fbpx

طالبان: د خوګیاڼو سقوط به د غزني د سقوط پیلامه وي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۶مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو ویلي چې د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ سقوط به د غزني ولایت د سقوط پیلامه وګرځي. دا ولسوالۍ تېره ورځ په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ولویده.

په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو مسئول مولوي محمد حنیف مصباح د طالبانو له ویب پاڼې سره مرکه کړې او ویلي یې دي چې دغه ولسوالۍ له دریوو کالو راهیسې د دوی تر محاصرې لاندې وه او له تیرو ۱۶ میاشتو راهیسې يې محاصره دومره سخته وه چې دولتي کسان به د ولسوالۍ له ودانۍ څخه نه شول راوتلی.

مولوي مصباح وايي چې اوس دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه د دوی په لاس کې ده او «دښمن» په کې هیڅ وجود نه لري.

ښاغلي مصباح زیاتوي چې د خوګیاڼو ولسوالۍ د غزني ولایت له مرکز څخه ۱۳ کیلومتره فاصله لري او د غزني د بام په نامه یادیږي، د نوموړي په باور د طالبانو لاس ته د دې ولسوالۍ لویدل به د غزني ولایت د سقوط پیلامه وي.

د طالبانو دغه مسئول د خوګیاڼو ولسوالۍ په نیولو کې د ولسي خلکو ملاتړ مهم بولي او وايي چې د ولس په زور یې له سیمې څخه د دولت ځواکونه شړلي دي.

مولوي مصباح وايي چې د ولسوالۍ له نیولو وروسته دوی هم د ولسي وګړو د هرې ستونزې د حل لپاره کوښښ کړی، د هزاره او پښتون توپیر یې نه دی کړی، د ولسي خلکو مشورو ته یې غوږ نیولی او د هغوی په نیکو مشورو یې عمل کړی.

هغه زیاتوي چې پر ولسوالۍ د جګړې په ترڅ کې د دوی لخوا ملکي خلکو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی، ځکه چې، د نوموړي په وینا، دوی له مقابل لوری سره په کلیو کې نه دي جنګیدلي بلکې په دښتو کې یې راګیر کړی او په غرو کې ورسره جنګیدلي.

خو وايي چې افغان ځواکونو وروسته له هغه شپږ ښځې او دوه کوچنۍ نجونې ووژلې چې کله یې د غزني له پي آر ټي مرکز څخه له ۷۰ – ۸۰ پورې هاوانونه راوویشتل او د عامو خلکو کورونه یې په نښه کړل.

په غزني ولایت کې د زنجان ولسوالۍ هم بشپړه د طالبانو په لاس کې ده، چې دم ګړۍ یې ولسوال، امنیه قومندان او نور پرسونل د غزني ښار ته څیرمه د روضې کلي په یوه پوسته کې د ولسوالۍ چارې پرمخ وړي. دغه راز د ناوې ولسوالۍ هم له تېرې لسیزې راهیسې د طالبانو په واک کې ده.

د طالبانو نوموړي مسئول په خلکو غږ کړی چې په نورو ځایونو کې هم د طالبانو تایید او ملاتړ ته دوام وکړي ترڅو د اسلامي نظام حاکمیت ته لار هواره شي.

غزني هغه ولایت دی چې د اربکیانو پروسې له پیل سره جوخت په کې د ملي قیام پرلپسې راپورونه ورکول کیدل.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابوعبدالله کندهاری
میلمه
ابوعبدالله کندهاری

خدای دی وکی چی دافتحی دټول افغانستان دفتحی سبب وګرځی