fbpx

الهي ازمويښت / کيسه

ماخذ کتاب “بحر الدموع” لابن الجوزي – رح –  ژباړن : حمدالله دانشمند
———————————–
يو لوی شيخ له خپلو مريدانو ، شاګردانو سره د حج د ادا کولو لپاره و مکې مکرمې  ته په سفر وو له څه  سفر کولو وروسته د يو نصراني په دېر(عبادت ځای) ور برابر شول  حال دا چې ګرمي ، اوتندي ډير ځپلي وو، شاګردانو وويل : شیخ  صيب ! مونږ و  دې  دير (عبادت ځای )  ته د څه ارام ،او استراحت لپاره ځو چي څه ورځ سړه شي بيابه سفر پيل کوو، شيخ ورته ووې  :  چي موخوښه وي هغه وکړئ  ،دوئ هم په بيړه د نصراني  د دېر و دېواله   ته ور شېوه شول  ،  شاګردان چي لمر ،اوستړيا ډېر ځور ولي  وه د خواږه خوب څپې لاندي کړل .
شيخ د وداسه د اوبو په لټه د باندي لاړ  بل يې کوم  هدف نه لاره ، مفاجاةً  (ناڅاپه)  ًيې په  يوه ښکلي لمر مخي وړوکې  نجلۍ نظر و لګېد شيطان د خپل عادت له مخي د شيخ زړه د نجلۍ لوري  ته مائل کړ د هوس په طمعه يې اودس ،د  خوب ،او خاطر نه  و ووت بس دواړې سترګې يې  د نوموړې په لور  کږې وې  ،شيخ په  بيړه د نصراني راهب در وازه  په کړس –  کړس  و ټکوله ،   راهب  را و  ووت  ، ورته کړه يې  :    څوک يې  ؟، شيخ :    ځه فلان عالم يم  خپل نوم ، او نسب يې ور و پېژانده  .
راهب :   څه غواړې  ای  د مسلمانانو فقيهه (عالمه)  ؟!   شيخ : ور ته ووې  :  دا  نجلۍ چي ستا د دير (عبادت ځی) له بالا نه راڅرګنده شو ه  ، دا ستا څه  ده ؟، راهب :  دامې لور ده څه  پوښتنه  ترې  کوې ؟، شيخ  ور غبر ګه کړه : ور سره مې دنکاح  اراده   ده  !،راهب  ووې  :    دا خو ځمونږ په آندځمونږ   په دين کي ناروا ده ،که  څه  د جواز  (روا  والي ) لاره يې  ولای   هرو مرو به  مې د دې بې  مشوري   در کړې  وای ، البته د دې په  باره کې  مايوه ژمنه  کړې ، او هغه دا چې نوموړې  به  هغه  چا ته  په نکاح ور کوم  چې د دې خوښه شي ، نو ځه به ور شم ستا په پار   به ور سره مشوره وکړم  ،که يې خوښه  وه  نو به يې په نکاح درکړم !،
وايې   :  راهب   لاړ و  خپلې لورته  يې  د شيخ قصه چې  شيخ  هم  په زير –  زبر  اورېده  بيا ن کړه ، لور ورته کړه : بابکه ! څنګه مي په نکاح ورکوي  په داسي حال کي چې ځه  نصرانۍ، اودی مسلمان دی ، که  نوموړی فقيه کولای شي چي نصراني شي نو کولای شم چې نکاح ور سره وکړم .
راهب  وويل  : لورکۍ ! که چېرې نوموړی نصرانيت دين  غوره  کړي نو چمتو يې چي نکاح ور سره وکړي ؟ لور ور ته کړه  هو بابکه !،راهب د شيخ طرف ته راغی ور ته يې وويل : ای د مسلمانانو فقيهه ! کولای  شي چې  نصراني  شي نو به  ځما لور در سره نکاح  وکړې ؟ ، شيطان د راهب لور  وه شيخ ته د جنتې  حوري په څېر و ارزوله  –   داهر څه د شاګردانو په  نه شتون  ،   د هغوئ د  خوب پر مهال ترسره شول ، –   شيخ په لوړ اواز سره وويل : مادين  اسلام و غورځاوه  ، او ستا په دين (نصرانيت)کي داخل شوم !، نصراني نجلۍ  وويل  : د ا د اسلاام  بايلل دې يواځي له ما سره د پيوستن ، او تړون يوه نښه شوه ، امّا مهر مې لا ستا په ذمه پاتې ده ، اوته را ته ډير ناداره ، او بېوزلي شخص ښکاري نو زه له تا ځخه د مهر په اداينه کې   په دې  هم بسنه کوم چې   يو پوره کال زما خنزيران په صحرا   راوڅروه ، شيخ ور زياته کړه چې دا هم منم خو زه هم يوه غوښتنه  لرم   او هغه داچې ته  به رانه مخ  په  بله   نه اړوې  تر څو سهار ، او ماښام ستا دمخ  ننداره کوم ، هغې ورته وويل : خوښه مې ده !.

شيخ هغه  عصا (لکړه) کوم چې به يې د خطبې پر مهال ور باندي تکيه کوله د خنزيرانو چراګاه ته  د شړلو لپاره واخیسته ! . شاګردان چې کله  له درانه
خوبه را پاڅېدل  د خپل شيخ په لټه کي سول  ، خو و يې نه موند،  له نوموړي راهب نه يې د خپل شيخ  پو ښتنه وکړه ، هغه د شيخ  ټوله ماجری ( کيسه ) ورته بيان کړه ، شاګردانو چې کله  کيسه  واورېده هک –  پک  حيران شول ځينې  بې هوښه ، ځينې  په چېغو ، اونارو، ځينې   ډېر  د  خپل شيخ په دې ور پېښ  ناورين   خفه شول !.

يو شاګرد وايې    : دبېديا په لوري مو د شيخ  د موندلو  لټون پيل کړ، چې ګورو شيخ په هغه لکړه تکيه کړي  کوم چې  به يې د خطبي ويلو پر  مهال ور باندي تکيه کوله ،اوس يې د ‘خنزيرانو’ د زجر (شړلو ) لپاره  کاروله  ، ورته مو  کړه  : ای مبارک استاذه ! داڅه بلا در ته لار و مونده (چې له
ورته برخليک  سره لاس ، او ګريوان شوې ) ورته مو د قران ،اسلام ،محمّد –   صلي الله عليه وسلم –   فضيلت ،(غوره والی ) بيان کړ ، د ترغيب ، او ترهيب په موخه  موځينې ايتونه ، حديثونه   ورته بيان کړل  ترڅو له  دې کرغېړن عمل  نه لاس په سر شي  ،   او بېرته يې زړه  دالله ج …  د سپېڅلي دين    د   منلووړتيا و لرې، شيخ راغبرګه کړه چې    له  مانه  د نصيحت ژبه بنده کړئ  ځه ترتاسو په نوموړو الهي  لارښوونو ، او نبوي ملغلرو  ښه  پوه ېم لکن د الله جل جلاله له لوري امتحان (ازموينه ) ده ،له  ډېرو  هڅو سره – سره   بيا هم د خپل شيخ  په بيولو و مکې مکرمې ته  بريالي نه شوو،مونږ دمکې مکرمې په لوري وخوځېدو نوموړی  مو په همدې سيمه   په ياد ناوړه  حالت  کې   پرېښود !.

کله چې د حج له مناسکو   فارغه  شوو د بغدادپه لوري مو رامخه شوه   هغې سيمې ته را نږدې شوو ، نوومو ويل : راځئ  دخپل شيخ پو ښتنه به وکړو ښايې
اوس پېښمانه شوی  ، او لوی الله جل جلاله  ته به يې توبه ويستلې وي  !.

کله چې  د شيخ   هستوګن ځی  ر ته اورسيدو نوموړی شيخ  دتېر په څېر دخنزيرانو په څر ولو بوخت وو،سلام مو ور واچاوه،بيا مو يو ځل  د  وعظ
(نصيحت) ،تلاوت ،او ذکر له لاري د اسلام  د مبارک دين په  لوري دعوت  کړ خو څه اغېز  يې پر ې و نه کړ، ترې روان شوو په داسي حال کي چې ډېر  غمژن وو ، د راهب له ديره ډېر لري نه ووتللي  چې يو سياهي مو تر سترګو شوه چې د راهب د دير(عبادت ځی) له  لوري  راڅرګند شوه، د رانږدې کېدو پر مهال يې ځمونږ د تم کېدو هڅه وکړه ،مونږ هم څه شېبه تم شوو چې ګورو ځمونږ  شيخ دی په را رسېدو سره سم يې په لوړ اواز وويل  :  (اشهد
أن لا اله إلا الله، وأشهد أن محمدا رسول الله، وأنا قد تبت إلى الله، ورجعت عما كنت فيه،)  په تېر حالت يې په ډېر اخلاص  ندامت (پښېماني) څرګنده کړه !، او وې ويل چې دا دلوی الله جل جلاله له لووري زما د يوې ګناه په بدل کي  يو لوی  ازمويښت  ،او امتحان وو چې تاسو په خپلو سترګو وليد، مونږ د خپل شيخ په  بيرته  اسلام منلو  د خوښۍ احساس  وکړ  ،  چې کله بغداد ته واپس راغلو شيخ د تېر په څېر بيا د الله جل جلاله   عبادت ته موخه کړه ، بيا دالله   پاک  مخلص ، او رښتينی بنده شو!.

د څه  مهال په تېرېدو سره يوه ورځ د شيخ  دروازه و ټکېده  که ګورو يوه ښځه   په دروازه کې ولاړه ده    ترې پوښتنه وشوه څوک يې ؟،ښځي ور ته کړه
چې شيخ ته و وايه چې فلانۍ د فلاني راهب لور  راغلې ،او غواړي چې ستا په لاس اسلام قبول کړي ، د شيخ له لوري ورته د ورتلو  اجازه ور کړل شوه
چي کله ورغله ورته يې کړه چي ای (سيد) ځه غواړم چي  ستا په لاس اسلام قبول کړم!،شيخ ورته و فرمايل  :  څنګه دي  د  اسلام  راوړلو  هڅه وکړه؟،

نوموړې ورغبرګه کړه چې کله ته له ما نه رخصت شوې سترګي مې ترله تېري شوې، خوب کي  وينم چي “علي ” بن ابي طالب  –   رضي الله عنه –    راته يې درې ځلې و فرمايل  :   ( لا دين إلا دين محمد –   صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ) چي له دېن محمدي  –   صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ –   نه سيوا بل دين د منلو نه دی ، نو دا ده راغلم  ستا په حضور کي په لوړ اواز وايم :   ( أشهد أن لا اله إلا الله وأشهد أن محمدا رسول الله  –   صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ.  !، شيخ هم د دې حالت په لېدو چي نوموړې د ده په لاس اسلام قبول کړ : ډېر خوښ  شو،او د الهي  سپېڅلي  دين په رڼا کي يې ور سره نکاح وکړه !.
شاګرد يې وايې مونږله خپل شيخ نه  د هغي ګناه په باره کي پوښتنه وکړه، نوموړي  راته و فرمايل : چي يو ورځ په يو کوڅه کي روان وم چي يو نصراني په مخه  راغی  ورته مي وويل : لري شه له ماځخه دالله لعنت دې  درباندي شي ، نصراني  راغبرګه کړه ولي ؟، ماورته وويل زه تر تا غوره يم ، نصراني
راته وايې  : چي ته څه خبر يې چي  غوره  يې  ، که د  الله –  جل جلاله  –  د  پټو رازونو کليانې  (چابيانې)  ستا په ولکه کې دې ؟!.
هغه نصراني اخيرډير پاکېزه مؤمن ، او دالله جل جلاله مخلص بنده شو : نو ځکه الله جل جلاله  ځه له داسي  ګرانې ازموينې   سره لاس ،او ګرېوان کړم!.

بحر الدموع لابن الجوزي –  رحمه الله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د