اوس په کې څه وایاست !!
په کوړم کې اسامه بن لادن پټ وو ، نو ځکه په لوټو بدل شو ، په دهراووت کې په الوتکو ډزې شوې وې ، نو ځکه ناوې له همځولو سره دواده په جامو کې په وینو غرقه خاورو ته لاړه ، په عزیزاباد کې امریکایي استخباراتو ته غلط معلومات رسیدلي وو ، ځکه سلامت کلي په ( کارپټ بمبار) کې لوګ شول ، په بالابلوک کې طالبانو برید کړی وو ، ځکه دونیم سوه کلیوال په سپینو فاسفورسو ووژل شول او په چاردره کې د سلګونو ملکیانو په منځ څارګرو طیارو یو مسلح سړی لیدلی وو، نو ځکه پرې جرمني قومندان دبمبار امر ورکړ ، خو. . .
خو په پنجوايي کې څه وو(؟؟؟؟)
په فارسي کې وایي ( ملخک یک بار جستي ، دوبار جستي ، آخر بدستي ) په پردیو راغلیو ناښاغلیو کې نه غږیږم بلکې د خپلو یوشمیر ښاغليو توجه غواړم چې یه ښاغلیو!!
لوړ( علل او معلولات ) ستاسو دتېر لس کلن منطق تسلسل دی ، چې له عزیزاباده نیولې ترغازي اباده مو په کې هرې غمیزې او فاجعې ته پرتوګ سکښتی او منطق تراشلی دی ، مګر اوس چې خبره ( زنګ اباد ) ته رارسیدلې لطفا یوڅه په کې ووایئ ، چې دلته ولې ؟ څنګه ؟ او په کوم جرم ؟؟
ګورئ ښاغلیو ( دپراشوټ شوې دیموکراسۍ لیکوالانو ، خبریالانو ، صاحبنظرانو ، شاعرانو او نورو!!! ) که په ټټر کې زړه او تریخی لرئ ، نور مو باید دیرغلګرو لس کلن ناتار عاطفه اوغیرت ښورولی وي ، دادی دوحشي غربیانو دجنایاتو لړۍ هغې کچې ته ورسیده ، چې نور ورته ستاسو لمده ژبه هم توجیه نه شي تراشلی .
وحشي یرغلګر په نیمه شپه راووتل ، او په بې وسلې ماشومو افغانانو یې ججوري تش کړل ، او بیا یې جسدونه په اورونو وسوزول ، نه پوهیږم تردې به قصدي جنایت او افغان دښمني
بل څه ډول وي ؟؟
اوباما وایي ، عسکر لیونی وو (!)
دې ته وایي دبې منطقو منطق !!
پوښتنه داده چې تاسو ته ولې نه ده لیونی چې زموږ دماشومانو او تورو سرو لپاره لیونی دی ، که لیونی وای په کار خوداوو چې څو تنه خپل دقرارګاه ملګري عسکر یې له تیغه تیر کړي ، او سادیسته تنده یې پرې ماته کړې وای !!
زموږ په باور نور دافغان مسلمان لپاره تردې قضاوت پرته بله هیڅ انتخاب او پریکړه په مخ کې نشته ، چې باور وکړي ( امریکایي یرغلګر زموږ ستراتیژیک دوستان نه بلکې ددین ، ناموس ، عزت اوژوند ترټولو بي رحمه غلیمان دي )
ملاسمیع الله