علومي: هره ورځ سلګونه بريدونه کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۶مه، ۱۳۹۴ل): د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د طالبانو د بريدونو په اړه وویل چې وسله وال مخالفين هره ورځ سلګونه بريدونه ترسره کوي.

نوموړي پورته څرګندونې نن په کابل کې د امینيتي ځواکونو اړوند په یوه خبري ناسته کې وکړي.

علومي وويل چې دوی ته هره ورځ د سلګونو حملو راپورونه ورکول کېږي، چې د ځینو يې د دوی ځواکونه مخه نيسي.

هغه ومنله چې په دې وروستيو کې د طالبانو بريدونه خورا زیات شوي، خو په خبره يې افغان امنيتي ځواکونه توانيدلي چې ګڼې حملې شنډې کړي.

هغه د نمونې په توګه د کومې حملې يادونه ونه کړه، خو اعتراف يې وکړ چې طالبان په پلازمېنه کابل کې هم د حملو وس لري.

علومي په داسې حال کې د طالبانو د حملو په اړه اندېښنه وښوده، چې تېره شپه هم څلورو تنو سرتېرو بريدګرو د کابل په خورا خوندي سیمه کې د بهرنیانو یو مېلمستون په نښه او په ساعتونو جګړه کې يې درنه مرګ ـ ژوبله واړوله.

دا چې ولې پلازمېنه هم د طالبانو له بريدونو خوندي نه ده، نورالحق علومي وايي چې امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې د طالبانو د بريدونو مخه ونیسي، خو په خبره يې په ګڼو حملو کې يو څو يې داسې دي چې د دوی له شنډېدو وژغورل شي.

نورالحق علومي په داسې حال کې افغان عسکر د ډاډ وړ وبلل، چې يوازې نن د کندوز په چاردره، د روزګان په خاص روزګان ولسوالي او د غور په دولینه او شهرک ولسوالیو کې د لسګونو عسکرو او قومندانانو د تسلیمي خبرونه ورکړل شوي دي، چې دولتي سرچينو يې پخلی کړی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

زه د کومې ډلې ټپلې پلوي نه کوم خو دا په زغرده وایم چې هرکله نا انډولتوب، بې عدالتي، ظلم او تیری او د خلکو د ناموس او سر و مال خوندیتوب نه وي، نو داسې چارې حتمي دي. که دې بې کفایته حکومت د کرزي له لومړۍ دورې تر دا اوسه پورې ټول شته او قوت د پنجشیریو یا هزاره وو په واک کې نه وای ورکړي نو دا چارې به نه وې را پیښې. اوس هم لا وخت دی چې حکومت پخپله پالیسي غور وکړي او طالبان په واک کې شریک کړي او که نه نو همدا زوړ… نور لوستل »