fbpx

جنګيالي که جګړه مار؟

زاهد کريمزی

 جنګيالي او جګړه مار دوه وييونه چې کابو ټول خبريالان، چارواکي او ځينې ليکوال يې مترادف (همنا) کاروي، حال دا چې په ژبه کې هيڅ داسې کلمې نشته چې هغه دې سل په سلو کې د بلې کلمې مانا وليږدوي.

جنګيالي بايد په مثبت مانا وکارول شي او جګړه مار بيا منفي مانا لري.

لکه: که موږ وايو چې د داعش جنګيالي، نو دا ښئ چې دغه جنګ ښه بولو.

که و وايو چې د داعش جګړه مار، نو جګړه يې د زموږ د ارزښتونو په مقابل کې ده

 دا چې جنګيالي لفظ زموږ ذهن کې مثب انځور زيږوي؛ نو لامل ښايې په همدې اهنګ ورته مثبتې مانا لرونکی کلمي وي. لکه: بريالي، توريالي، زمريالي.

د مار د کلمې يوځای کيدل له جګړې سره ښايې د جګړه مار مانا منفي کړي وي؛ ځکه مار د دوښمن لپاره کارول شوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د