د جنبش ګوند ځايی اربکيان

د شمال ولسي خلک د چا په مقابل کې مسلح کیږي؟!

نن ټکی اسیا – سرمقاله: په شمال کې د وروستیو نا امنیو او خونړیو جګړو په تعقیب ګډ حکومت تصمیم لري چې د دې سیمې د ولسي خلګو د مسلح کولو له لارې هلته موجودې نا امنۍ له منځه یوسي.

ګډ حکومت په داسې حال کې پر دې اقدام لاس پوري کوي چې په شمال کې میشت پوځي قطعات، ملي پولیس او د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې نوي ایجاد شوي اربکي تشکیلات ټول د خارجي ځواکونو د مستقیمې هوايي حمايي ترڅنګ د دغو نا امنیو او جګړو په مخنیوي کې ناکام شوي.

د چارو شنونکي په دې باور دي چې په شمال او د هیواد په هره برخه کې د غیر مسؤلو افرادو مسلح کول نه یواځې داچې دشته نا امنیو او جګړو مخنیوی نشي کولای بلکې د لا نورو نا امنیو لامل ګرځي.

ځکه له یوې خوا په هیواد کې د یوه منظم او ځواکمن حکومت نشتوالی او له بلې خوا په ولسي خلګو کې د فقر او بیکاري ستونزې همدا مسلح شوي غیر مسؤل کسان دیته هڅوي چې د وسلي په زور دولتي او عامه شتمنۍ غصب او په لویو لارو کې په غلا او شوکو لاس پوري کړي.

د افغان ولس اوس هم د روسانو په لاس په شمال کې د ګلم جم ملیشو د مسلح کولو او د هغوی په لاس د ولسي خلګو ځورولو ترخي خاطرې له یاده نه دې وتلې.

د امریکايي اشغال تر سیوري لاندې په ټول هیواد په تیره شمالي ولایاتو کې قومي، لساني او منطقوي تبعیضونو ته ډیره لمن وهل شوې، چې په دغه وضعیت کې د غیر مسؤلو افرادو مسلح کول په لوی لاس په یادو ولایتونو کې د میشتو خلګو ترمنځ قومي ، لساني او منطقوي شخړو او جګړو ته لاره هوارول دي؛ ځکه هغه نا أمنۍ چې د ملي دفاع وزارت ، کورنیو چارو وزارت ، ملي امنیت او نور مجهز ارګانونه یې د شاوخوا ۳۵۰۰۰۰ روزل شويو پوځیانو په موجودیت کې مخنیوي نشي کولای محدود ولسي نامنظم تشکیلات به یې څرنګه په له منځه وړلو کې بریالي شي.

شمالي ولایتونه د پریمانه طبیعي زیرمو (نفت ـ ګاز) د شتون او استراتیژیک جغرافیايي موقعیت له وجې د هر اجنبي یرغلګر د توجه وړ وي، پخوانیو شورویانو هم دخپل یرغل په مهال د دغو ولایتونو د تجزیې هڅې وکړې او اوسني امریکايي یرغلګر هم د ویشلو طرحې جوړ وي.

په ۱۳۹۰ ه ش کال کې د خارجي یرغلګرو په لمسون په افغانستان کې د فدرالي نظام د پلي کیدو غوښتنې هم له شمالي ولایتونو راولاړې شوې او له تیرو ۱۴ کلونو راهیسې شمال زون د یوه واکمن په واکمنۍ کې پاتي کیدل ټول د دغو اجنبي سازشي پلانونو برخه ده.

د هیواد په روانو بحراني حالاتو کې په شمال او بل هرځای کې د ولسي پاڅونو نو په نوم اغتشاش جوړول ،د وسلو ویشل او دجنګي ډلو ایجادول اصلا په هیواد کې د کورنۍ جګړې پیلولو لپاره د دښمن یوه سازشي دسیسه ده ، باید د شمال او د هیواد د هرې سیمي اوسمت اوسیدونکي دغې خطر ناکې دسیسې ته متوجه او اجازه ور نکړي چې دسیسه ګر دښمن د افغان ولس ملي وحدت په دا ډول سازشي پلانونو باندې خدشه دار کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د دی بیغیرته غلامی اداری مثال هماغه د قران عظیم الشان د مثال سره ورته والی لری چه په یو طوفانی شپه او تاریک شړ ځنګل کی څوک ځانله روان وی لیار یی ورکه کړی ، دمرګ هر اړخیزی ویری ورته مخامخ وی ، کله چه بریښنا وشی د ژوند څه هیلی ورته پیدا شی ، خوځښت وکړی ، چه پریښنا لیری شی پریښنا یی د سترکو دید لا وړی وی هغه پخوانی تاریکی ورته څو ځلی تر دی زیاته شی چه ښی او چپ لاس تری خطا شی ، ګمراه او لیار ورکی شی شرق او غرب نه پیژنی… نور لوستل »

Sami
میلمه
Sami

بی ګودره چه ګډیژی ب…………….. دی
لکه مچ په هر ځای کی لویژی ب………دی

په رنځ حسادت باندی رنځور دی
د زمان ستر جاهل دا ب ……………دی

د غله په ږیره خلی

sahar
میلمه
sahar

استاد بيانزي تاته پهاحترام سره
اوس ولي اسلامي ډلي دومره متفرق او پاشان شکل لري
په خپلو منځو کي د چاړه او غوښي په شان دي
مسلمان ځوانان بايد څه وکړي
زمونږ مشران ولي زمونږ ويني دومره ژر او په اسانه خرڅوي
زه په دي عقيده يم که دغه متفرق جهادي نظريي په يو چوکات کي راټولي شي ايا سيکولران به بيا پاتي شي
زمونږ مشران ولي خود خواه دي .
اخر ولي .
اريانا کي څه کمبود زمرو مشته
خو ايوبي صلاح الدين ته ضرورت ده