پنځه غنيمتونه

لیکوال: حامد افغان

د ځواني ټولي هيلي مې په یوه ښایستو پوري تړلې وې، که یې ترلاسه کړم نو ګوا ټوله دنیا زما شوه، د خدای کړه و ټوله دنیا زما شوه ځکه هغه ښایستو زما شوه. څه موده وروسته زما او ښايستو وږیو ذهنونو ته بله او مهمه هیله را ننوتله، لکه پخوا یوګونې چوپتيا کړولو دا مهال مو دوه ګونې چوپتيا ماتول هم مهمه هیله وګرځيدله، او له الله نه مو خواږه ماشومان غوښتل، مهربانه څښتن هغه هم راولورول، لنډه دا چې کور مې هم جوړ شو او شور هم په کې پیدا شو.

اوس نو موږ څو ژوندي سري وو، خپل خوراک او څښاک ته مو اړتیا وه، هیله مې دا شوه چې ځان ته کار او کتار برابر کړم او د خپلې ګولې درک پخپله وکړم، د دې هيلي په ترلاسه کولو پسي مې هم ډېري منډي ترړي وکړې او الحمد لله پیدا مې کړه او خپله روزي مې پخپلو لاسونو او خپلو هڅو د چا له احسان پرته پاکه حلاله ګټله او خوړله.

شپې ورځي رواني وې اولادونه مې لویان او ځوانان شول، اوس نو د هر یوه په اړه پخپل وخت دا اندیښنه راترغاړي وه چې ودونه ورته وکړم او په درنښت او عزت یې خوندي کړم، دا هيلي هم ترسره شوې، ټول مې خوندي کړل.

دا مهال زه او ښايستو دا سي ګوښي پاته شوو لکه د واده لومړۍ شپو ورځو په څیر، له کارونو ستړي شوم او له ژونده موړ، مخکي زه او ښايستو ژوند ته ورروان وو، د ژوند ګڼ شمیر هیلو تخنولو، ښورولو او ژوند چارو ته هڅولو، خو اوس موږ دواړه ژوند او د ژوند هیلو ستړې کړي وو او د مرګ لورته روان وو.

خو دا مهال هم موږ نهیلي نه وو، لویي هيلي مو لرلې، زما هیله دا وه چې د الله کتاب ښه زده او یاد کړم، خو یاد او حافظه مې سولیدلې او له کاره لويدلې وه، ما دا هیله هم لرله چې د الله عبادتونه وکړم، روژې ونیسم او شپه په نفلو او عبادت روڼه کړم، خو په بدن کې مې د دې کارونو سيکه او متره نه وه، زړبوډي او ګڼ شمیر ناروغیو کړولم او زورولم. رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه سړي ته په نصیحت کې وفرمایل: پنځه شیان له پنځو مخکي غنیمت وګڼه: ځواني دي له سپینږیرتوب مخکي، روغتیا دي له ناروغي مخکي، غنا دي له مسکنت مخکي، فراغت دي له بوختیا مخکي او ژوند دي له مرګه مخکي.

عَنِ بْنِ عَبَّاس رضي الله عنه أَنَّ النَّبِيَّ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – قَالَ لِرَجُلٍ وَهُوَ يَعِظُهُ اغْتَنِمْ خَمْسًا قَبْلَ خَمْسٍ شَبَابَكَ قَبْلَ هَرَمِكَ وَصِحَّتِكَ قَبْلَ سَقَمِكَ وَغِنَاكَ قَبْلَ فَقْرِكَ وَفَرَاغِكَ قَبْلَ شُغْلِكَ وَحَيَاتِكَ قَبْلَ مَوْتِكَ. أخرجه الحاكم في المستدرك رقم ( 7846 ) 4 / 341 وقال : هذا حديث صحيح على شرط الشيخين ولم يخرجاه ، وابن أبي شيبة رقم ( 34319 ) 7 / 77 ، والقضاعي في مسند الشهاب رقم ( 729 ) 1/425، وفي صحيح الترغيب والترهيب رقم ( 3355 ) .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د