
مجاهد: هیټل میلمستون کې مو ګڼ بهرنیان وژلي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۶مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د دولتي چارواکو هغه څرګندونې ناسمې ګڼلي چې د پلازمینې کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې یې د تېرې شپې بریدونه له تلفاتو خالي بللي او ویلي یې دي چې هیڅ راز تلفات نه لري.
د کورنیو چارو وزارت معین ایوب سالنګي او د کابل امنیه قومندان عباد الله رحیمي وايي چې په پیښه کې یوازې سرښندونکي بریدګر وژل شوي او په میلمستون کې میشتو بهرنیو اتباعو ته زیان نه دی اوښتی.
خو د امنیتي چارواکو دغه ادعا کومې مستقلې سرچینې نه ده تایید کړې. کابل مېشتي خبریالان وايي چې بشپړ معلوماتي تحریم حاکم دی او سیمې ته نه ورپریښودل کیږي تر څو وضعیت له نږدې وګوري.
ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې دولتي چارواکي د دغه ډول بریدونو په مقابل کې د خپلې ناکامۍ د پوښلو هڅه کوي او د پيښو تلفات په خاص ډول د بهرنیانو ځاني تلفات په ناځوانمردانه ډول پټوي.
د نوموړي په وینا، میلمستون ته هره شپه تر ۵۰ پورې مهم بهرني اشغالګر د آرام، خوب او عیاشیو لپاره راتلل، چې د تېرې شپې په ۵ ساعته جګړه کې یې په ودانۍ کې ټول خارجي اشغالګر قتل او ټپيان کړي. ښاغلي مجاهد د وژل شوو بهرنیانو دقیقه شمیره نه ده په ډاګه کړې.
تېره شپه د کابل په تر ټولو مهمه ډیپلوماتیکه سیمه وزیر اکبر خان کې په «هیټل میلمستون» ډله ییز بریدونه ترسره شول چې تر نن سهار پورې يې دوام وکړ. دغه میلمستون چې په رباني میلمستون هم یادیږي، د بهرنیانو په مینځ کې ځانګړی شهرت لري.
د طالبانو ویاند ویلي چې دغه ځای له ډیره وخته د دوی تر څار لاندې وه.
چارواکي په ورته پیښو کې د سرښندونکو بریدګرو وژل کیدا مهمه لاسته راوړنه بولي، په داسې حال کې چې په سرښندونکو بریدونو کې د بریدګرو وژل کیدا یقیني وي.
یاده دې وي چې په دغې سیمه کې د ګڼو بهرنیو سفارتونو ودانۍ، بهرنیو ډیپلوماتاتو استوګنځایونه او د لوړپوړو دولتي چارواکو کورونه موقعیت لري، دغې سیمې ته د وسلوالو بریدګرو ننوتل، شل چاودنې ترسره کول او څو ساعته جګړه پرمخ بیول په خپل ذات کې د دولت د امنیتي ظرفیت په وړاندې پوښتنې پیدا کوي.
ماشاء الله ، داسې لاره پرې ورکه کړی چې بيا د اسلام خاورې ته زړه ښه نه کړي