fbpx

هرات کې د ترافيکي له امله ۲۵ تنه ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۶مه، ۱۳۹۴ل): هرات ولايت کې د تېز رفتار له امله د سپاليو ۳۰۳ ډوله موټر چپه کېدو ۲۵ تنه ټپيان کړي دي.

د هرات ولايت وياند احسان الله حيات رسنيو ته ويلي، چې دا پېښه نن سهار درې بجې د هرات ولايت ګزره ولسوالۍ اړوند ميرداود سيمه کې رامنځته شوې ده.

ښاغلی حيات وايي، چې د سپارليو موټر له هراته د کابل پر لور روان و، چې ګزره ولسوالۍ کې د تېز رفتار له امله بې واکه او وروسته چپه شو.

راپورونه وايي، چې د موټر چپه کېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ تنه ټپيان شوي او ټول ټپيان د هرات مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ټپيانو روغتيايي حالت په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

چپه شوی بس د احمدشاه ابدالي ترانسپورټ و او د دې ترانسپورټ په اړه څو څو ځله شکايتونه شوي، چې چلوونکي يې د موټر چلولو اصول نه مراعاتوي او ډېری پېښې د چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته کيږي.
د هېواد پر لويو او وړو لارو ترافيکي پېښې او د موټرو چپه کېدل د پخوا په پرتله ډېر شوي او موټر چلوونکو له خپلې اندازې زيات رفتار، بې احتياطي، د ترافيکي نښو نه شتون او د موټر چلوونکو نشه يي عادتونه د ترافيکي پېښو لامل ګڼل کيږي.

د لويو لارو سپارليو څو څو واره شکايتونه کړي، چې موټر چلوونکي په يوازې ځان اوږده مزلونه کوي او د ستړيا له امله دوی ځان اړ ګڼي، چې نشه يي توکي وکاروي او دغه عادتونه د ترافيکي پېښو مهم لامل ګڼل کيږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د