fbpx

په دین کې افراط کول

لیکوال: حامد افغان

زموږ په ټولنه کې غلوّ، افراط، تطرف او تنطع زیاته ده چې لوی سبب یې له دین نه ناخبري ده، افراطیان او غلوّ کوونکي دا کار په دې نیت کوي چې ګواکي دا ډېر د ثواب کار دی او په دې سره به لوی اجرونه ترلاسه کړي او په حقیقت کې دا کار جرم او ګناه وي او د ثواب په نیت جرمونه او ګناهونه کول خورا زیات تاواني کار دی قرانکریم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمایي: ورته وا تر ټولو زیات تاواني کار په اړه خبر درکړم؟ تر ټولو زیات تاواني کار د هغو خلکو کار دی چې کوښښونه او هڅې یې د دنیا په ژوند کې ختمې شوې، خرابې شوې او ګمراه شوې وي او دوی ګومان کوي چې ښه کارونه یې کول. قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا . الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا (الكهف 103/104).

متاسفانه د غلو او افراط یو بل مهم لامل داهم دی چې په دې اړه عامه معلومات د خلکو په لاس کې تقریبا په نشت شمار دي، له همدې امله مې د یوې تفصيلي لیکنې اراده کړې ده له الله نه یې د تکمیل او ښه سر ته رسولو توفیق او مرسته غواړم.

غلو او افراط اصلاً په هرشي کې له ټاکلیو حدودو تېري او اوښتلو ته وایي، او په شریعت کې په عملي او عقیدوي لحاظ له شرعي حدودو اوښتلو او تېرېدلو ته وایي، مخکي اهل کتابو د خپل شریعت له ټاکلیو حدودو تېری کړی وو لکه عیسایانو د الله پیغمبر عیسي علیه السلام د الله زوی وباله دا راز دوی او یهودو په خپلو عالمانو او دیني لارښوونکو کې غلا او افراط وکړ د هغوی له دین وتلې خبرې یې منلې او له پرته یې ارباب ګرځولي وو. او په دې غلا او افراط سره هغوی الله هلاک کړي وو.

په دې اړه په قرانکریم کې ډېر ایتونه راغلي دی، قرانکریم د اهل کتابو غلو او افراط غندلی او بدبللی ده او د دې مطلب دا دی چې مسلمانان د افراط او غلو خطر او تاوانونه درک کړي او له هغه ځانونه وساتي، د اهل کتاب لومړۍ درجه غلو او افرساط داو چې هغوی عيسی علیه السلام د بندګۍ او نبوت له اصلي مقام نه پورته کړی و او الوهیت او د خدایي مقام ته یې رسولی و ځکه دوی هغه د الله زوی باله، د دوی دا افراطي او ناحقه عقیده قرانکریم تردید کړې ده او وایي: ﴿ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ﴾. النساء 171. یعني ای کتاب والو! په خپل دین کې غلو، افراط او له حدودو تیری مه کوئ او دالله په اړه یواځي حقه خبره کوئ، بې شکه مسیح عیسی د مریم زوی دی دالله رسول او کلمه دی چې مریم ته یې وراچولې وه او د هغه له روح نه دی.

د غلو او افراط په اړه په حدیثو کې هم ډېر تفصيلات راغلي دي چې څو یې دلته رااخلو: عبدالله بن عباس رضي الله عنه وایي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمایلي دي: په دین کې له غلا، افراط او تېري نه ځانونه وساتئ، له تاسو مخکي خلک په دین کې په غلا، افراط او تېري کولو سره هلاک شوي دي. عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : إِيَّاكُمْ وَالْغُلُوَّ فِي الدِّينِ ، فَإِنَّمَا أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمُ الْغُلُوُّ فِي الدِّينِ. رواه ابن ماجه وابن حبان والنسائي في السنن.

داراز په یوه بل حدیث کې راغلي دي: عبدالله رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: افراط او غلو کوونکي هلاک شول، دا خبره یې دری ځله وکړه . عَنْ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ هَلَكَ الْمُتَنَطِّعُونَ قَالَهَا ثَلَاثًا. رَوَاهُ مُسْلِمُ.

د (التنطع) د معنا په اړه امام نووي رحمه الله لیکي: یعني په یوه شي کې تعمق، غلو او افراط کول او په خبرو او کړنو کې له شرعي حدودو تیری کول، امام ابن الاثیر رحمه الله لیکي: التنطع تعمق او غلو کولو ته وایي، اصلاً النطع په خوله کې دننه غار او حلق ته وایي او مطلب دا ده چې هرڅوک په خبرو کې تکلف کوي د خلکو د اغیزمن کولو په نیت په تکلف سره ژورې خبرې کوي عجیب لغات او الفاظ په سختي سره په ستوني کې ادا کوي هغه المتنطع دی، داراز که یو څوک په عمل او چارو کې تعمق، غلو او تیری کوي او له اعتدال او منځلاري وځي چې دا د اسلام روح ده؛ هغه هم المتنطع بلل کیږي . او دا ډول خلک هلاک دي. ځکه الله جل جلاله فرمایي: الله تاسو ته د اسانتیا اراده لري هغه تاسو ته سختي او تکلیف نه درکوي. يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ. البقرة/185.

د افراط او تنطع څو ډولونه

په تېره لیکنه کې مو په دین کې د افراط په اړه د (هلک المتنطعون) حدیث تشریح کړ او د تنطع معنا مو روښانه کړه، اوس راځو د افراط او تنطع څو ډولونه را اخلو چې یوځای د حدیث مطلب او مراد ښه روښانه شي او بل لورته دا راته معلومه شي چې زموږ په ټولنه کې یې کوم ډولونه شتون لري او د کومو وګړو کړنې افراط، غلو او تنطع ده.

1- په عبادت او عام چلند کې افراط، لکه په عبادت کې ډېره سختي او تکلیف کول، په داسي حال کې چې شریعت په عامه توګه په عباداتو کې اسانتیا غوره کوي، او نن سبا خلک په مختلفو ډولونو په ګڼ شمیر عباداتو کې سختي او افراط کوي او دا په (التنطع) او افراط کې راځي لکه مخکي مو د التنطع په معنا کې د امام النووي خبره راواخیستله چې ویلي یې و: یعني په یوه شي کې تعمق، غلو او افراط کول او په خبرو او کړنو کې له شرعي حدودو تیری کول، په عباداتو کې د شریعت له ټاکلیو حدودو تیری او افراط الله ته نه ده مطلوب، د عائشي رضي الله عنها په یوه روایت کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: ځانونه په دومره عبادت مکلف کوئ چې څومره مو وس رسیږي. ” إِكْلَفُوا من العمَل ما تطيقون ” [ أخرجه البخاري ] .

2- په دین کې بدعت او زیادت کول، کوم شیان چې الله او د هغه رسول نه یې حرام کړي هغه حرام ګرځول، داراز نوي شیان او کارونه عبادت ګرځول، مباح یا مستحب عملونه لازم او واجب ګرځول؛ دا ټول افراط او شرعاً ناروا دي . داراز د عباداتو په ترسره کولو کې په ځان سختي او مشقت لازمول لکه مثلاً تودې اوبه یې تکلیفه پیدا کیږي بیاهم په سړو اوبو اودس کول یا په ځان لازمول چې حج ته به په پښو ځم او داسي نور.

د داسي کړنو د تردید له پاره د بخاري یو روایت رااخلو: د ابو اسرائیل په حدیث کې راغلي دي چې هغه نذر وکړ چې روژه به نیسي، په داسي حالت کې چې ولاړ به یې نه به کښېني، سیوري ته نه لمر ته به دریږي او خبرې به نه کوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ورته ووایئ چې کښېنه، او خامخا خبرې وکړه او روژه پوره کړه. عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَأَى رَجُلًا قَائِمًا فِي الشَّمْسِ فَقَالَ : مَنْ هَذَا ؟ فَقَالُوا : هَذَا أَبُو إسْرَائِيلَ نَذَرَ أَنْ يَقُومَ فِي الشَّمْسِ وَلَا يَسْتَظِلَّ وَلَا يَتَكَلَّمَ وَيَصُومَ . فَقَالَ : مُرُوهُ فَلْيَجْلِسْ وَلْيَسْتَظِلَّ وَلْيَتَكَلَّمْ وَلْيُتِمَّ صَوْمَهُ. رواه البخاري.

3- په خبرو کې ژورتیا او دقت، دا ژورتیا، دقت او تقعر دوه ډوله کیدلی شي یو چې مختلف الفاظ او نادر عبارات کارول کیږي او بل دا چې د هغو په اداکولو کې تکلف کیږي لکه په ستوني کې الفاظ اداکول او د شونډو او مخ د ټولیزو حرکاتو بدلون او دا کار يواځي د خلکو د راجلبولو او ځان ښکارولو په نیت کیږي نور خاص مطلب او کومه ګټه نه لري، امام ابن ابي الدنیا رحمه الله په خپله یوه رساله (الغیبة والنمیمة) کې دا حدیث راخیستی ده، او هغه ته یې عنوان ورکړی ده: (باب ماجاء في ذم التقعر في الکلام) یعني په خبرو کې د دقت، تکلف او ژورتیا بدي، (ص/15)، او هلته یې د عمربن الخطاب رضي الله عنه دا روایت هم راخیستی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: زه په خپل امت باندي له هر هغه منافق نه ډېر ويریږم چې د ژبې ماهر وي. عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ( إِنَّ أَخْوَفَ مَا أَخَافُ عَلَى أُمَّتِي كُلُّ مُنَافِقٍ عَلِيمِ اللِّسَانِ )، رواه أحمد في “المسند” (1/22) .

داراز دلته د عمر بن الخطاب یوه وینا راغلې هغه وایي: إن شقاشق الكلام من شقاشق الشيطان. الشقاشق د الشقشقه جمعه ده او د خبرو په مهال د خولې ځګ کولو ته وایي او دا ډول خبرې د شیطان دي، لکه امام البخاري په خپل کتاب ( الادب المفرد) کې یو روایت راخیستی انس وایي: یوه سړي د عمربن الخطاب خواته خطبه وویله او زیاتي خبرې یې وکړې نو عمر وویل: په خطبو کې ډېرې خبرې کول د خبرو په مهال د شیطان د خولې د ځګونو په څېر دي. عن أنس قال: خطب رجل عند عمر فأكثر الكلام، فقال عمر: “إنّ كثرة الكلام في الخطب من شقاشق الشيطان” . صحيح الأدب المفرد رقم (672/876).

4- په بې ګټې کارونو بوختیا، په داسې کارونو بوختیدل چې نه د دنیا ګټه او خیر لري او نه د اخرت دا هم تنطع او افراط ده داراز د بې ګټې شیانو په اړه پوښتنې او بحثونه کول هم. امام الخطابي رحمه الله د (التنطع) په تشریح کې وایي: په یوه شي کې تعمق او ژور تلل، په بحث کې تکلفات کول او د اهل کلام په څېر بې ګټې بحثونه کول او داسې موضوعات تر بحث لاندي نیول چې هلته د ده عقل هم کار نه شي کولی. د ” عون المعبود ” (12/235) په حواله.

په نیکانو او صالحانو کې افراط

تاريخ ثابته کړې چې په نیکانو، صالحانو او دیني لارښوونکو کې غلو او افراط په لوی شرک د اخته کیدلو لومړی سبب دی، په دې اړه د بخاري یو روایت رااخلو: امام بخاري رحمه الله له عبدالله بن عباس رضي الله عنهما نه روایت کوي چې د قوم نوح بوتان د عربو په مختلفو قومونو کې پاته شول، د دې بوتانو نومونه اصلاً د نوح علیه السلام د قوم د ښو کسانو نومونه وو کله چې هغه ښه خلک مړه شول شیطان د هغو قوم ته وویل: بوتان جوړ کړئ او په کومو مجلسونو کې به چې دا ښه خلک کښېناستل هلته یې ودروئ او په دې بوتانو د هغو ښو خلکو نومونه کیږدئ، قوم یې همداسي وکړل، هغه مهال دا بوتان ګواکي د هغو ښو خلکو تش یادګارونه وو چا یې عبادت نه کاوه، چې هغه خلک مړه شول او له خلکو نه د دې بوتانو په اړه علم ختم شو نو عبادت یې پیل شو.

عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا .. أَسْمَاءُ رِجَالٍ صَالِحِينَ مِنْ قَوْمِ نُوحٍ فَلَمَّا هَلَكُوا أَوْحَى الشَّيْطَانُ إِلَى قَوْمِهِمْ أَنْ انْصِبُوا إِلَى مَجَالِسِهِمْ الَّتِي كَانُوا يَجْلِسُونَ أَنْصَابًا وَسَمُّوهَا بِأَسْمَائِهِمْ فَفَعَلُوا فَلَمْ تُعْبَدْ حَتَّى إِذَا هَلَكَ أُولَئِكَ وَتَنَسَّخَ الْعِلْمُ عُبِدَتْ.

علماء لیکي: دا د وثنیت او بوت نماځني د پیل کیسه ده، هغو خلکو د خپلو علماو او ښو خلکو په مینه کې غلو او افراط وکړ د یاد ګار په توګه یې د هغوی بوتان جوړ کړل خو وروسته چې د دې بوتانو په اړه د خلکو معلومات کم شول نو عبادت یې پیل کړ، متاسفانه زموږ په ټولنه کې هم ځیني خلک د علماو او مرشدینو په اړه افراط کوي، له هغوی نه یې په فکري او ګروهي لحاظ عملاً بوتان جوړ کړي وي او هغوی ته د بشر له مقام نه لوړ صفات ورکوي.

د نيکانو او صالحانو په اړه باید ډېر احتياط وکړل شي څرنګه چې انسان طبعاً ظاهرپرست دی نو ځکه په “علم الغیب ” باندي د هر مومن له پاره ایمان ثابت لرل اسانه نه دي که څوک پوره علم ونه لري او د کره او بې غرضه رباني علماو لارښونه هم نه شي ترلاسه کولی هغه د ټګانو او بیلارې تش په نوم دیني لارښوونکو په دام کې ګیر کیږي، ډېری داسي صوفیان شته چې د هغوی د ویناوو او وعظونو لویه برخه همدا د مرشد او لارښود په اړه مريدانو ته معلومات او تفصیلات ورکول وي او دا چې د هغوی احترام او اداب به څنګه ترسره کول کیږي، د دې په ځای چې خلکو ته قرانکریم، قراني علوم، احکام او اخلاق بیان کړي نبوي حدیث تشریح کړي خلکو ته همدا رښتیا او دروغ، جوړي شوې او تپل شوې کیسې بیانوي، د دوی د خبرو لویه برخه “د ولیانوکرامات ” او “خوبونه ” وي، خوبونه او کرامات نو بیا څوک ثابتولی او سپینولی شي، په همدې نامناسب او خودغرضانه چلند سره همدا صوفیان په خلکو کې د اصلاح او رښتینې تقوا په ځای په نیکانو او صالحانو کې افراط را پیدا کړي او نعوذ بالله بیا خلک د الله او رسول په مینه کې کمزوري شي او له قران او حدیثو سره اړیکه سسته شي او د خپل مرشد خبرې او مواعظ یې ټول دین ګرځولی وي .

د نېکانو په اړه افراط

د نېکو او صالحو انسانانو په اړه د ناسم او ناروا افراط او غلو یوه طریقه د هغوی په ستاینو او صفتونو کې له حده تيرېدل او مبالغه کول دي، په اهل تشیع او ډېری صوفیانو کې دا ستونزه شتون لري، دې مبالغې او له حده اوښتو ستاینو دا خلک په شرک او ناروا کې اخته کړي دي، دوی د خپلو مړو او ژوندیو مرشدینو په اړه غلط ناو اسم اعتقاد لري، هغوی د سختیو او مصیبتونو په مهال خپل مرشدین راننګوي دوی فکر کوي هغوی ته د دوی حالات لوڅ دي او که دی هر ځای وي مرشد یې حالات کشفولی شي. او دا ډول نور ناسم فکرونه او ګروهې د همدې افراط او غلو لامله رامنځته کیږي.

رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپل ځان په اړه خلک له بېځايه ستاینو منعه کړي دي د بخاري په یوه روایت کې راغلي عمر بن الخطاب رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کوي هغه فرمایي: زما په ستاینه کې زیاتی مه کوئ لکه نصاراو به چې د عیسی بن مریم په باره کې کاوه بې شکه زه د الله بنده او رسول یم. عَنْ عُمَر بْنِ الْخَطَّابِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” لَا تُطْرُونِي كَمَا أَطْرَتِ النَّصَارَى عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ ، فَإِنَّمَا أَنَا عَبْدُ اللَّهِ وَرَسُولُهُ “. رواه البخاري وابن ماجه وابن حبان.

په یوه بل حدیث کې راغلي د الربیع بنت معوذ په نوم یوه صحابیه رضي الله عنها وایي: په کومه ورځ چې زه واده شوم په هغه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته راغی (دا راوي ته وایي) زما سره داسې کښېناست لکه ته چې راته ناست یې، زما خواته نجونه وې هغوی دریا وهله، د بدر په غزا کې چې زموږ پلرونه وژل شوي وو د هغو ستاینې یې بوللې، په دې نجونو کې یوې وویل: او په موږ کې هغه نبي دی چې د سبا په حالاتو پوهیږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغې ته وویل: دا خبره مه کوه هغه مخکي دي چې څه ویل هغه وایه. عَنْ خَالِدِ بْنِ ذَكْوَانَ عَنْ الرُّبَيِّعِ بِنْتِ مُعَوِّذٍ قَالَتْ : دَخَلَ عَلَيَّ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ غَدَاةَ بُنِيَ عَلَيَّ ، فَجَلَسَ عَلَى فِرَاشِي كَمَجْلِسِكَ مِنِّي وَجُوَيْرَاتٌ يَضْرِبْنَ بِالدُّفِّ يَنْدُبْنَ مَنْ قُتِلَ مِنْ آبَائِي يَوْمَ بَدْرٍ ، حَتَّى قَالَتْ إحْدَاهُنَّ : وَفِينَا نَبِيٌّ يَعْلَمُ مَا فِي غَدٍ ، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : لَا تَقُولِي هَكَذَا وَقَوْلِي كَمَا كُنْتِ تَقُولِينَ . رَوَاهُ الْجَمَاعَةُ إلَّا مُسْلِمًا وَالنَّسَائِيُّ ) .

د الله رسول (صلی الله علیه وسلم) د ځان په اړه خلک له زیاتي ستايني (الاطراء) نه منعه کوي، کشرۍ نجلۍ په واده کې د ده په ستاینه کې زیاتی وکړ هغه یې له هغې خبرې منعه کړه، داراز رسول الله صلی الله علیه وسلم په ستاینو کې زیاتوالی او افراط د نصاراوو کار بللی ده، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې عمل په خلاف کار د نصاراوو پیروي ده او د سنت مخالف عمل ده، زموږ ډېر خلک د خپلو علماو، پوهانو، مرشدینو او خلیفه صاحبانو په وړاندي د هغوی له حده زیاتې ستاینې کوي، د هغه علم بې ساري یادوي، د هغه عمل بې مثله یادوي هغه ته ګڼ شمیر عجیب او غریب القاب ورکوي، عجیبه دا ده چې هغه ښاغلی هم چوپ ناست وي! او دا چوپتيا یې د هغه د ستاینو اقرار ده او خلکو ته ښیي چې همداسي یم… او له لوړو روایاتو ثابته شوه چې دا القاب او له حده زیاتي ستاینې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت مخالفت ده او دا هغه افراط ده چې خلک یې پخپلو نېکانو، صالحانو او علماو کې کوي او ښکاره خبره ده چې پریمانه ناسمې پایلې لري.

د نېکانو انځورونه ساتل

مخکي د بخاري په روایت کې تېر شول چې د نوح علیه السلام په قوم کې د نېکانو او صالحو خلکو د تصویرونو بدعت پیل شوی و او پایله یې د نېکانو بوت جوړول او بیا یې د بوتانو نمانځنه شوه، او له هماغه ځایه شرک او بوتنمانځنه راپیل شوه، نو همدا وجه ده چې په اسلامي شریعت کې د انځور ایستلو په حرمت ډېر ټینګار شوی ده او په دې اړه ګڼ شمیر حدیثونه راغلي دي، څو یې دلته رااخلم: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: انځورګران به د قیامت په ورځ تر ټولو خلکو په سخت عذاب کې وي. قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: إن أشد الناس عذاباً يوم القيامة المصورون. رواه البخاري (5950)، ومسلم (2109).

له عبد الله بن عباس رضي الله عنهما نه روایت شوی ده چې ده ته یو سړی راغی ورته ویې ویل: زه انځورګر یم د انځورونو په اړه فتوا راکړه، هغه ورته وویل: له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مې اوریدلي ویل یې: هر انځورګر به په اور کې وي، ده چې څومره انځورونه ایستلي د هغو له هر یوه نه به نفس جوړیږي او هغه ته به په جهنم کې عذاب ورکوي. او ابن عباس رضي الله عنه ورته وویل: که خامخا دا کار نه پریږدې نو د ونو او هغو شیانو انځورونه جوړوه چې ساه نه لري. عن ابن عباس – رضي الله عنهما – أنه أتاه رجل فقال: إني رجل أصور هذه الصور، فأفتني فيها، فقال له: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: كل مصور في النار، يجعل له بكل صورة صورها نفساً فتعذبه في جهنم. رواه مسلم (2110). وقال: إن كنت لابد فاعلاً فاصنع الشجر وما لا نفس له.

داراز په روایت کې راغلي چې څلرم راشد خلیفه علي بن ابي طالب رضي الله عنه ابوالهیاج الاسدي نومي کس ته وویل: زه دي د هغه کار ترسره کولو ته ونه لیږم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم زه د هغه کار د ترسره کولو له پاره لیږلی وم؟ او هغه دا چې هر ځای انځور او تصویر پیدا کوې ختموه یې، او که لوړ قبر پیدا کوې برابروه یې. وثبت عن الخليفة الراشد علي بن أبي طالب رضي الله عنه أنه قال لأبي الهياج الأسدي: ألا أبعثك على ما بعثني عليه رسول الله صلى الله عليه وسلم؟ أن لا تدع صورة إلا طمستها، ولا قبراً مشرفاً إلا سويته. رواه مسلم (969).

په ټولیزه توګه زموږ په ټولنه کې د انځورونو په اړه په شرعي لحاظ ډېره بې اتیاتي کیږي د خپلو مشرانو، پوهانو او نېکانو انځورونه په ښایسته چوکاټونو کې بند په دیوالونو راځړول کیږي او د “یادګار” په پوچه پلمه دا لوی ناروا کار لکه روا او په اساني سره کوي!، خبره تر دې ځایه لا رسیدلې ده یوه کره سړي راته ویل چې د تصوف د لارې له یوه مرید سره مې د هغه د مشر پیر عکسونه ولیدل ما ورته وویل دا څه کوې؟ راته کړه یې: کله چې وظیفه او اوراد کوم نو دا عکس مخته راته کېږدم او په دې توګه مې وظیفې او اوراد ډېر ښه پخیږي!!، العیاذ بالله دا کټمټ هغه د نوح علیه السلام د قوم د نېکانو (وَد، یعوق، نسر) د کیسې تکرار نه ده نو څه دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

حامد افغان صیب! لیکنه دې ښه ده بده نه ده ولې په نیکانو او صالحانو کې د افراط تر عنوان لاندې دې له کرامت څخه ښکاره انکار کړی، لږ فکر وکړه چې په لیکنه کې ډیر ګرم مه ځه هسې نه خدای ناخواسته چې خپله منکر نشې.