افغانستان

په بګرام کې د وژل شوي امریکايي عسکر د تحقیقاتو امر شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۶مه، ۱۳۹۴ل): یو امریکايي عسکر چې دنده یې اشپز وه، او په پوځ کې د ماسټر سارجنټ رتبه لرل، په تیرو ورځو کې په خپل ځای کې مړی موندل شوی دی.
د نوموړي د مړیني د دقیقي نیټې په اړه خبر نه دی ورکړه شوی، خو ویل کیږي چې په نیژدو تیرو ورځو کې دا پيښه را منځته شوې.
د امریکا د فوځ د رسمي سرچینو په وینا د هغه د مرګ سبب ناڅرګند دی، هغه ښه صحت درلود، خو ناڅاپي مرګ یې ټول حیران کړی، او زیاته کړې د دې پيښي په اړه به بشپړ تحقیقات وکړي، او د مرګ سبب به یې معلوم کړي.

دغه عسکر چې نوم یې پابلو، ای. رویز ښودل شوی، ۳۷ کاله عمر یې درلود، او د امریکا د جنوبي کارولاینا د ایالت څخه وو.
نوموړی ددې تر مخه عراق ته درې ځله د فوځي دندي لپاره تللی وو، او دا یې لومړی ځل وو چې افغانستان ته راغلی وو.
د افغانستان څخه د نوموړي د ډلګۍ قومندان ویلي چې مونږ نن یو ښه فوځي، مشر، خاوند او پلار له لاسه ورکړ، څوک به هم د هغه تشه ډکه نه کړي.

د آرمي ټایمز په نامه ورځپاڼه چې پوځي خبرونه نشروي، په خپل وروستي راپور کې ویلي چې هغه په امریکا کې د یوې موسسې سره رضا کار هم وو، دغه موسسه چې د وژل شویو امریکايي عسکرو د ماشومانو پالنه کوي، نوموړي يې په اړه ویلي وه، چي زه دغه موسسه کې ځکه رضاکارانه کار کوم، چې که زما ماشومان کله یتیمان شول، نو زه هم غواړم چې زما د ماشومانو سره ښه چلند وشي.
نوموړي تر شا خپل یوه لور او میرمن پرې ایښې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Ahmad zia Hidary

i love your news Web page really based on the truth .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x