«د سبا فکر» دویمه ناسته کې پر سوله بحث وشو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۷مه، ۱۳۹۴ل): د سبا فکر د بحثونو د لړۍ په دې کړۍ کې د پوهانو له لوري د سولې پر کورني اړخ، ستونزو او حل لارو او همدارنګه پر بهرني اړخ ستونزو او حل لارو بحث وشو.

دغه ناسته چې د سبافکر د بحثونو د لړۍ دویمه کړۍ وه، پکې د پوهنتون استاد علام الدين اسیر او د افغان نشراتي مرکز مشر حاجي سید داود اغا خپلې ويناوې واورلې چې په اړه يې ګډونوالو پوښتنې او نظرونه هم شریک کړل.

استاد اسیر د پګواش کنفرانس ته په اشارې سره وویل چې له دې کنفرانسونو داسې ښکاري چې دواړه لوري سوله غواړي، خو دا چې ورسره جوخت جګړه زور اخلي دا د سولې ضد اقدام دی.

د هغه په خبره دواړه لوري ځکه د جګړې د توندۍ اقدامات کوي چې په سوله کې ډېر امتیاز تر لاسه کړي.

دوی د سولې شورا په دې لاره کې ناکامه وګڼله او ويې ویل چې د سولې د کورنیو ستونزو تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې منځګړي نه لري، هغه وویل چې همدا د سولې شورا غړي د جګړې د یو لوري ښکاره پلویان دي، ځکه خو د دوی په خبر یو صالح منځګړی رامنځته شي.

نوموړي د نړۍ په سطحه د ځينو هېوادونو سولې یادې کړي چې ډېر تمرکز يې د تاجکستان د اسلامي تنظیم او د وخت د حکومت ترمنځ سوله یاده کړه.

ځينې ګډونوال د استاد له دې خبرې سره همغږي نه و، چې افغانان هم د تاجکستان د سولې په څېر د ارزښتونو د پایمال ښکار شي.

حاجي سید داود اغا، وحيد مژده او علام الدين اسیر

حاجي سید داود اغا، وحيد مژده او علام الدين اسیر

مولوي خدای نظر حماد وویل چې دلته که د مادیاتو لپاره جګړه وای، بیا د سولې لپاره یوه لاره موجوده وه، خو دا چې یو لوری د ډيموکراسي او بل لوری د اسلامي نظام د حاکميت لپاره جګړه کوي، د دوی په خبره دغه دوه متضاد فکرونه نشي را یو ځای کېدلی.

حاجي سید داود اغا د سولې پر بهرني اړخ خبرې وکړي، نوموړي وویل چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ډېره تکيه په پاکستان وه او اوسنی حکومت هم پاکستان ته ډېرې تمې لري.

د حاجي سید داود اغا پر خبره امريکا پر دې قانع شوې، چې نور يې دلته ماتې خوړلې، خو د دې ماتې د پټېدو لپاره يې پاکستان صحنې ته را مخکې کړ.

نوموړي وویل چې پاکستان ته د اشرف غني ټول سفرونه د امريکا په خوښه کېږي، امريکا غواړي ځان له صحنې وباسي او پاکستان را مخکې کړي.

هغه د سولې په برخه کې د پاکستان اقدامات ناکام وبلل او ويې ویل چې هغه له خپلو مخالفينو سره جوړجاړي ته ونه رسيد له افغان طالبانو سره يې زور امکان نه لري.

د دوی په خبره حکومت له طالبانو نه د هغه قانون منل غواړي، چې پخپله يې بشپړ پر ضد لګيا دي.

د ګډونوالو له نظرياتو وروسته انجينر احمد شاه احمدزي وویل چې دوی د خپلې جبهې « د بهرنيو اډو پر ضد د ملي یووالي جبهه» له اړخه له طالبانو سره وغږېدل، هغوی ورته ډاډ ورکړی چې دوی له افغان ولس سره خبرو ته حاضر دي، خو د حکومت له استازیو سره نه ويني.
نوموړي وویل چې طالبانو ورته وویل چې لویه جرګه دې جوړه شي، موږ به هم خپلې غوښتنې او نظر خلکو سره شریک کړو، حکومت دې هم؛ ولس که هره پرېکړه وکړه، دوی يې مني.

د احمدزي په خبره د حکومت له لوري هيڅوک هم د دې غوښتنې منلو ته حاضر نه شول.

د غونډې په پای کې لیکوال او د پوهنتون استاد دوکتور قیوم مومند خبرې وکړي دغه ډول ناستې يې ښې وګڼلې او ويې ویل چې د سولې لپاره باید د دواړو اړخونو تر منځ یو صالح درېیمګړی موجود وي.

د سبا فکر تر سر لیک لاندې د بحثونو دا لړۍ د افغان لیکوالو او ژورنالیستانو له لوري جوړېږي، چې بېلابېلو ټولنیز، سیاسي او فرهنګي مسائل د بحث لپاره را وړاندې کوي.

دغه غونډه چې د مولوي خدای نظر حماد پر تلاوت پیل شوه، د سټیج چارې يې دادمحمد ناوک پر مخ وړلې او ارزونه يې د دوکتور قيوم مومند په غاړه وه.

Da saba. fikir

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د