افغانستان

په پنجوایي کې دامریکایانودوحشت په اړه دطالبانو توضیحي غبرګون

دامریکايي ځناورو په لاس دزنګاوات دوحشیانه جنایت په اړه داسلامي امارت توضیحي غبرګون .

دتیرې یکشنبې په شپه چې امریکايي یرغلګرو د پنجوايي دزنګاوات په سیمه کې کوم وحشیانه جنایت ترسره کړ په  نړۍ کې دسالم ضمیر لرونکو انسانانو لخوا دیوه فاشیستي عمل  په حیث   له سخت  تقبیح  سره مخ  ،اووحشي عاملین یې له انساني مقرراتو سرغړوونکي او په بشري حقونو تیري کوونکي وبلل.

خو وحشي امریکایانو موقف بیا دنوموړي جنایت په اړه  دټولي نړۍ له موقف او قضاوت سره توپیر درلود ،هغوئ داځل هم خپله عمدي وحشیانه کړنه تصادفي پیښه وبلله او دترسره کولو نسبت يي هم یواځې یوه عصبي ناروغه پوځي ته وکړ.

 

اسلامي امارت چې دپیښې په لومړیو شیبوکې یې هم ددغه جنایت په اړه خپل دریځ دیوې رسمي اعلاميي په ترڅ کې اعلان کړ ی اوس یوځلې بیا دهغې په اړه د امریکایانو دناموجهو پلمو او تعبیرونو په اړه  دلاندې توضیحاتو اعلامول اړین بولي :

۱ـ  یرغلګر امریکایان ددغه ښکاره جنایت  له قانوني  مؤاخذې څخه  دځان ژغورنې  په غرض  دجنایت  عامل  یو لیوني فرد معرفي کوي  او دهغه عمل  هم شخصي تصرف  او غیرعمدي  عمل بولي ، خو دپیښې دعیني شاهدانو دشاهدي  اودپیښې  په محل کې دترسره شوي جنایت له  حجم څخه  په څرګنده  ثابتیږي  چې  داکار  دیوه لیوني فرد تصادفي عمل نه بلکې  دیوه مکمل عسکري ډلګي  لخوادمنظم  پلان له مخې ترتیب شوی عمدي عمل  دی  چې  په ترسره کولو کې  زیات شمیر امریکايي پو ځیانودهوایې ځواک په شمول دټولو پوځي  لوازمو په ملتیاګډون درلود ،لهذا  بایدهغوئ   ټول دجنګي مجرمینو په حیث  دنړیوالو حقوقي او عدلي مراجعولخوا ترقانوني مواخذې لاندې ونیول شي  اوبیادبالمثل  قصاص لپاره  دشهیدانو داصلي وارثینو ته دقانوني مجازات په غرض   وسپارل شي.

۲ـ یرغلګر امریکایان  ددغه جنایت  قربانیان یواځې ۱۶ تنه  شهیدان یادوي ،خو دمحل دعیني شاهدانو  اودشهید شویو وګړیو دجنازو دښکاره  ارقامو له مخې دهغوئ تعداد  تردغې شمیرې ډیرزیات  دي  چې هروارث یې له قاتلینو څخه  دخپلو مقتولینو دبدلې  قانوني  حق لري .

۳ـ یرغلګر امریکایان  ددغه جنایت  دپټولو اوهیرولو په غرض بیاهم  دتیر په څیر یواځې  دخولې په بښنې سره  خپل ځان ته برائت ورکوي او دجنایت  دقربانیانو داصلي وارثینو په ځای خپل ګوډاګي  کرزي ته دمعذرت پیغامونه  لیږي ،چې داډول عذرخپله یوسترجنایت  دی  او دافغان ولس لخوا په هیڅ صورت دمنلو وړنه بلل کیږي .

۴ـ کرزی او دهغه  دګوډاګۍ ادارې   بي ضمیره  غړي  او ولایتي  مزدورچارواکي  دامریکايي  یرغلګرو دمدافعینو په  حیث  له یوې خوا دجنایت له قربانیانوسره دنفاق   اوښکې تویوي  ،اوله بلې خوابیا دخپلو وحشي بادرانو دغه نه  بښونکی   جنایت دیوې عادي پیښې  په توګه  یواځې په تشو مناسبتې  الفاظوسره  تقبیحوي،دکندهاراوټول هیواد میړني اولس ته حتی دمظاهرو کولو اجازه هم نه ور کوي  چې داکار  ددي پردي پالو چارواکو په منافقانه تظاهرسربیره دجنایت  دقربانیانو په زخمونو مالګي اچول دي  .

۵ـ  اسلامي امارت  دافغان  ځوریدلي ولس  دبرحقه حقوقودمدافع په توګه یوځلې بیا امریکايي ځناورو ته دا اخطارورکوي چې   مجاهدین به يې  دخپلو مظلومو هیواد والو دانتقام  له  اخیستلو پرته  په بل هیڅ شي قناعت ونه کړي  او دلوئ خدای جل جلاله په نصرت  او معاونت سره به  دهیواد په ګوټ ګوټ کې  ستاسي له  سادیستي  قاتلو ځواکونو څخه  دهیواد دهرمقتول  افغان  دشهادت  بدله دهغوئ په وژلو اوسر پریکولواخلي   او په دې لاره کې به  په  هره ممکنه وسیلې  هیڅ صرفه نه کوي .

 ۶ – همدارازاسلامي امارت  امریکايي اودناټوپه تړون کې دشاملو هیوادنو ولسونوته دا خبره ورپه زړه کوي  چي ستاسو د پو ځیانو دغه  نه بښونکی جنایت  افغانانو اوټولې نړۍ ته   ستاسو دبشرپالنې  اوخواخوږۍ !!! ډیر ښه  تصویر وړاندې کړ  کوم چې په هغه کې  له  بیوزله افغانانو سره ستاسو دانسان ضد چلندنښې له ورایه څرګندې  دې او بایدپوه شئ چي په داشانې جنایاتوسره تاسو دنازیانو داصلي وارثانو رول اویادرا تازه کړ نه دسوله ساتو!؟  کردار ، خودي ټکي ته متوجه شئ چي که خپل سرزوري حکومتونه کنترول نکړئ نودا ډول کړنې به په ډیره درنه بیه درته تما مي شي .

والسلام

دافغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۳/۴/۱۹ـ۱۳/۳/۲۰۱۲م

۲۳/۱۲/۱۳۹۰

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x