نړۍ

هندوستان: هندو سخت دريځو د مسلمانانو کورونه او جومات سوځولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۷مه، ۱۳۹۴ل): د هندوستان هريانه ايالت کې سخت دریځو هندوانو د مسلمانانو جومات او کورونه سوځولي دي.

د پلازمېنې ډيلي په ۳۷ کيلوميټرۍ کې د فريداباد سيمې يو کلي کې سخت دريځو هندوانو د مسلمانانو جومات سوځولی او له هغې وروسته يې د مسلمانانو کورونه سوځولي دي.

هندي رسنۍ وايي، چې پنځه کاله پخوا يو مندر او جومات څنګه په څنګ جوړيده، مګر د ځمکې پر سر د شخړو له امله د جومات د ابادۍ کار بند شوی و او د روانې مياشت په پيل کې محکمې د جومات د بيا ابادۍ اجازه ورکړه.

د رسنيو له قوله مسلمانانو، چې د جومات د بيا ابادۍ کارونه پيل کړل، نو تېره شپه لسو سخت دريځو هندوانو پيټرولي بمونه پر جومات او د مسلمانانو پر کورونو وچاودول او د جومات په ګډون يې د مسلمانانو ګڼ کورونه ونړول.

له نوي ډيلي خپرېدونکې «روزنامه سياست» ليکلي، چې بريدګر د هندوانو سخت دريځې ډلې «راشټريه سيوک سنګ» غړي وو.

د فريداباد اټالي کلي يو قومي مشر ممتاز علي رسنيو ته ويلي، چې هندوانو د مسلمانانو جومات او شل کورونه سوځولي دي.

د هندوانو په بريد کې ۱۷ تنه ټپيان دي او د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی.

له پېښې وروسته سيمه کې بېړنی حالت اعلان شوی، مګر پوليسو تر اوسه څوک نه دي نيولي.

ځايي خلک وايي، چې له پېښې وړاندې يې له امنيتي ځواکونو مرسته غوښتې وه او د بريد پر مهال سيمه کې له پنځه سوو زيات پوليس ځای پر ځای شوي وو.

ځايي مسلمانانو هندي رسنيو ته ويلي، چې سخت دريځو هندوانو د مسلمانانو کورونه سوځولي او د کورونو ټول سامانونه لوټ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

ډیر د شرم ځای دی چې راپور له هندوستانه ورکوی او عکسونه مو د فلسطین په کې لګولي دي. آیا هیڅ کوم داسې څوک نلری چې په لږ ګوډه ماته انګریزی وپوهیږي؟ او د پورتني عکس لاندیني لیکنه پاکه کړي؟ وشرمیږئ.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x