نظــر

په کندهار قيامت او د نړيوالو منافقت

AFG afghan dead children 1 71نن يوځل بيا د افغان په کور د وير او ماتم وريځي غوړيدلي

نن بيا د لوي کندهار ملاله د خپل پت دساتلو په جرم په توره شپه په خپلو وينو لمبيږي

اونن بيا د ميرويس خان او احمدشاه بابا واړه بچوړي دخپلو ميندو او پلورنو په مينځ کښي سوي سکور پراته دي

که انځوريزي رسنۍ نه واي نو هيچا په نه منله چي دومره بوګنوونکي او ويرجنه پيښه دي شوي وي او بيا دداسي چا لخوا چي ځان د بشرله حقونو مدافع بولي او تل يي خپل جنايتونه دځينومزدورو رسنيوپه مټ پټ ساتلي.

نن يوځل بيا امريکايي ځناور له خپلو پنجرو وتلي او د مظلومو او بي دفاع افغانانو په وينو يي ځانونه ماړه کړل

يواځي د پنجوايي خلک نه بلکي له يوه مليارده زيات مسلمانان يي ودردول او دا يي وښوده چي په دي لويه دنيا کښي د مسلمان ماشوم او مسلماني ښځي او بوډا د اوسيدو حق نشته .
دايواځي د نن کيسه نه ده بلکي دا د لس کلن کرغيړن داستان يوه کړۍ ده چي دنياوال تري لکه د تلويزوني (اکشن) فلمونو يا سريالونو خوند اخلي او خپل ناکراره ذهنونه پري اراموي
د هغو په اند مونږ په دريمه نړۍ کي ژوند کوو او ګواکي بيخي له خپل سرنوشت نه ناخبره يو او لنډه داچي مونږ بس د همدوي لپاره پيدا يو.

که دي ته ځيرشو چي تيره اونۍ همدي وحشيانو په باګرام کي دالله سپيڅلۍ قران او نور اسلامي کتابونه په اوروسوزول او د ترنن پوري په هيواد او ټوله دنياکي خلک قهريدلي او مظاهري کوي دامريکا او نورو کفارو سره د کرکي کچه يوپه دوه زياته شوي او خلک نور له دوي ترپوزي رسيدلي نو ولي بيا داسي ناوړه او غيرانساني عمل تکراريږي؟

نوبايد پوه شو چي دا کړني قصدي دي او هدف يي دادۍ چي امريکايان وښايي چي ستاسو سره دشمني يواځي اويواځي ستاسو داسلام او وطن پالني سره دښمني ده
او ترڅو چي له دي نه تيرنه شۍ همداسي به مو ماشوم،ښځه ، زوړاو ځوان له تيغه تيروواو مقدسات به تربښولاندي کوو.

نوربايد پدي وپوهيږو چي دا مکاران زمونږ د امنيت او هوسا ژوند لپاره خپل عسکر  نه وژني اونه خپل اقتصاد له مونږ نه قربانوي بلکي غواړي د يوه عسکر په مقابل کي مو په زرګونو ووژني او د يوه ډالر په مقابل کي په مليونو بيرته ترلاسه کړي

داچي نن په پنجوايي کي بسته کورنۍ د صليبيانو په ناولو لاسو په ډيره بي رحمانه توګه وژل کيږي ددوي وينه (خون) په حقيقت کي د هغو بي ضميره افغانانو په غاړه ده چي په يوه پلمه اوبله پلمه يي امريکايان دلته راوستل او اوس ورته د اوږدمهاله پايښت تضمينونه ورکوي

نن به هغه څوک چي د امريکانو په راوستلو کي يي ورسره همکاري کړي خپل ضمير ته څه جواب وايي؟

نن هاغه تش په نامه نړيوالي بشري ټولني ، د ښځو نه ددفاع تنظيمونه د ملګروملتونو اداره اودماشومانود
ساتني ډله (save the children) چيرته ويده دي چي په همدي نومونو يي کلونه کلونه تجارت روان کړۍ؟؟

نن ولي دنړۍ مقتدر هيوادونه په امريکا فشارنه راوړي چي مونږ ارام ژوند ته پريږدي اودي ځايه ورک شي؟

نن هغه تش په نوم اسلامي هيوادونه چيري دي چي د محمدبن قاسم ياد تازه کړي اودمسلمانانومرسته وکړي؟؟

که چيري په کافرو سخته راشي نو ضرور يي ملا تړي او مرسته ورسره کوي خو نن يي چي خپل ورونه په افغانستان او فلسطين کي قتليږي  دوي هيڅ غوږ پري نه خوځوي !!!!!

نن په مونږ ټولو د امتحان ورځ ده نوربايد دا ويده احساس راويښ کړو او د ژبني،قومي او سمتي تعصب پرته ټول په شريکه د کفاروپه مخ کي دبنيان مرصوص په شکل ورديږو او نور دا د بدبختيو او ناخوالو تغر ټول کړو.

د وحشي امريکايانو د ذلت په هيله

صداقت بابکرخيل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x