نظــر

عذر ګناه بدتر ازګناه

panjwai-kandahar-masskillپه ولسي کیسو کې راځي ، چې پخوا یوه چالاکه سړي  اوښ ساته ، چې  د ډیرګرانښت  له وجې او چاغښت لپاره   به یې دخلکو په کروندو کې سراېله کړی وو، که کله به یې دکوم چا کرونده زیانمنه کړه ، او کروندګر به داوښ له څښتن سره په جنجال او دعوه واوښتل  ، نو داوښ څښتن به  دقاضي او دریم په مخکې له خپل عمرخوړلي اوښ څخه په ( اوښ ) تعبیر نه کاوو ، بلکې بیا بیا به یې ویل  زما جونګی او زما جونګکی . . .

په دې تعبیر سره به دچالاکه اوښبانه موخه داوه ، چې خپل په جرم ککړ اوښ ته یوڅه برأت  او عاطفه ترلاسه کړي ، چې ګوندې یو کوچنی جونګی دی ، څه پروا که دخلکو له کروندو کومه خوله خوراک وکړي ، خو دا سادګړی اوښبه په دې نه پوهیده ، چې دقاضي په قاموس  کې داوښ جنایت همیشه  په اوښبه باندې تاوان دی ، نور دې ته نه کتل کیږي ، چې زیان اړونکی  اوښ دی اوکه جونګی  .

آبله ورځ  دکندهار په پنجوایي کې امریکایي سرتیري له قرارګاه سراېله شول ، او په شاوخوا کورونو کې یې ګڼ کسان په ډزو شهیدان او زخمیان کړل ، ددې پیښې په غبرګون کې داوباما په مشرۍ امریکایي ادارې کټ مټ داسې له چالاکۍ ډک غبرګون درلود ، چې ماته یې دلوړاوښبه کیسه رایاده کړه .
امریکایانو دپیښې په سهار وختي ددې په ځای چې دپيښې دماهیت په اړه څه ووایي ، رسنیو ته په لیږلي اعلامیه کې ولیکل ( هغه بي دماغه سرتیری !! یې نیولی ، چې بیګا یې په خپل سر یو شمیر افغانان وژلي ) ددې منافقانه اعلامیې له امله په لومړیو کې په خبري اژانسونو کې دپیښې څرنګوالی هم په همدې سرلیک راغی ، خو وروسته معلومه شوه ، چې امریکایي دریځ نیوونکو او اعلامیه لیکونکو دیاد ې پیښې په اړه څومره سپین سترګي او منافقت کړی دی .
داچې که ( بالفرض المحال )  دا جنایت یوازې  داوبامایوه جونګکي ( لیوني سرتیري ) سرته رسولی وي ، نو آیا اوښبه اوباما (وأذنابه ) یې له مسؤلیت څخه  خلاصیدلی شي او کنه ،  دابېل حقوقي بحث دی چې دلته ترې تیریږو ، خو دلته په اصل مدعا باندې بحث کوو ، چې آیا دا څومره رښتیا ده ، چې دا جنایت یوه پالیسي نه بلکه تخطي ده چې یوه سرتیري سرته رسولې .

ددې لپاره چې د زنګاوات دفاجعې په اړه مې په خپلو معلوماتو اتکاء وي ، نن غرمه  مې دبالواسطه شناخت نه په استفاده  دزنګاوات یواوسیدونکی ( عبدالستار)دتیلفون په کرښه پیدا کړ، او داوباما لوړه دعوه او دریځ مې ورته مخې ته کیښود ، نوموړي په دې موضوع داسې پوه کړم .

( دکندهار په پنجوایي کې دالویه  سیمه دزنګاوات په نامه یادیږي ، چې شاوخوا خواره واره  واړه  کلي او جوماتونه دي ، دامریکایانو قرارګاه دبارکزو په سیمه کې پرته ده ،  دقرارګاه مخته ( جنوبي خواته )ښه لرې دنجبیانو په نامه کلی پروت دی ، او دهمدې قرارګاه بل اړخ ( شمال ته ) دالکوزوکلی پروت دی ، ددې دوو کلیو ( نجبیانو او الکوزو ) ترمنځ تقریبا نیم ساعت دپیاده مزل لاره ده ، چې ترمنځ یې امریکایي قرارګاه پرته ده ، دشپې امریکایان راغلي دالکوزو په کلي کې اول دقومي مشرمحمدنعیم کورته ورننوتي ، حاجي محمدنعیم ، زوی او لور یې زخمیان کړي دي ، ورپسې دوه مخامخ نور کورونه دي هغو ته ورننوتي ،  چې په یوه کې یې دری تنه شهیدان کړي او په بل کې یې دوه تنه شهیدان کړي دي ، په همدې وخت کې دنجبیانو په کلي کې چې له الکوزو څخه دنیم ساعت مزله په اندازه لرې پروت دی ، دحاجي وزیر کورته ورننوتي ، ددې کور یوولس تنه  نارینه ، ماشومان او ښځې یې لومړی   په یوه کوټه کې رایوځای کړ بیا یي ویشتلي ، ورپسې یې برسیره بړستنې پرې اچولې  او اور یې ورکړی ، دکلي خلکو ویلي چې دا کار دیوه عسکر نه دی ، او نه دیوې ډلې دی ، بلکې دایو سم ترتیب شوی کاروو ، ځکه خلکو ویل ټوله شپه قسماقسم طیارې هم په هوا کې ګرځیدې )

د زنګاوات ددې اوسیدونکي دخبرو په تائید پرون  ناوخته دهمدې سیمو ځیني او سیدونکو او قومي مشرانو دکندهار په پریس کلب کې هم خبریالانو عین همدا حکایت وکړ ، او داراز یې فاش کړ ، چې امریکایانو یاد جنایت په منظم ډول  دانتقام په توګه سرته رسولی ، چې تردې وړاندې یې هم دسیمې خلکو ته خبرداری ورکړی وو.

دپژواک  او افغان اسلامي اژانس دخبرپه اساس  دپنجوایي یوه اوسیدونکي حاجي احمدشاه په دې  اړه وویل ( څو ورځې مخکې همدلته نږدې دپنجوایي دبلندي څلورلارې په سیمه په امریکایانو چاودنې وشوې ، چې دوی ته په کې تلفات ورسیدل ، تردې چاودنو وروسته امریکایانو خلک وروغوښتل او ورته ویي ویل ، چې ددې تلفاتو غچ به ددوی له کوچنیانو او ښځو واخلي ، دادی له هغه ګواښ سره سم یي داجنایت ترسره کړ )

له یاد تفصیل څخه معلومه شوه ، چې اوباما او داخلي او خارجي ملګرو یې دتل په شان ددې جنایت په عذر وړاندې کولو سره  هم یو جنایت ترسره کړی ، او په منظمه توګه یې هڅه کړې ، چې دپیښې په اړه عمومي باور ګمراه او خپل وحشي پوځ ته برأت ورکړي ، افغانان که ایمان او وجدان ته ځان پړ بولي ، نو باید چې امریکایي میډیاته دغوږ ایښودو په ځای خپل عقل وجنګوي  ، او د دې پیښې دماهیت په پیژندلو سره امریکایي افغان دښمن دریځ درک کړي .

قاري حبیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x