کندهار-پنجوايي

د کندهار پیښه: په اروپا کي دحزب اسلامي افغانستان د سولي او سیاسي امورو د رهبري هیئت اعلامیه

panjwai-kandahar-masskillبسم الله الرحمن الرحیم
په اروپا کي دحزب اسلامي افغانستان د سولي او سیاسي امورو د رهبري هیئت  اعلامیه :
«  دغه  او هر ډول  وحشت په کلکه غندو،  او مجرمینو ته یی  په بین المللي  محاکمو کي محاکمه  غواړو :»
دتیري شنبي په ورځ  دقندهار دولایت د پنجوایی د ولسوالۍ دزنګ  اباد د کلي بی ګناه ، معصوم او مظلوم  اوسیدونکي  په داسي حال کي  چې سهار وختي په خپلو کورونو کي په خواږه خوب ویده وو د امریکایی اشغالګرو وحشي ځواکونو له اړخه  په ډیر وحشت سره  دخوبه رابیدار او د ګولیو د ویشتلو وروسته یی په وینو ککړو جسدونو  ته اور واچول شو . په دغه پیښه کي ، چې قربانیان یی ښځي او کوچنیان دي ، ۱۷کسان شهیدان او ګڼ شمیر نور یی زخمیان  شوي دي .

 

امریکایی ځواکونو ددي  نه مخته د بګرام په بدنام  زندان کي د اسلام  دسپیڅلي ، مقدس  الهي کتاب ، قرانکریم نژدي اتیا نسخو ته اور  ورته  کړ او د پوره سپکاوي وروسته یی  هغه وسوځولې ، همدا راز یی څه موده مخته د هغو  مظلومو شهیدانو  په جسدونو  باندی ، چې  په پوره ظلم اووحشت سره یی وژلي وو ، مرداري متیازي وکړي  او په دي توګه یی زمونږ  ولس ته وښوول  چي څه ډول او په کومه طریقه یی چي خوښه وي ، ددي مظلوم  بلکه میړني ولس  سپکاوي به کوي  اوپه مقدساتو به یی ملنډي وهي .
امریکایی ځواکونو ددي نه مخته هم دغه ډول  بې  شمیره  جنایتونه  تر سره کړي ، مجرمین یی  په موقته توګه نیولي اوبیا یی  بیرته پری ایښي دي ،  دا ځل هم دغه  ستر جرم او جنایت  چې د یوه امریکایی فوځي په واسطه نه بلکه د یوې منظمي ډلي له  خوا  په منظمه توګه  دخپلو مړو دبدلي په خاطر  ترسره شوي  ، نه بخښونکي جنایت دي  چې  مجرمین یی باید  په بین المللي محاکمو کي محاکمه کړل  شي .
د امریکا د ولسمشر اویا نورو ادارو  لخوا د بښني  غوښتنه  په افغان ولس دملنډو وهلو اوهسي  د افغانانو دقهر اوغضب  د سړولو له پاره  ترسره کیږي او د افغانستان ولسمشر  هم  ددي په ځاې  چې  ددې اشغالګرانو څخه وغواړي  چې ددي او داسي نورو  ورته پیښو مجرمین  دي سمدلاسه همدلته په افغانستان  کي محاکمه او د ولس دشهیدانو دکورنیو تر مخ  راوځړول شي ، دپخواپه څیر لاپې شاپی وهي .
په اروپا کی دحزب اسلامي افغانستان  د سولي او سیاسي امورو درهبرې شورا  دمشرتابه هیئت  په دي اړه  دخپل  ولس دشهیدانو او دشهیدانو دکورنیو سره  خپله درنه  غمرازي  ښکاره کوي ، دهیواد د ولسمشر تابه د هیئت او پخپله د ولسمشر  کرزي  څخه په زغرده    (که توان یی ولري )  غواړي ترڅو دولس تر مخه حاضر او ددې  جاني ځواکونو څخه    د افغانستان  دمقدسې اوپاکې خاورې دپاکولو اعلان  و کړي ، مجرم  عناصر دي هم په افغانستان کي اوهم په بین المللي محاکمو کي  محاکمي ته را کش کړل شي  او تر څنګ دي یی د ددفاع د وزارت د ناهله چارواکو اود قندهار د ولایت د بي کفایته  اولاس پوڅي والي  اورئیسه هیئت  څخه  چې  همدا اوس هم دامریکایانو په پلوۍ  نغاري ډبوي سخته پوښتنه وشي . همدا راز دي دبهرنیو چاروپخواني  لاسپوڅي وزیر عبدالله    دهغه تړون  په اړه چې بهرنیو ته یی  دوژلو ، سپکولو او …. دازاد  لاس د ورکولو ژمنلیک  لاسلیک کړي محاکمي ته راکش  کړل شي .
په دي اساس د حزب اسلامي افغانستان د سولي او سیاسي امورو  د رهبري شورا هیئت  په ټولو  افغانانو او په ځانګړي توګه  په خپلو ځوانانو غږ کوي  چې  ددي ورځني جنایتونوڅخه ، چې د بین المللي ځواکونو له اړخه د سولي او ډیموکراسۍ تر عنوان  لاندي  تر سره کیږي ،دخلاصون په خاطر  ،د پرامنه مظاهرو  لړیو ته  دوام ورکړي او  د عربي هیوادو د ځوانانو  دغورزنګونو  په څیر دي دخپل هیواد  داستقلال اوازادۍ  توغ  پورته  او دغه بین المللي  جنایت کاران  دي دخپلې خاورې  څخه   وتلوته  مجبور کړي .
همدا رازد ولس  په شتمنو  عږ کوي  چې ددغو مظلومو کورنیو  مرستي او تعاون  ته  ور ودانګي.

ژوندي دي وي افغان میړني ولس ،
تل دي وي استقلال اوازادي .
مړه دي وي  خاین او پلورل شوي  نا افغانان،
قریب الرحمن سعید
په اروپا کي د سولي او امن  د جرګګۍ  د مشرتابه هیئت  رئیس
۱۲مارچ-۲۰۱۲کال 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x