د مصري محاکمې پر ضد مطبوعاتي کنفرانس

ټاکل شوې، چې د افغانستان د ځوانانو علمي او اسلامي ټولنه د مصري محکمې ظالمانه پریکړي غندنه او د اخوان المسلمین د مشرانو او غړو د دفاع په اړه د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د هېواد جهادي شخصیتونو، ملي شورا غړو ځوانانو او مشرانو په ګډون خپل دریځ اعلان کړي.

 وخت:د پنجشنبې ورځ، د جوزا (۷) نېټه، له غرمې وروسته، یوه نیمه بجه (۱:۳۰)
ځای: باختر هوټل، پنځمه ناحیه، خوشحال خان مېنه، د حضرت صاحب مسجد ته څېرمه، کابل – افغانستان

له تاسې ټولو خیریالانو څخه په درنښت هیله کېږي، چې د پروګرام د خبري پوښښ په موخه په ټاکل شوي وخت یاد ځای ته تشریف راوړئ.

درنښت

د افغانستان د ځوانانو علمي او اسلامي ټولنه

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د