نظــر

سوريه کې افغان جنګيالي بندیان، یو بې ارزښته متاع (الجزیره .نت)

ژباړه : محمدشفیق صادق

د سوريی د حلب د ښار په یوه څنډه کې له میاشتې ډیر وخت تیر شو چې افغاني اسیران په یوه محبس کې په داسې حال کې ساتل کیږې چې نه د خپل راتلونکي په برخلیک خبر دي ، او نه یې څوک پوښتنه کوي ، دا افغانان د سوریی د حکومت د فوځ سره مل د سوري په جګړه کې د سوريی د مبارزینو له خوا په دې سیمه کې اسیران شول .

د هغو پلټنو له مخې چې د سوريی مبارزینو د پوښتنو په مهال له دې بندیانو تر لاسه کړي ، دا په ډاګه کوي چې ددې وسلوالو ګډون د سوریی په جګړه کې هغه مهال شونی شو ، چې ایراني فوځې منصبدارانو د ایران په زندانونو کې له دې افغاني بندیانو لیدنه وکړه ، او ویې هڅول چې په سوریه کې د تروریستانو خلاف جګړه کې د لنډې مودې لپاره د شیعیه زیارتونو څخه دفاع وکړي ، په بدل کې د ایران له لوري د ټاکل شوی بند بښل کیدل ، په ایران کې د اوسیدو د اقامي او د کار د جواز ورکول ورسره وعده شوي وه ، خو دوی په دې نه پوههیدل چې له یوه زندان څخه به بل زندان ته ورشي.

د سیمې د یوه قماندان الحلبي په وینا .ډیرې دا افغان ملیشه هغه مهال د ریتیان ، حریان ، او الملاح په سیمو کې اسیران شول چې سوريی ځواکونو په نوموړو سیمو کې د مخالفینو د محاصري په موخه یرغل وکړ ،چې افغانان یې په لومړی لیکه کې روان ؤ .

الحلبی الجزیره . نت ته ویلي چې ددې افغاني اسیرانو ډیرۍ داسې څرګندوني کوي چې دوی ته د ایراني چارواکو له لوري له یوې لنډې مودي جګړې وروسته د آزادی وعدې ورکول شویدي، او دوی ته د (۵۰۰) ډالرو میاشتینې معاش وعده هم ورکړل شوې وه. الحلبي زیاتوی چې دې افغانانو ډیره مرګونې جګړه کوله ، خو د سوريی د عراضي سره د نه بلدjیا له امله ځینې ووژل شول او څوک اسیران شول . خو اوس یې هیڅوک هم پروا نه لری . نه یې څوک منی او نه یې تبادله کوي. او د سوريی حکومت یوازې د لبنان د حزب الله د ډلې اسیران او مړي تبادله کول غواړي .

د سوریی نظام له هغه وخته دې ته اړ شو چې د ملیشو څخه کار واخلي چې ډیری فوځیان یې ترې بیل او ځینې ووژل شول ، نو یې د هغو فقیرو افغانانو په ملیشه کولو لاس پورې کړ چې د ایران د حکومت په لمسونه او وعدو د سوریی جګړې ته واستول شول .

په سوریه کې د افغانی وسلوالو د شمیر په هکله کره معلومات نشته ، خو دا افغانان زیاتره د هزاره شیعه هغه توکم ته منسوب دي چې په فارسي خبرې کوي او په ایراني ټولنه کی د فشارونو او تهدیدونو سره د مهاجرت ورځې تیروي.

ددې په خلاف داسې راپورونه هم شته چې د (ابوالفضل العباس) د لواء جنګیالي نیت لری چې د حلب له ښار څخه په شا شي ، د الجزیري .نټ پاڼې ته ځینې پټ راپورونه رارسیدلې چې د حلب په ښار کې ددې لواء ډیر دفترونه (په عراق کې) د لوا ء د مشرانو په امر تړل شوي په تیره بیا کله چې د انبار په ولایت کې د داعش ډلي پرمختګ وکړ ، نو په دې سره ددې احتمال شته چې د حلب جګړې ته به ډیر افغان جنګیالي را واستول شي .

د سوريی د مبارزینو یوه مشر مضر النجار د حلب په ښار کې زیاته کړې چې ګمان نه کوي د سوریی نظام د همدې اسیرو افغانانو په هکله له دوی سره خبري وکړي ، ځکه دا کسان د ملیشو په بڼه د سوریی حکومت ته کوم ارزښت نه لري ، نو کیدای شي د مبارزینو له لوري یې محاکمه پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

دا کسان په ریښتیا هم بې ارزښته متاع ده او ددې جګړه مارانو په مرګ به کومه ګناه هم نه وي:
۱- داچې د سوریې پر ځای ولې په خپل وطن کې نه جنګیږي.
۲- شیعه ډلې ټپلې تر خدای ډیر د آیات الله ګانو عبودیت ته ارزښت ورکوي، نو ښه دي چې مردار شي.

د یادونې وړ ده چې پورتنی لیکنه باید په دې زړه سواندو تورو نه وای لیکل شوې.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x