fbpx

شهید او شهادت – څوارلسمه برخه

م. محمد نعیم

 ژباړه: ( له همدې کبله په اوسنیو حالاتو کې چې نن مونږ په پکې اوسو، په مونږ لازمه ده، چې ټولو خلکو ته ووایو چې د وطن آزادي او دېته ورته نارې غیر مناسبې نارې دي، خلکو ته باید دیني فکر ور کړل شي، چې مونږ له هر څه د مخه له خپل دین څخه دفاع کوو؛ ځکه زمونږ هېواد د دین هیواد دی، د اسلام هېواد دی، چې دفاع، ژغورنې او ساتنې ته اړتیا لري، نو باید په همدې نیت دفاع ځني وکړو.

او هر چې د وطن او قوم په نیت دفاع ده، دا مومن اوکافر دواړه کوي، او د قیامت په ورځ کومه ګټه نه لري، که یو څوک په همدې نیت دفاع کوي او ووژل شي، نو شهید نه دی؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو سړي په اړه پوښتل شو، چې د قوميت لپاره جګړه کوي، یا د زړورتیا له امله، یا ددې لپاره چې خلک یې وویني، چې کوم یې د الله په لاره کې دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( څوک چې ددې لپاره جګړه کوي چې د الله دین لوړ شي، نو دا د الله جل جلاله په لاره کې دی) دې ټکي ته پاملرنه په کار ده.

دې قید ته پام وکړه! ( چا چې ددې لپاره جګړه وکړه چې د الله جل جلاله دین لوړ شي ) نه ددې لپاره چې دا یې وطن دی! کله چې ته د خپل وطن لپاره جګړه کوي، نو ته او کافر په دې کې یو شان یاست! لیکن ته وایه تر څو د الله دین چې ستا هېواد یې ځای دی لوړ شي؛ ځکه ستا هېواد د اسلام هېواد دی، نو په دې حال کې جګړه د الله په لاره کې جګړه ده.

له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه ثابته ده چې ( هېڅ ټپي د الله په لاره کې نه ټپي کېږي ـ او الله جل جلاله ښه پوهېږي چې څوک دده په لاره کې ټپي کېږي ـ مګر دا چې د قیامت په ورځ به په داسې حال کې راشي چې له ټپ نه به یې وینې روانې وي، رنګ به یې د وینو رنګ وي، او بوی به یې د مښکو بوی وي.

ته وګوره! رسول الله صلی الله علیه وسلم د شهادت لپاره دا شرط ایښی چې انسان به د الله جل جلاله په لاره کې جګړه کوي، او د الله جل جلاله په لاره کې جګړه کول دا دي چې د الله جل جلاله ددین د لوړوالي لپاره جګړه وشي.

په طالب العلمانو لازمه ده چې دا خبره خلکو ته بیان کړي چې د وطن لپاره جګړه کول سمه جګړه نه ده، بلکې ددې لپاره دې جګړه وکړي چې د الله دین لوړی شي، او ددې لپاره له خپل وطن نه دفاع کوم چې اسلامي وطن دی، د اسلام او د وطن له دښمنانو څخه یې ژغورم، نو په دې نیت سره نیت صحیح کېږي. والله الموفق. )

د ریاض الصالحین په همدې شرح کې په بل ځای کې راځي: ( أما مجرد الوطنية فإنها نية باطلة لا تفيد الإنسان شيئاً ، ولا فرق بين الإنسان الذي يقول إنه مسلم والإنسان الذي يقول إنه كافر؛ إذا كان القتال من أجل الوطن لأنه وطن.

…وما يذكر من أن (( حب الوطن من الإيمان)) وأن ذلك حديث عن رسول الله صلي الله عليه وسلم كذب(35).

…حب الوطن إن كان لأنه وطن إسلامي فهذا تحبه لأنه إسلامي.ولا فرق بين وطنك الذي هو مسقط رأسك، أو الوطن البعيد من بلاد المسلمين؛ كلها وطن الإسلام يجب أن نحميه.

…علي كل حال يجب أن نعلم أن النية الصحيحة هي أن نقاتل من أجل الدفاع عن الإسلام في بلدنا ، أو من أجل وطننا لأنه وطن إسلامي، لا لمجرد الوطنية. ) [1]

ژباړه: (او هر چې یوازې د وطن خبره ده، دا باطل نیت دی، انسان ته هېڅ ګټه نه رسوي، او په دې که د هغه انسان چې وايي مسلمان دی، او د هغه انسان چې وايي کافر دی، هېڅ توپیر نشته، او دا هغه وخت چې د وطن جګړه ددې لپاره وي چې وطن دی.

او کوم چې ویل کېږي چې ( حب الوطن من الایمان ) او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث دی، دا درواغ دي. حدیث نه دی.

له وطن سره مینه که له دې امله وي چې اسلامي وطن دی، نو له ته دې کبله مینه ور سره کوې چې اسلامي وطن دی، ستا د هغه وطن چې پکې زېږېدلی يې او د مسلمانانو د یو لیرې وطن تر منځ هېڅ توپیر نشته، دا ټول د مسلمانانو وطن دی، لازمه ده چې و یې ساتو.

په هر صورت، باید پوه شو چې سم نیت دا دی چې په خپل هېواد کې له اسلام نه ددفاع لپاره وجنګېږو، او یا د هېواد لپاره له دې کبله چې اسلامي هېواد دی، نه یوازې ددې لپاره چې وطن دی او بس ).

که د شیخ ابن عثیمین رحمه الله پورتینو خبرو ته پام وشي، یو شی ډېر د پام وړ دي پکې، هغه دا چې د وطن، قوم او خاورې لپاره خو کفار هم جګړه کوي، خو د مسلمان او کافر توپير په دې کې دی چې مسلمان وطن، قوم او خاوره د اسلامي نظام د راتلو او قایمېدو لپاره وسیله ګرځوي، او کافر یې د خپل غیر اسلامي او کفري نظام لپاره.

که چېرې وي چې د اسلامي او الهي نظام خبره نه وي، بیا نو په رښتیا هم چې د کافر او مسلمان د جګړې تر منځ هېڅ توپیر نشته، کافر هم د خاورې، وطن او خلکو لپاره جګړه کوي، او مسلمان هم. له بده مرغه چې نن ورځ مسلمانان په هر څه کې په کفارو پسې روان دي، هر څه له هغوی نه زده کوي، خپل اسلام او قرآن پرېږدي، کفري افکار او عقاید زده کوي، تر څو د دنیا یو څو ناولې ګټې تر لاسه کړي. او حال دا چې په اسلام کې هر څه شته، د هر شي حکم او حقوق پکې بیان شوي.

[1] ـ شرح رياض الصالحين للعثيمين. 42 ص, (5)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د