغه تقدیر دی او راتلونکي بې ځایه خیالات او وېرونې له ذهنه او او فکره داسې وباسو لکه وريځې نه چې د باران څاڅکی را خطا او د تل لپاره د وچې ځمکې په سینه کې پنهان شي.

نو هلته به مو بیا د خپلو اصلي مقاصدو او هدفونو پولو ته ځان رسولی وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د