کویټی عالم: روژه به د جون د میاشتي په ۱۸ نیټه وي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۶مه، ۱۳۹۴ل): د تاریخ او فلک متخصص او عالم عادل السعدون ویلي چې د هجري کال ۱۴۳۶ د روژې میاشت لومړی ورځ به د میلادي میاشتي جون په ۱۸ نیټه باندي وي.

نوموړي د کویټ اژانس ته ویلي چې د فلکي حساب سره سم به د جون په ۱۶مه د سې شنبې په ورځ سپوږمۍ او لمر په ۵:۳۰ بجې سره یو ځای شي، او بیا به لمر په ۶:۵۰ باندي ولویږي، او سپوږمۍ به په دغه ورځ تر لمر ۱۴ دقیقې مخکي یاني په ۶:۳۶ باندي لوېدلې وي.

نوموړي وویل چې په دغه ورځ به د سپوږمۍ عمر یو ساعت او ۴۵ دقیقي وی، او په داسي صورت کې د نړۍ په یوه کونج کې هم نشي لیدل کیدای.

نوموړي وویل چې د جون پر ۱۷ د چار شنبې په ورځ به لمر په ۶:۵۱ باندي لویږي، او سپوږمۍ به په ۷:۲۹ باندي ولویږي، چې په دې توګه د لمر تر لوېدلو وروسته به بیا هم ۳۹ دقیقي موجوده وي، او په دغه وخت کې به د سپوږمۍ عمر ۲۵ ساعته ته رسیدلی وی، او د لمر او سپوږمۍ تر منځ به د اوږدوالي زاویه ۱۴ درجې وي.

نوموړي زیاته کړه چې د جون میاشتي په ۱۷ یې په سترګو باندي د لیدو امکان خصوصا په غټو ښارونو کې کم وی، خو د دوربینانو په واسطه به روښانه لیدل کیدای شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د