نړۍ

اسراييلي جنګي الوتکو يو ځل بيا پر غزه بمبار کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۶مه، ۱۳۹۴ل): د اسراييلي ښکېلاکګرو جنګي الوتکو نن سهار وختي د غزې سويل رفح ښار کې پر ولسي ځمکو بريدونه کړي او همدا رنګه يې د حماس نظامي څانګې «القسام» پر مرکز هم بريدونه کړي، مګر څه مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.

الاناضول خبري اژانس د ځايي خلکو له قوله ليکلي، چې اسراييلي الوتکو د رفح ښار لويديځ کې پر تش ډاګ او القسام پر مرکز بريدونه کړي دي.

عربي رسنۍ وايي، چې اسراييلي الوتکو دا بريدونه په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ حماس خپل نوي توغندي و ازمويل.

حماس وايي، چې تېره ورځ دوی د بحر پر لور خپل نوي توغندي ازمولي دي.

بل پلو اسراييلي چارواکي وايي، چې د حماس له لوري پر اسراييلو توغنديز بريد شوی، مګر مرګ ژوبله نه لري.
اسراييلي رسنۍ وايي، چې د توغندي لګېدو وروسته سيمه کې امبولانسونه او د امنيتي ځواکونو موټر ليدل شوي، مګر د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

اسراييلي چارواکي پر حماس جهادي غورځنګ تور لګوي، چې پر اسراييلو د بريدونو پلان لري.

حماس تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x