طالبان: د غزني د خوږياڼو ولسوال ژوندی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۷مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې طالبانو د غزني د خوږياڼو ولسوالي د بشپړ نیولو خبر ورکړ، دولتي چارواکو وویل چې د دې ولسوالي لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال يې وژلی دی.

طالبانو د دې ولسوالۍ د نیولو اړوند د دوی له ولسوال سره پخپله برېښنا پاڼه کې مرکه خپره کړه، خو پژواک خبري اژانس د غزني د سیمه ییزو مسوولینو له خولې خبر خپور کړ، چې دغه ولسوال او د هغه دوه قومندانان يې وژلي دي.

چارواکو د طالبانو له لوري د خوږياڼو ولسوال  مولوي محمد حنیف مصباح، ملا امين یاد کړی او ويلي يې دي چې د دوی په عملیاتو کې له منځه لاړ.

طالبانو د دوی دا ادعا رد کړې ده او ويلي يې دي چې  مولوي محمد حنیف مصباح  لا هم ژوندی دی او په خبره يې په «مفتوحه» سیمه کې خپل فعاليت پر مخ وړي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دولت غواړي له خپلې ماتې نه د ولس پام په بله کړي: «د غزني د خوګیاڼو ولسوالۍ له نیولو څخه وروسته دښمن د خپلې ماتې څخه د توجه اړولو لپاره ادعا وکړه چې د خوګياڼو لپاره زموږ ولسوال يې شهید کړی.»

هغه وايي چې «موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو، همدا اوس له ولسوال سره موږ اړیکه وکړه او دا خبره يې له حقیقته لرې وبلله، په خوګیاڼو ولسوالۍ کې دښمن هيڅ هم نه دي کړي.»

طالبانو له اوږدې محاصرې وروسته د غزني ولایت د خوږياڼو ولسوالي ودانۍ هم تر واک لاندې راوسته او تېره ورځ يې په دې ولسوالي کې د بشپړ واک خبر ورکړ.

د دې ولسوالۍ طالب ولسوال مولوي محمد حنيف مصباح د خوږياڼو ولسوالي سقوط د غزني د سقوط پیلامه بللې ده.

دولتي مسوولینو هم منلې ده چې د خوږياڼو ولسوالي ودانۍ هم د طالبانو لاس ته لوېدلې ده، د غزني د والي ویاند شفیق ننګ وايي چې دوی د نا امنیو له امله د دې ولسوالي مرکز له چهارکلا نه غزني ښارته څېر مه مېرزاخېلو کلي ته وړی دی.

په غزني کې زنخان ولسوالي هم بشپړه د طالبانو لاس کې ده، چې ولسوال، امنیه قومندان او نور پرسونل يې د ولسوالۍ چارې د غزني ښار ته څېرمه په روضه کلي کې په يوه پوسته کې ترسره کوي، په ورته توګه د رشيدانو ولسوالي هم بشپړه د طالبانو لاس کې ده چې مرکز يې اوس د غزني ښار ته څېرمه په يوه کلي کې دی.

د غزني د ناوې ولسوالي په اړه بیا د غزني چارواکي هم یوه خوله دي چې دغه ولسوالي تر يوې لسیزې راهیسې د طالبانو په واک کې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د