کندز: د افغان ځواکونو ۷۱ سرتیري طالبانو ته ورواوښتل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۶مه، ۱۳۹۴ل): کندز کې طالبانو د یوې غونډې په ترڅ کې د هغو ۷۱ تنو عسکرو هرکلی کړی چې د دې ولایت په چاردرې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لیکو جلا او له سپکو او درنو وسلو سره له طالبانو سره یوځای شوي دي.

طالبان وايي چې ورغلو کسانو له ځانو سره ۷ ټانګونه، ۸ رینجر، ۲ کورولا موټر، ۱۰ موټرسایکلونه، یو میل هشتادو دو، ۵ میله پیکا، ۳ میله راکیټ لانچر، ۲۰ میله کلاشینکوف، یوه سراچه او یوه تفګنچه هم وروړي دي.

ذبیح الله مجاهد، ویلي دي چې په دغو ځواکونو کې ۲۶ تنه د ملي اردو او ۴۵ تنه پولیس او اربکیان شامل دي.

د ښاغلي مجاهد په وینا، طالب مشرانو ورغلو افغان ځواکونو ته هرکلی ویلی او د هغوی دغه اقدام یې ستایلی دی.

ګډ حکومت تر دې مهال دغه پیښه نه تایید کړې او نه هم رد کړې، خو ښاغلي مجاهد ژمنه کړې چې ډیر ژر به د یادې غونډې ویډیويي سند او راپور هم خپور کړي.

طالبان په خپلو اداري تشکیلاتو کې د دعوت او ارشاد په نامه کمیسون لري چې دنده یې د دولت له لیکو څخه د خلکو جلبول او را ایستل دي، چې ډیر خلک د طالبانو دغه اقدام ستايي او د وینو د توییدو به مخنیوي کې يې یو ښه ګام بولي.

تر دې وړاندې هم د هیواد له مختلفو ولایاتو څخه د ورته پیښو راپورونه ورکړل شوي او ډلې ډلې عسکر د طالبانو لیکو ته ننوتلي، خو په دې وروستیو کې طالبانو ته د افغان ځواکونو د ډله ییزه تیښتې پیښې مخ پر زیاتېدو دي، چې د نظامي چارو پوهان يې د افغان عسکرو د کمزورې روحیې ښکارندوی او د پاتې عسکرو په روحیه منفي اثر لرونکې ګڼي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د