نظــر

د ولس وژنه ، د دولت چپ والئ

night raidيو ځل بيا دامريکايي ځناورو وحشي پوځيانو  په لاسونو دکندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ دزنګ آباد د سيمي ١٦ تنه په شهادت ورسېدل  او پنځه تنه نور زخميان سول دا لمړى ځل نه دئ چي امريکايي وحشي فوځيان داسي کړني تر سره کوئ، بلکي ډېري داسي ناوړه پېښي د دوئ له خوا رامنځ ته سوي او په سلګونو زموږ هيواد وال يې په شهادت رسولي او په سلګونو کورنى يې د غم پر ټغر کښېنولي دي، بيايې فوځي جنرالانو د خپلو وحشي فوځيانو لپاره د بېلا بيلو لارو چارو څخه په ګټه اخستنه د هغوئ د خلاصون لاري چلاري لټولي

او و هغوئ ته يې برائت ورکړئ او هغه يې بې ګناه ثابت کړي او يا يې هم بخښنه غوښتې ده . لکه د تيري ورځي پېښه چي د د پنجوايي په ولسوالۍ کي چي رامنځ ته سوه ، په دې پېښه کي يو ځل بيا دوئ ويلي دې چي نوموړې پېښه د يوه سرتيري له خوا رامنځ ته سوې ،  دوئ دغه امريکايي وحشتګر ددغي وحشيانه فاجعې ترسره کوونکى په ذهني رنځ اخته  بولي او غواړي هغوئ ته په دې وسيله دجنايت دترسره کولو وسيله  په لاس ورکړي.
لمړئ خو دا د يو سالم عقل د څښتن لپاره  د منلو وړ نه ده او نه هم بايد و منل سي ،  چي يو کس دي د خپلي چوڼي څخه په يوازي سره راووزي ، په سونو ميتره دي ولاړ سي په يوه کلي کي دي څو بېګناه کسان ووژني او بيا د هغه ځاى څخه و بل ځاى ته ولاړ سي او هلته دي هم دې ته ورته جنايت تر سره کړي ، ځکه يو خو شرايط داسي نه دي او بل فکر کوم د امريکا د فوځي چوڼيو قوانين به هم داسي نه وي ، چي يو سرتېري دئ په يوازي توګه د خپل مشر د اجازې پرته راووزي ، څلور او پنځه کيلو متره لېري دي ليري ولاړ سي ، ګزمه دي و کړي او يا دي پر خپل سره د کورونو پلټنه وکړي.  .
 دوئ دغه امريکايي وحشتګر ددغي وحشيانه فاجعې ترسره کوونکى په ذهني او نفسياتي رنځ اخته  بولي، نو   پوښتنه دا ده چي ايا ليونيان او عصبي ناروغانو ته په پوځ کي ځاى ورکول کېږي هغه هم په داسي فوځ کي لکه د امريکا فوځ ، که ورکول کېږي نو بيا خو دا يوازي بايد په افغانستان کي ورنه کول سي ، بلکي په امريکا او نورو ممالکوته هم ورکول سي ، توڅو هلته هم د داسي جرمونو مرتکب سي او که هلته ځاى نه ورکول کېږي نو بيا يې و افغانستان ته د څه لپاره رالېږي، د دې لپاره چي بېګناه انسانان و وژني ؟  که په فوځ کي ليونيانو او عصبيانو ته ځاى نه ورکول کېږي ، نو دغه جنايتکارانه پيښي عاملين واقعا هم ليونيان او په ذهنی مرض مبتلاوي نو دا له پوځي پلوه بل اخلاقي جنايت دی، چي امريکايي يرغلګر په افغانستان کې ليونيانو او عصبي ناروغانوته وژونکې وسلې په لاس ورکوي ترڅو پر بېوزلو افغانانو يې  داستعمالولو څخه دريغه ونه کړي.
دې ځواکونوپه ډيروځايونوکې بېګناه افغانان وژلي، چي په پلوکروندوکي اوبه لګوي، شپانه ، چي خپلې رمې په غرونو کي بيايي هغه ماشومان چي د غرونو څخه خس او خاشاک راوړي اوډير نور ووژلي  او زخميان کړي ، چي،هېڅ يې هم نه وي کړي ، چي شمېره يې زرګونوته رسيږي.
دولت هر ځل د پلټونو وعدې کوي ، کمېسونونه جوړوي ، پلاوي ټاکي او بيا بيا د پېښي ځاى ته سفر کوي ،  خو پايلي يې هيڅ او خوله پر پټه سي ،  داځل هم  د سهيل د امنيتي چارو مسول اسدالله خالد نن د کندهار د پنجوايې ولسوالۍ د زنګي آباد کلي په نجيبانو او الکوزيو سيمو کې د بېګناه ښځو او ماشومانو د وژلو د پلټني وعده وکړه، ((وويل چې دا پېښه تر اوسه په دقيق ډول نه د څيړل سوي ولي وايې چې ددوى له لوري د تېري شپي په رامنځته سوي پېښه باندي جدي پلټني رواني دي)) .
نو د دولت د اړونده چارواکو په خاصه توګه د ريس جمهور څخه مو غوښتنه دا ده چي د دې پېښي پلټنه وکړي او و عاملينو ته يې سخته سزا ورکړي .

ليکوال:محمد نبي سلطاني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x