
غور: دوو قومندانانو او د هغوی ۲۷۰ ملګرو خپلې دندې پرېښودې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۶مه، ۱۳۹۴ل): د غور ولایت په دولینه او شهرک ولسوالیو کې دوه قومندانان له خپلو دندو زړه توري او له خپلو ۲۷۰ مسلحو ملګرو سره يو ځای طالبانو ته تسليم شوي دي.
د غور د دولینه د اربکيانو قومندان نصرالله غارک له خپلو ۲۵۰ ملګرو او په شهرک کې د پولیسو قومندان صدیق له خبلو ۲۰ تنو مسلحو ملګرو سره وسلې پر ځمکه ايښې او په سیمه کې مېشتو طالبانو ته يې د ملګرتيا ژمنې ورکړې دي.
طالبان وايي چې قومندان نصر الله غارک او قومندان صدیق د حقايقو په درک خپلو دولتي وظیفو ته د پای ټکی کېښود او د دوی ملګري شول.
هغوی د دوی د ورتګ په اړه خوښي ښوودلې او د قومندان نصرالله غارک تر لاس لاندې سیمې په تر لاسه کولو سره يې د مهمو لارو د لاسته راوړلو په اړه څرګندونې کړې دي.
طالبان وايي چې د قومندان غارک تر لاس لاندې څلور زره کورنۍ در لودونکې پراخې سیمې د دوی پر مخ دوه مهمې لارې تړلې وي، چې دم ګړۍ دغه لارې «چې یوه یې دشینکوټ او تیوره ولسوالیو لاري له مرکز سره نښلوي او بله چې دشینکوټ ، تیوره او دولینه ولسوالیو لاري له مرکز سره نښلوي » او یاده ټوله سیمه د دوی تر لاس لاندې ده.
د غور ولایتي مسوولینو د قومندان نصر الله غارک او قومندان صدیق د تسلیمۍ د رد په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم د کندوز په چاردره ولسوالي کې ۲۶ تنو د ملي اردو عسکرو او ۴۵ پولیسو د یوې لويې غونډې په ترڅ کې له حکومت سره پرېکون اعلان کړ او ځانونه يې د طالبانو ملګري وبلل.
ياده دې وي د طالبانو په تشکيلاتو کې د بلنیز کمیسیون دغه هڅې چې د دولت په لیکو کې ننوتي ځوانان په خبرو پوهوي د ولس له خوا له تود هرکلي سره مخ شوې او پرلپسې يې غوښتي چې طالبان د جګړې تر څنک باید ډېر تمرکز د دې پوهاوي په برخه کې وکړي.
د افغان عسکرو د تسلیمۍ دغه راپورونه په داسې حال کې ورکول کېږي، چې د طالبانو د عزم عملياتو په وړاندې بهرنیانو خپل روزل شوی افغان عسکر په ډېرو برخو کې يوازې پرې اېښي چې د دوی په خبره دولتي عسکر اوس دا توان لري چې له طالبانو سره د دوی له پوځي ملاتړ پرته وجنګېږي.