نړۍ

هندوستان کې د سختې ګرمۍ له امله ۱۱سوه کسان مړه شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي 6مه، ۱۳۹۴ل): هندي چارواکي وايي، چې سږ کال د روانې ګرمۍ او تودوښې له امله تر اوسه له ۱۱سوو زيات کسان مړه شوي دي.

د چارواکو په وينا د هند په ځينو سيمو کې لا سر له اوسه د تودښې لوړه درجه ۵۰ ته رسېدلې ده.

د تودې له امله د سويلي ايالتونو اندهرا پردېش او تيلنګيانه کې ډېر کسان مړه شوي دي.

د هندي رسنيو له قوله ختيزو ايالتونو کې لويديځ بنګال او اړيسه کې د تودوښې له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي دي.

اندهرا پردېش کې د ګرمۍ له امله تر اوسه ۸۵۲ او تيلنګانه کې ۲۶۶ کسان مړه شوي دي.

هندي چارواکو خپلو خلکو ته ويلي، چې د تودوښې له امله دې له خپلو کورونو نه راوځي او بايد هڅه وکړي، چې د تودوښې د مخنيوي لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

د هند د هوا پېژندنې اداره وايي، چې کېدای شي راتلونکو ورځو کې د تودوښې درجه را ټيټه شي.

د تيلينګانه ايالت د طبعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، چې تېره ورځ د تودوښې لوړه درجه تر ۴۵ راټيټه شوې او کېدای شي د يوې اونۍ په ترڅ کې نوره هم راټيته شي.

هندي چارواکو خپل ولس ته د رسنيو له لارې لارښوونې کړي، چې په خپلو کورونو کې و اوسی او له کوره د وتلو پر مهال بايد خپل سرونه پټ وساتي، يخې اوبه ډېرې وڅښي او داسې نور هغه کارونه وکړي، چې د تودښې اغېز کمولای شي.

له تودوښې د اغېزمنو سيمو اوسېدونکي وايي، چې حکومت يې تر اوسه دوی سره هېڅ مرستې نه دي کړي او د حکومت د بې پرواهۍ له امله د مړو شمېر مخ پر زياتېدو دی.

۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ز کال کې د ګرمۍ له امله هند کې زرګونو کسان مړه شوي وو او تېر کال يوازې ۳۰۰ کسان د تودوښې له امله مړه شوو وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x