افغانستان

تخار: د اشکمش ولسوالۍ څارنوال ووژل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۶مه، ۱۳۹۴ل): د تخار ولايت اشمکش ولسوالۍ څارنوال ووژل شو.

د تخار ولايت وياند خليل الله اسير رسنيو سره په خپلو خبرو کې د پېښې پخلی کړی او وايي، چې د اشکمش ولسوالۍ څارنوال سيد محمد نن سهار له کوره د خپلې دندې پر لور روان و، چې لاره کې د نا څرګندو وسله والو له لوري ووژل شو.

ښاغلی اسير زياتوي، چې په دغه بريد کې سيد محمد او د هغه زوی ځای پر ځای ووژل شول.

د چارواکو په وينا بريدګر په تېښته بريالي شوي او تر اوسه هېڅ ډلې د پېښې مسؤوليت نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x