د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبيل

حنیف اتمر، رحمت الله نبیل د هغه پر شخصيت وژنې تورن کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۶مه، ۱۳۹۴ل): د ملي امنيت شورا مشر حنیف اتمر له آی ایس آی سره د ملي امنیت د توافقنامې د لاسلیک په ناندريو کې رحمت الله نبیل د هغه پر شخصيت وژنې تورن کړ.

تېره یکشنبه ولسي جرګې د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل د پردې شاته غونډې ته ورغوښتی و او د دې توافقنامې په اړه يې ورسره بحث کړی و، دې غونډې ته د ملي امنیت شورا مشر حنیف اتمر هم ورغوښتل شوی و، چې د بهرني سفر په پلمه ورته حاضر نه شو.

 له دې ناستې وروسته تېره ورځ د ملي امنیت شورا پخپله خبرپاڼه کې وویل چې ځينو کسانو ولسي جرګې او افغان ولس ته د دې توافقنامې په اړه ناسم معلومات ورکړي.

حنیف اتمر د نبیل او ولسي جرګې د غړو تر منځ ناستې ته په اشارې په افسوس سره ویلي چې ځينې کسان د هېواد د لوړو ګټو د خونديتو په پلمه د هغه «شخصيت وژنه» کوي او په خبره يې د داسې کسانو د دې هڅو په اړه « زه تاسف کوم.»

د دې خبرپاڼې له مخې افغانستان اوس په حساسو شرایطو کې دی، چې باید له داسې څرګندونو ډډه وشي.

د حنیف اتمر او رحمت الله نبیل وروسته له هغه ناندریو لا هم دوام وکړ، چې دواړو د همدې تړون پر سر یو بل وډبول.

رحمت الله نبیل ځکه پر حنیف اتمر د سوک او لغتې وراونه کړي و، چې په خبره يې دوی ته يې د توافقنامې یو متن ورښکاره کړی و، خو د لاسلیک په مهال ورته اتمر یو بل متن چې پوره مخالف و، ورته کېښود.

حنیف اتمر په دې خبرپاڼه کې د دې تړون په اړه خپله هر ډول مداخله رد کړې ده او ویلي يې دي چې دا د افغانستان د ملي امنیت د ادارې او د پاکستان د څارګرې ادارې تر منځ خپل کار دی، چې دی پکې دخیل نه دی او په خبره يې نه پر متن خبر دی او نه هم د دې پروسې د همغږۍ مسوولیت د ده پر غاړه و.

حنیف اتمر وروسته له هغه په دې تړون کې له مداخلې انکار کوي، چې د دې تړون د لاسليک په غبرګون، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي امنيت پخواني رییس امر الله صالح، ولسي جرګې، مشرانو جرګې او په خواله رسنیو کې عامو افغانانو توندې څرګندونې وکړي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه تړون به له پنځو مرحلو وروسته د خلکو، ولسي جرګې، جهادي مشرانو او سیاسیونو په خوښه بېرته لاسليک کېږي.

د شنونکو په باور شونې ده، چې د پاکستان له څارګرې ادارې سره لاسلیک شوی سند ډېر وړاندې د دواوړو لوریو له خوا تاييد شوی وي، خو ولسي جرګې او سیاسونو ته به یو بل متن ښکاره کړل شي.

د ګډ حکومت په اړه ورته نظرونه له هغې بې باوري رازېږېدلي چې پخپله تېره ورځ پرې د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم اعتراف وکړ، نوموړي وویل چې خلک ټول پر دې باور دي چې د نوموړي پنځه کاله به بشپړ بې پایلې تېر شي.

ياده دې وي له آی ایس آی سره د دې تړون په اساس به د پاکستان څارګره ادره، د ملي امنیت کارکوونکو ته روزنه ورکوي او هم به په افغانستان کې خپل ځانګړي دفترونه لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د