tora shpa

لا تر څو به

اسدالله رزين
لا تر څو به دا دغم تیارې خپرې وي
لا تر څو به دا تیاره دوران دلی وي
لا تر څو به راسره دویرشیبې وي
لا تر څو به دا دمه پریږده پیرې وي
لا تر څو به اندیښنې زموږمیلمنې وي

لا تر څو به دا په څه ګناه بیګاروي
لا تر څو به دا ذلیل کونج ته ایساروي
لا تر څو به شاقه سوی ترسهاروي
لاترڅوبه له دردونو ناقراروي
لا تر څو به يي ژوندون دمرګ شیلې وي

 لا تر څو به وي په کوم حکم رټلی
لا تر څو به وي دژوند حق نه شړلی
لا تر څو به وي سلابلا ښکنځلی
لا تر څو به پټ پټ ګرزي غلی غلی
لا تر څو به د چا دارنګ فیصلې وې

 لا تر څو به د وحشت خوله کې کړیږي
لا تر څو به یتیم هره روځ ژړیږي
لا تر څو به د ظالم دورچلیږي
لا تر څو به انسانیت ته مرګ ګواښیږي
لا تر څو به په(رزین)دغم پیرې وي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د