نظــر

افغانان ویر او کندهارموسیقي ځنګوي!

kandahar-concert-and-masskillپه داسي حال کي چي تېره ورځ د امریکايي ځواکونو له لوري ،په کندهار کي شپاړلس تنه ملکي کلیوال بې ګناه ووژل سوه نن (دوشنبه) ماځیګرپه همدغه کندهار کي  له ۴ تر ۷ بجو د موسیقۍ توند کنسرټ ور کول سو.

یاد کنسرټ د رادیو تلویزیون له خوا دوالي دکوټۍ مخي ته په تاج محل سالون کي نیول سوی و، چي پکښي د کندهار ولایت وتلو سندرغاړو لکه صاحب دل، بشیر کندهاري، نعمت الله کندهاري، احمد الله کندهاري اود تیاتر ګروف  تر څنګ ځینو نور و سندر غاړو برخه اخیستې وه .

کله چي په کندهار ولایت کي اطلاعاتو،کلتور او رادیو ،تلویزیون مسؤل چار واکي وپوښتل سوه هغوی په ځواب کي دا بانه کول چي ګواکي دوی وار له مخي د موسیقۍ کنسرټ ته چمتوالی نیولی او نه یې سوای کول چي ويې ځنډوي.

 بل پلو د افغانستان ولسي جرګې نن د هغه امریکايي عسکرو، چي د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د خلکو کورونو ته ننوتل او شپاړلس تنه بې ګناه کلیوال یې ووژل، په افغانستان کي د ښکاره محاکمې غوښتنه وکړه، همدا راز ولسي جرګې نن په کندهار کي د شپاړلس ملکیانو د بې رحمانه قتل عام په وړاندي د احتجاج د څرګندولو لپاره خپل کاري پروګرامونه وځنډول، اعلان یې وکړ چي د یوې ورځي لپاره  د جرګي دروازه بنده ساتي.

په کندهار که د رادیو تلویزیون له لوري د موسيقۍ کنسرټ په داسي وخت کي نیول کیږي چي ټول افغانان د ویر پر ټغر ساندي وهي ځکه چي د یکشنبې په شپه د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد سيمه کي امریکايي عسکر درو کورونو ته ننوتل او د نهو ماشومانو او درو ښځو په شمول یې شپاړلس تنه ووژل، بیا یې وسوځول او درې نور ترې ټپي پاته سول.
دې جنايت، چي په بګرام کي د قرآنکریم د نسخو له سوځولو نژدې دوه اوونۍ وروسته وسو، په افغانستان کي د لوېدیځو ځواکونو په وړاندې د خلکو غوسه او قهر اوج ته ورساوه او طالبانو د یوې اعلامې په خپرولو سوګند وکړ چي ددې مظلومانو غچ به اخلي همدا راز امریکایانو خپلو اتباعو ته خبر داری ور کړی چي له ځان سره احتیاط وکړي.

مګر یوازي په کندهار ولایت ګي د رادیو تلویزیون چار واکي وه چي هیڅ زړه سوی يې ونه کړ او په نره يې له توندي موسیقې ډک رنګین کنسرټ په خوشالۍ سره نوشي جان کړ.

قدرت الله لټون- کندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x