روزګان چارواکي: ۳۷ کسیزه امنيتي پوسته تسلیم شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۶مه، ۱۳۹۴ل): د روزګان سیمه ییز مسوولین وايي چې د دې ولایت په خاص روزګان ولسوالي کې د روانې جګړې په اوږدو کې د ملي اردو یوه ۳۷ کسیزه امنيتي پوسته بشپړه طالبانو ته تسلیم شوې ده.

د خاص روزګان ولسوال عبدالکريم کريمي وايي چې په دې ولسوالي کې نیمې میاشتې پرلپسې جګړې د دوی د عسکرو مورال ضعيف کړی او په خبره يې څوارلسو ورځو کې ورسره د ولایت له مرکزه هيڅ مرسته نه ده شوې.

 د خاص روزګان د امنيتي مسوولینو په وينا د سنګر سیمې پوسته چې د ولسوالي دفاعي پوسته بلل کېده ۳۷ تنه عسکر يې ټول له طالبانو سره یوځای شوي دي.

دوی وايي چې پر دې نه دي خبر، چې دې پوستې وړاندې له طالبانو سره لاره درلوده او که يې د څوارلس ورځنۍ جګړې تاب را نه ووړ او وسلې يې پر ځمکه کېښودې.

په مشرانو جرګه کې د ارزګان استازی محمد حنیف حنیفي هم د طالبانو لاس ته د دغو عسکرو لویدل مني او وايي چې دغه عسکر وروسته له هغه طالبانو ته تسلیم شول چې اعاشه او مرمۍ يې ختمې شوې او له څلورو ورځو راهیسې يې نه د ډوډۍ څکه کړې وه او نه یې اوبه څښلې وې.

نوموړی زیاتوي چې په ځلونو یې د کورنیو چارو وزارت ته د عسکرو د خراب وضعیت په اړه خبر ورکړی وه، خو هغه د عسکرو ژوند ته هیڅ پام ونه کړ. هغه وايي چې د پوستې قومندان «فضل ربي» تر ځان کرنیټ لاندې کړ او ځانمرګې چاودنه یې وکړه، چې په وینا یې، نه یې غوښتل دښمن ته ژوندی په لاس ورشي.

ښاغلی حنیفي زیاتوي چې پر تسلیم شوو عسکرو سربیره له ۲۰ – ۲۵ پورې نور کسان له طالبانو څخه په تیښته بریالي شوي، او تر ولسوالۍ یې سرونه حیات رسولي.

د خاص روزګان ولسوال وايي چې تېره ټوله ورځ د شالۍ ناوې په سیمه کې په امنیتي پوستو بريدونه روان و، چې په خبره يې ۱۳ عسکر پکې وژل شوي دي.

کريمي وايي چې د دې پوستو په جګړه کې ۱۵ طالبان هم وژل شوي دي، خو وسله وال طالبان بیا شالي ناوې په سیمه کې د خپل یو تن ملګري وژل کېدل مني او وايي چې په دې سیمه کې مېشتې ۶ پوستې يې بشپړې نیولې او درې موټر سایکل او ګڼ مهمات يې هم ګوتو ته وراغلي.

طالبانو پر دې سربېره د روزګان په دهراود کې هم د شپږو پوستو د نیولو خبر ورکړی دی، خو د خاص روزګان د سنګر سیمې د تسلیم شویو عسکرو په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

په تېرو نږدې دریو ورځو کې د کندوز په چاردره، د غور په شهرک او دولینه او د روزګان په بېلابېلو سیمو کې د لسګونو افغان عسکرو د تسلیمي او د چارواکو له لوري يې تاييد د ګڼو نورو عسکرو مورال هم ضعیف کړی دی.

د پوځي شنونکو په باور دغه ډول راپورونه دا ثابتوي چې افغان عسکر پخپل حکومت بشپړ بې باوره دي او نه غواړي د داسې یوې ادارې د اهدافو لپاره خپل ځانونه قربان کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د