دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( دولسمه برخه )

لیکوال: م. محمد نعیم
البته د فقهې په ګڼو کتابونو کې راغلي چې که د مسلمانانو په یوه سیمه کفار یرغل کوي، په لومړي سر کې د همدې سیمې خلک له خپلې خاورې نه په دفاع مکلف دي، که ددوی په وسه نه وه پوره، بیا به دوی ته ورنېږدې مسلمانان مرسته ور سره کوي، که د هغو ی هم په وسه نه وه پوره، بیا هغوی مکلف کېږي چې دوی ته ورنېږدې وي، که نه کېده، د ټولې نړۍ په مسلمانانو لازمي ده چې لاسونه سره یو کړي،  کوم څه چې نن ورځ یې مسلمانان نه کوي.
ابن عابدین په رد المحتار علی الدر المختار  کې په دې اړه داسې وايي:  ( قوله وفرض عين ) أي على من يقرب من العدو ، فإن عجزوا أو تكاسلوا فعلى من يليهم حتى يفترض على هذا التدريج على كل المسلمين شرقا وغربا ) [1]
ژباړه: او دا خبره یې چې ( جهاد ) فرض عین دی،  په دې معنی ده چې په هغه چا فرض عین دی چې دښمن ته نېږدې وي، که هغوی بې وسه وو او یا یې سستوب کاوه، نو بیا په هغو فرض عین کېږي چې دوی ته نېږدې وي، تر دې چې په دې توګه له ختیځه تر لوېدیځه په ټولو مسلمانانو فرض عین کېږي.
دا لنډ زمونږ ګران هېواد افغانستان، همدا ډول عراق او  فلسطین او ځینې نور هېوادونه، ټول ګورو چې یرغلګرو ته د نوموړو سیمو د مسلمانانو زور  نه رسي، نو له همدې کبله په ټولو مسلمانانو له خپل وس او توان سره سم جهاد فرض عین دی.
خو متاسفانه چې نن ورځ مسلمانان ددې په ځای چې کفارو ته یو لاس شي له کفارو سره د خپلو مسلمانانو په ضد یو لاس کېږي.
له پورتني او نورو فقهي نصوصو څخه دوه ټکي په ډاګه کېږي:
 
لومړی:
اسلامي خاوره د ټولو مسلمانانو او اسلامي امت ګډ ملکیت دی، هر مسلمان له خپل توان او وس سره سم د اسلامي خاورې په ساتنه او دفاع مکلف دی، که څه هم چې ترې لېرې وي؛ ځکه د اسلامي نړۍ خاوره د یو مشخص کس، یا مشخصې ډلې شخصي حق او ملکیت نشي کېدی، له همدې کبله یې ټول مسلمانان په ساتنه او دفاع مکلف دي. په دې معنی چې اسلامي نړۍ د هر مسلمان کور دی، هر مسلمان حق لري چې پکې و اوسي، لکه څه رنګه یې چې تاوان ګالي، دغسې یې له ګټو هم د برخمن کېدو حق لري.
 
.دوهم:
 
هغه کسان چې په یوه سیمه کې اوسي، لومړی د هغوی مکلفیت دی چې له خپلې سیمې دفاع وکړي، که یې وس نه رسېدو بیا د نوموړې سیمې دفاع په هغو مسلمانانو هم فرض عین کېږي چې دوی ته نېږدې وي، که د هغوی وس هم نه پرې رسېدو بیا په هغو کسانو هم فرض عین کېږي چې دوی ته ور لنډ وي، د بېلګې په توګه امریکې او ور سره د نړۍ نورو کفارو په افغانستان یرغل وکړ، لومړی د افغانستان په ټولو مسلمانانو جهاد فرض عین دی، تر څو له خپلې اسلامي خاروې دفاع وکړي، اوس چې یوازې د افغانانو زور نه رسي، نو د پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او چین په مسلمانانو هم فرض عین دی، ځکه دوی له نورو مسلمانانو نه افغانستان ته لنډ دي، د افغانستان ګاونډیان دي، که د ایران او پاکستان د مسلمانانو  زور هم و نه رسي، بیا د عراق، همداسې ور پسې د سعودي، کویټ او…  اخوا بنګلدیش او  هند په مسلمانانو هم فرض عین دی… البته له خپل وس او توان سره سم.
 
هر کله چې داسې ده نو بیا د یوې سیمې ګټې، که په خاوره کې وي، که په اوبو کې، که په غرو او که په هوا کې لومړی د همغه سیمې د خلکو حق دی؛ ځکه چې لومړی یې تاوان دوی ته رسي، نو ګټه یې هم باید دوی ته ورسي. او که د نوموړې سیمې ګټې د نوموړې سیمې له خلکو  زیاتې شوې، او د اسلامي امت په نورو سیمو کې ورته اړتیا وه، بیا باید هغوی ته ور کړل شي. خو دا ټول هلته کېدای شي چې د مسلمانانو یو مشر، یو يې ملک او یو یې غږ وي. په ننۍ نړۍ کې دا یوازې یو خیال ګڼل کېدای شي او بس.
 
کېدای شي دهغو علمای کرامو نظر چې له وطن نه دفاع جهاد ګڼي دا وي چې دا بدمرغه بریدونه که مجبوریت دی که هوس اوس عملا منل شوي، که څوک وغواړي که نه، مجبور دي چې مني به یې، او که یې نه مني بیا نو په ننۍ نړۍ کې په ښکاره ژوند نشي کولی، باید بلې نړۍ ته لاړ شي، یو کس که هر څو ددې حدودو مخالف وي، یا مخالفت وکړي، خو کله چې چېرته سفر کوي، یا په کوم ملک کې اوسي، مجبور دی، اسناد به لري، او برابروي به یې، که اصلي نه وي جعلي به برابروي. که په زړه کې هر څو دا کار ناسم او ناروا ګڼي عملا به خامخا غاړه ورته ږدي.
 
خو له دې سره سره دا ټکی باید په ډاګه شي چې که دیوې اسلامي سیمې واکمن په بله اسلامي سیمه برید کوي، او هدف یې هلته شرعي قانون پلي کول، او له مظلوم نه دفاع نه وي، یوازې د خپلو شخصي او ګوندي ګټو لپاره وي، نو دا جګړه شرعي حیثیت نه لري، چې پکې وژل کېدونکي کسان هم شهیدان نشي ګڼل کېدی، مسلمانان باید هڅه وکړي چې ددې ډول جګړو مخه ونیسي که نه ګډون خو باید پکې ونه کړي. ځکه دا ډول جګړې کوم شرعي مجوز نه لري، په داسې حال کې د زرهاوو مسلمانانو د ژوند او مرګ خبره ده، د  آخرت د نیکبختۍ او بدبختۍ خبره ده، د اسلام مبارک دین د جګړې لپاره دا شرط ایښی چې دالله جل جلاله د دین د لوړوالي لپاره به وي، او یا به له خپل حق او یا د مظلوم له حق نه ددفاع لپاره وي.
 
نور بیا…
م. محمد نعیم
 
[1] – رد المحتار علی الدر المختار. دار الکتب العلمیة، د خپرېدو نېټه: ۱۴۱۲هـ ق. ۱۹۹۲ م،  ج ۴، ص ۱۲۷. (10)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x