افغانستان

کابل: وزیر اکبر خان کې د بهرنیانو پر یوه مېلمستون جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۶مه، ۱۳۹۴ل): د پلازمېنې کابل په زړه او مهمې ديپلوماتیکه سیمه وزیر اکبر خان کې د برهان الدین رباني په یوه مېلمستون (هیتل) درنه جګړه روانه ده.

دغه مېلمستون ته چې بهرنیان په کې مهمې غونډې کوي د شپې پر ۱۱ بجو پرې څو تنو سرتیرو بریدګرو ډله‌ییز برید پیل کړ.

د کابل پولیسو ویاند عبادالله کریمي فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې نا څرګند شمېر وسله‌والو برید کړی او څومره چې دی پوهیږي برید یې په وزیر اکبر خان کې په یوه مېلمستون کړی دی.

هغه زیاته کړې چې بریدګر لاسي بمونه استعمالوي، د چاودنو غږونه اوریدل کیږي، امنیتي ځواکونو په سیمه کې دي، کوښښ کوي چې برید ژر وځپي.

Map of Afghanistan showing Kabul and 15th St
برید د وزیر اکبر خان په ۱۵مه کوڅه کې د تاجکستان سفارت ته څېرمه د هیتل په نوم مېلمسون باندې شوی. دغه مېلمستون کې بهرنیان د مهمو غونډو لپاره راټولیږي.

تر دې دمه د ۲۵ چاودنو غږونه اوریدل شوي او جګړه هم نېږدې څلورم ساعت ته غځيږي خو امنیتي چاوراکو لا هم د جګړې په اړه خبریالانو ته د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د کابل امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن رحیمي هم ویلي چې امنیتي چارواکي کوښښ کوي څو په وزیر اکبر خان کې د برید دقیق ځای معلوم کړي.

کابل مېشتي خبریالان وايي چې چارواکي یې تلیفونونه نه ځوابوي او نه هم د پېښې په اړه ورسره معلومات شریکوي.

یو تن خبریال پر خپلې ټویټر پاڼه لیکلي چې ««یو بشپړ معلوماتي تحریم واکمن دی. چارواکي یا ویده دي او یا هم نه غواړي له خبریالانو سره خبرې وکړي. یوه لوړپوړي ته مې چې ټیلیفون وکړ، راته ویل یې چې باید نه مې وای ويښ کړی.»

وزیر اکبر خان کې د ډيری بهرني سفارتونو او د بهرنیانو مهم مرکزونه پراته دي.

دغه سیمه کې طالبانو پخوا هم څو ځل بریدونه کړي وو.

تر دې دمه ددغو بریدونو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی.
[custom-facebook-feed]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x