د ملت درد په سل ورځني پلان نه دواکیږي

خوشحال آصفی

 له اتو میاشتو څخه ډير وخت کيږي چې د غني او عبدالله سهامي شرکت په کار پیل کړیدی خو حالت له بده بدتر شول او لا هم بدتريږي. د تیرو دیارلسو کالو سطحي لاسته راوړنې د له منځه تلو له خطر سره مخامخ دي، نسبي امنیت له منځه ولاړ، په ادارو کې اداري او اخلاقي فساد اوج ته ورسيد، هره ورځ په لسګونو اشخاص له شخصي او دولتي ادارو څخه د کار څخه ګوښه کیږي، هره ورځ په لسګونو پوه او زیرک اشخاص له هیواده بهر ته کډه کيږي، هغه کسان چې راتلونکي ته یې هیله مندي درلوده؛ ناهیلي شول، بهرنۍ او کورنۍ پانګه اچونه په ټپه ودریده، اقتصادي وضعیت خراب شو، د بیارغاونې پروژې خلاصې شوې، خپل سري او د قانون تر پښو لاندې کول په یو دود بدل شو، پرديپالنه او هويت وژنه اوج ته ورسيده، په کاري چاپيریال کې نسبي روڼتیا او ځواب ویل له منځه ولاړل، په مخدره توکو د روږدو کسانو شمیر هره ورځ په لویه کچه ډيرېږي، سړي تښتونه په یو فرهنګ واوښته، خصوصي سکتور له رقابت او پرمختګ څخه ولوید، اساسي قانون د زورواکو او مافیايي کړیو د لاس آله شوه او همداراز په لسګونو نورې اقتصادي، سیاسي او فرهنګي ضربې چې په تیرو اتو میاشتو کې افغانستان او افغانانو ولېدې د بحث وړ دي؛ خو د سهامي شرکت مشران او ګډونوال په پلان او غونډو جوړولو کې بوخت دي. د ښاغلي کرزي دیارلس کاله حکومت هم په غونډو، د معدني اوبو په څښلو او د کیک او کلچو په خوړلو تیر شول او په دې ډاډه یم چې راتلونکي پنځه کاله نور به هم په سل ورځنیو یا هم دوه سوه ورځنیو پلان او پلان جوړونه کې تېر شي او بس..!

لیکوال: خوشحال آصفي

لیکوال: خوشحال آصفي

ښاغلیه غني او ښاغليه عبدالله…!

اته میاشتې کيږي چې تاسې او ستاسې همکاران د پلان او پلان جوړونې اړوند بوخت یاست، هره ورځ تاسې او ستاسې همکاران د غونډو په جوړولو بوخت یاست ، کولای شۍ چې ځواب راکړۍ چې تاسې څه وکړل او څه کوۍ..؟ آیا خبر یاست چې دننه په هیواد کې څه تیریږي؟

 کله چې تاسې پلان او برنامه د افغانستان د راتلونکي لپاره نه درلوده نو بیا ولې مو دې کړېدلي، در به در او غمځپلي، سیند ښوروا او غر مو غوښه کړه؟ ولې مو دې ولس ته غوړې غوړې ژمنې ورکولې؟

 تاسې خو ویل چې د اقتصاد پیاوړتیا لپاره برنامه لرو، د بې کارۍ له منځه وړلو لپاره برنامه لرو، د پوهنې او د لوړو زده کړو د پیاوړتیا لپاره برنامه لرو، د امنیت د ټینګښت لپاره برنامه لرو، د عدالت د ټینګښت لپاره برنامه لرو، د هیواد افغاني فرهنګ د پرمختګ لپاره برنامه لرو او د افغانستان د بیارغاونې لپاره برنامه لرو. اوس ستاسې دغه ټولې برنامې څه شولې؟ چیري دي؟ آیا غوښتل مو چې ملت دوکه کړۍ او په سترګو کې یې خاورې واچوۍ؟ آیا تاسې د سیاسي قدرت تږي نه وۍ؟ آیا تاسې د ریس صیب او جلالتمآب ویلو تږي نه وۍ؟

 تاسې اصلا په بیلابیلو برخو کې د افغانستان لپاره هیڅ برنامه نه درلوده او نه هم لرۍ او دغه وخت ثابته کړه چې هر څه او هره ژمنه مو تش د سیاسي واک ته درسيدو لپاره وه. یوازې ومو غوښتل چې ملت په تشو او احساساتي شعارونو دوکه کړۍ.

افغانستان ستاسې په دغو سل ورځنیو او یا هم دوه سوه ورځنیو پلانونو؛ نه جوړيږي او نه هم بدلون مومي. افغانستان بنسټيزه تحول او بدلون ته اړتیا لري، افغانستان لوي، ملي اوږدمهالې ستراتیژۍ ته اړتیا لري، افغانستان یو فعال، ځواب ویونکي او نوي سیستم ته اړتیا لري، افغانستان زړه سوانده او ژمنو افغانانو ته اړتیا لري نه ختيځ ځپلو او لویديځ ځپلو ماشيني ماسټرانو او ډاکټرانو ته چې حتا د افغانستان په رسمي او غیر او رسمي ژبو لیکل، لوستل او خبرې کول هم نشي کولای، قانون، اصول، مقررات، لوایح، افغاني ارزښتونه او د هیواد په تاریخ پوهیدل خو دوي ته بیخي لويه خبره ده.

نو د خداي لپاره په خپل دغې کړيدلي، ځورېدلي او در به در ولس رحم وکړۍ او خپلو ژمنو ته مو د عمل جامۍ واغوندۍ، پریږدۍ نوره مو دا پلان او پلان جوړونه، د عمل په ډګر کې ولس ته ثابته کړۍ چې دوي ته د خدمت کولو لپاره سیاسي قوۍ اراده لرۍ، د خلکو لپاره د هیلو او اومیدونو دروازې د راتلونکي لپاره پرانیزۍ، سيستم جوړ کړۍ، امنیت ټینګ کړۍ، اوسنی ناورين کنټرول کړۍ، له هیواده بهر نورو هیوادونو ته د خلکو د تیښتې مخنیوی وکړۍ، خلکو ته کار ورکړۍ، عدالت ټینګ کړۍ او بلاخره راځۍ خلکو ته په رښتیني توګه ووایاست چې د ناامنۍ علتونه څه دي؟ د پردې تر شا څه لوبه روانه ده؟ تر څو خلک هم پوه شي او یا هم کم تر کمه تاسې درک کړلی شي. خو که چیري دا کار و نه کړۍ نو ستاسې او د ولس تر منځ به مو واټن زیات شي، خلک به تاسې یوازې پریږدي او حتا ستاسې خپل نږدې ملګري او خپلوان به هم تاسې یوازې پریږدي نو بیا به تاسې افغان ولس او د افغانستان تاریخ ته مسول او ځواب ویونکی وواوسۍ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د