کندهار-پنجوايي

مونږ چرګان يو؟

AFG afghan dead children 1 71سهار وختي مي اي ميل بکس ته په افغانستان کې د ميشتو ناټو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له لوري اې ميل شوى وو. دوى هر سهار خبريالانو ته خبرپاڼې ليږي خو ننۍ يې تر نور کله ډېره وختي لېږلې وه.  ورته سودا مي شوه ما ويل خامخا کومه نابلده پېښه شوې ده.

 د اې مېل سرليک ته مې وکتل ليکلي يې وو. په کندهار کې د ايساف سرتېرو خپل  يو ملګرى نيولى دى. خندا راغله له ځان سره مي وويل دا بلا وهلي لکه چې سم ليوني شوي دي په خپل ځان خپله خولې لګوي ؟ خو چې خبر پاڼه مي يې پسې ولوسته رښتيا  هم چې دوى ليوني شوي وو. دوى خپل يو تن سرتېرى ځکه لېونى بللى وو چې افغانان يې وژلي وو.

 

وروسته مالومه شوه چې سوله ساتي سرتېري د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې زمونږ د بېګناه هېوادوالو په کورونو ورننوتي وو. او  له يوې مخې يې په لوى او کم سرپه نه ده کړې چې په پايله کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون يو ويشت تنه مړه او ټپيان شوي وو.

ياره! د ټولې سيمې بڼه الوتې وه . نن د پنجوايي هغه کسان چې لا يې د ځمکې پر سر ساه اخيسته هم مړي ښکارېدل، وېره خوره وه، په څو موټرونو کې نيم سوځيدلي ماشومان د شهيدو مېندو په خوا کې پراته وو.

ځينو وړو ماشومانو لاسونه جګ نيولي وو او داسې ښکارېدل لکه د مور جسد ته چې لاس ورغورځوي. او غواړې د مورکۍ په لمن کې د سولې د پرښتو له کمک او همکارۍ څخه پټ شي.

پر اسمان توره ورېيځ خوره وه خو څاڅکي د انسانانو له سترګو څڅېدل.

د سيمې خلک وايي د بريد په شپه يې له دولسو بجو نيولې تر نيمې شپې پورې  د سوله ساتو الوتکو د کورونو پر سر ټيټې الوتنې کولې او هغه مهال يې لا هم  پر سر تاوېدې چې د پېنځلسو تنو په شاو خوا کې ځناورو يې تنکي ماشومان وژل.

توبه خدايه!  ځناور خو ډېر سپېڅلي دي هسې نه ګناه ګار شم چې په دغسې کسانو يې نوم ږدم.

اې !  تنکي ماشومان او بې ګناه تور سرې يې تر وژلو وروسته په اور سوځولې وې. په خداى که به  سړى داسې فکر  کولاى شي چې د ادم ( ع ) اولاد دي دومره ټيټ کار وکړي.

ايساف وايي دا کار د دوى يو ليوني سرتېري کړى دى چې اوس يې نيولى. او پلټنې دوام لري. دوى وايي په پېښه کې يوازې يو څو تنه عام وګړي وژل شوي .
ته وا مونږ چرګان يو!.

ايا دا لېونتوب نه دى چې يو ليونى ته پوځي دريشي ور واغوندې او وژونکي وسلې په لاس ورکړې. بيا پرې د سوله ساتي نوم هم کښېږدې.؟
ليونى يوازې په دې پوهېږي چې يوازې افغانان د وژلو د پاره دي؟
يو لېونى کولاى شي په يوازې ځان  په دومره ليږ وخت کې چې ملګري يې هم پرې خبر نه شي په نيمه شپه د دريو څلورو کورونو دروازې ماتې کړي. ماشومان ، تور سرې او سپين ږيري ووژني او بيا اور ور واچوي. او په دې هر څه سربېره بيا ورته د خپل د اوسېدو د ځاى او بسترې لاره هم سمه مالومه وي.؟

يو تن سرتېرى له ځان سره څو ډوله وسلې ګرځوي ؟

زمونږ تور سرې هم دومره بې زړه او بې وسه نه دي چې په لسو تنو دي يوازې يو ليونى ونه تړي.

ځينو بورو مېندو اوس لا هم په هغو دېرش څلوېښتو پلونو کاسې نسکورې کړې دي چې کور ته يې ورغلي وو.

ياره! زمونږ مېندۍ هم ليونۍ شوې دي. چاته د چا پلونه ساتي چې باد يې وران نه کړي.

هغه چې دوى ورته د تمې سترګې نيولي هغوى تر پېښه نږدې شل ساعته وروسته يوازې په پېښه خواشيني شول.

ولسمشر يو ځل بيا ځان خورا خواشينى وباله او يو ځل بيا  يې د پلټنو خبر وکړ.

تر دې وړاندې هم زمونږ لسګونه تنکي ماشومان او تور سرې په دغسې ناترسۍ ورژل شوي دي. که د ولسمشر رښتيا هم په هره پېښه زړه څړيکه کوي. اوس به يې دومره کمزورى کړى وي چې نور به نو چا ته د ولې ويلو توان هم نه لري.

ښاغلي په لومړي سر کې هم نه درلود هسې بس مېندې لېونۍ دي، نادانې دي چې لا يې ورته تمه ده.

مونږ هر څوک په اسانۍ وژلاى شي  ځکه چې هيڅوک نه لرو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x