د نفاق ویره

nifaqبسم الله الرحمن الررحيم

اﻟﺤﻤﺪ ﷲ رب اﻟﻌﺎﻟﻤﯿﻦ واﻟﺼﻼة واﻟﺴﻼم ﻋﻠﻰ أﺷﺮف اﻷﻧﺒﯿﺎء. واﻟﻤﺮﺳﻠﯿﻦ ﻧﺒﯿﻨﺎ ﻣﺤﻤﺪ وﻋﻠﻰ آﻟﮫ وﺻﺤﺒﮫ أﺟﻤﻌﯿﻦ امابعد:

ګرانو مسلمانانو وروڼو داسی وخت راغلی چې انسان پیژندل ډیر ګران  شوي دي، په داسی حال کې چې موږ په  ټولنیز و شبکه پاڼو  کې داسی  خلک وینو چې فېسبوک او تویټر غوندې انټریټي پاڼو کې د مستعار نومونو لاندی ضد او نقیض لیکي او کله نه کله هن تر د اخلاقو چوکاټ هم وځي چې دا په خپل ځان کې د مسلمانانو په منځ کې د بی اتفاقې، لفظی شخړی او په پاۍ کې د بی ثمره او بی نتیجه بحثونو په بڼه تماممیږي.

خو تاسو باید په دی پوه شی چې داسی ولی کیږي او ددی سبب په څه کې دی.  

اکثر اوقات چې کله یو مباحڅه یا مناقشه بی پایه سر ته وروسږی نو په هغی کې یو کس داسی وي چې هغه بحث په دی نیت نه کوي چې حق ته لاره ومومی بلکی د خپل شخصي غرض لپاره بحث وږداوي او متعددی پښتنی کوي او موضوع غواړي چې حقله داره کړي ترڅو خلک د اصلي هدف او د بحث په سرنګولی  پوه نشي. که یو انسان واقعآ د بحث پیل په دی نیت وکړي چې رضا او نیت یې  خالص د الله لپاره وي نو سل په سله کې ددی امکن شته چې انسان یو مثبتی نتیجی ته ورسیږي.

 نن شپه لاړم چې وخته ویده شم خو د افغانانو ددی نفاق او تضارب دا خوب رانه وتښتولو او بیرته می خپل کمپیوټر بل کړواو د خپل کمپیوټر مخی ته ډیر ناوخته د شپې په دی نیت کیناستلم  چې ستاسو سره داسی یوه موضوع شریکه کړم چې نن موږ اکثر وروسره مخامخ یو او هغه د نفاق او منافقت موضوع ده.
 
قال تعالى { يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ }البقرة183
ژباړه:  اۍ مومنانو ما په تاسو روژه فرض کړی لکه څنګه چې ستاسو نه د مخکی په نورو خلکو فرض کړلی شوی وه، ترسو تاسو پرهیږګاره (تقوادار) شی.
صحابه کرام رضی الله عنهم اجمین سره د ډیری پوهی ، سره د ایمان د ستری کچی او سره ددی چې الله تعالی په قرآن کې ددوئ ستاینه  او لوېي بیان کړې او له دوئ نه یې د رضایت ذکر په قرآن کې کړي، سره له دی چې هغوئ بهترین انسانان ول دوئ ټول د خپل نفس  د نفاق نه په ویره کې ول.  ابن ابي مؤلیکا له یو تن تابعون څخه و، هغه وايي چې، ما د رسول الله صلی علیه وسلم له ۳۰ صحابؤکرامو رضی الله عنهم اجمین سره ولیدل، دوئ ټول د نفاق نه ډیر په ویره کې ول، نو له دی نه مالومیږي چې یوازی مومن سړې د نفاق نه ویره لري او یوازی منافق سړی ددی نه ځان بی خطره ګني. که موږ د یو چا نه پښتنه وکړو چې”  ایا ته د ځآن لپاره د نفاق نه ویره لري؟” نو دا به دهغی لپاره ډیره عجیبه موضوع وي، چې له ځان نه وپښتی چې” ایا په ما کې نفاق شته؟” حال دا چې ” زه مونځ کوم، روژه نیسم، ذکات ورکوم، ما  حج هم کړې او غیربانو ته صدقه هم ورکوم.” نو دا خبره به د هغی په ذهن  او زړه کې هم نه ګرځې چې ګنی زه به هم د نفاق په مرض اخته یم او یا د ځان لپاره داسی کومه ویره احساس کړي. خو فکر وکړې چې صحابؤ کرامو رضی الله عنهم اجمین بیا هم په ځان د نفاق نه ویره درلودله.

 امام حسن بصري رحمه الله موږ ته  د نفاق  حقیقت ډیر په واضحه توګه تشریح کړې. هغه واېي:”  نفاق  د مغایرتو او اختلاف  هغه دائره ده چې د انسان باطن او ظاهر ښاېئ او یا اختلاف یا فرق د هغه په قول او عمل کې لیدل کیږي.” نو دا یوه ډیره جدي موضوع ده چې باید هرسړې دی ټکي ته ډیره پاملرنه وکړي. هغه رحمه الله وایې : چې کله د انسان باطن د ظاهر سره فرق وکړي یعنی کله چې هغه دعامو خلکو په منځ کې وي نوځان  اهلی تقواه، سخت، مذهبي او او د اسلام تعلیماتو ته هوډمن ښائي خو چې کله یوازې شي نو سمدستي عیاذ بالله نافرمانه، بی سلوکه او فحشاي ته مخه کړي، امام بصري رحمه الله زیاتوي چې که د یوسړي شخصي ژوند د هغی له عامه ژوند سره فرق وکړي  او یا د یو سړي باطن د هغه  د ظاهر سره سره فرق وکړي نو پوه شه چې په هغه کې نفاق موجود دی. په همدی توګه کله چې د یو سړي قول دهغی د عمل سره فرق وکړي یعنی  هغه رحمه فرماېي چې د هم نفاق دی. نو راځې چې ځانونه وګورو او هغه خبری ونه کړو کوم چې موږ خپله نه کوو یعنی ډیر داسی خلک شته  چې په خطبو، موعظو، او لولانو کې کې خلک ددیته هڅوي چې یو څه وکړي خو هغه خپله له  داسی کارونو ډیر لري وي. ددی لپاره الله تعالی فرماېي يَـٰٓأَيُّہَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفۡعَلُونَ (٢) ڪَبُرَ مَقۡتًا عِندَ ٱللَّهِ أَن تَقُولُواْ مَا لَا تَفۡعَلُونَ (٣) الصف
ژباړه: ای مومنانو تاسو ولی هغه وایاست کوم چې په عمل کې نه کوې (۲) الله تعالی ته دا تر ټولو ډیر زورنونکی( مقتآ) هغه څه دي چې  تاسو یې هوډ لرې او کوئ یې نه (۳) الصف
په دی پاسني آیت کې مقتآ د ډیر قهر په مانع ده. هم دا رنګه زموږ خوږ پیغمبر حضرت محمدصلی الله علیه وسلم  موږ ته د منافقینو یو څو داسی علامات په ګوته کړي،  هغه (ص) فرماېي: د منافق سړي علامات او نښی دا دی:
۱.  کله چې خبری کوي نو دروغ واېي
۲. کله چې هغه ته  امانت ورکړې نوپه هغی کې خیانت کوي
۳.  کله چې ورسره وعده وکړې نو وعده خلافي کوي
۴.  کله چې بحث کوي نو سپکی سپوری (کنځل) په کې کوي
پانسي هغه اعلامت دی چې د یو منافق سړي په ځان کې موجود وي او دا هغه اعمال دي چې باید انسان ته ویریږي، بعضی خلک دومره دروغ وایي چې درواغ د هغوئ د شخصیت یو برخه جوړه شوی وي، او دروغ د داسی سړي د ژوند یوه مشغله ګرځیدلی وي، په خاصه توګه د هغو خلکو مشغله جوړه شوي  چې د ورکړی راکړی یا په تجارت کې مصرف وي. او دروغ ویل یې عادت ګرځیدلی وي او چې کله ورسره امانت یا یو شئ کیدی نو په هغه کې خیانت کوي او د الله رسول (ص) قسمونه خوري چې ماته دی دا شئ نه دی راکړی او زما سره نشته. او کله چې وعده وکړي نو وعده خلافي کوي، مطلب هغه ستا سره د یو شي وعده کوي خو بیا وروسته پیښمانه شي او یا منکر شي. او چې کله د چا سره مباحثه یا مشاجره کوي نو سپکی سپوری، اوتیبوتۍ وایي او یا په کنځلو شروع وکړي.

 په قرآن کې هم په بعضی ځایونو کې الله تعالی د منافقینو اعلامات موږ ته ښودلی له کومه چې باید موږه ټول مسلمانان ځانونه وژغورو او ورته ډیر پاملرنه وکړو، اول دا چې هغه سړی امرباالمعروف او نهی عن المنکر کول پریږدي (یعنی د نیکي کولو حکم او دبدي یعنی ګناه نه منه کول پریښودل)
 الله تعالی په قرآن پاک کې فرمایي:
 {الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُم مِّن بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمُنكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ وَيَقْبِضُونَ أَيْدِيَهُمْ نَسُواْ اللّهَ فَنَسِيَهُمْ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ هُمُ الْفَاسِقُونَ }التوبة67
ژباړه: منافق سړې او منافقه ښځه د یو بل نه  دي یعني(یوشان) دي، هغوئ د منکر (ګناه) امر کوي او له نیکې (ښه کارونو، انصاف کولو) خلک منع کوي.
  دا د منافق سړي او منافقی ښځې له خاصیت او اعلاماتو څخه یو بېګله ده چې الله رب العزت دی موږ او تاسو ورڅخه وساتي. آمین، داسی خلک نه خپله نیکئ ته خلک رابلي او نه خلک د بدو نه منع کوي، او ډیر د تعصف خبره ده چې ډیر مسلمانان نن په دی مزض اخته دي. دوئ فکر کوي چې صرف دا کافی ده چې  موږ مونځ، روژه او ذکات ورکوو، دوئ فکر کوي  چې امر باالمعرف او نهی عن منکر د دوئ په فرایض کې نه حسابیږي دا کار باید دولت وکړي  نه داسی نه ده. د منافق یو خصلت دا هم دی چې هغوئ په ملایانو، عالمانو او د مدرسو په طالبانو په سی خبری جوړه وي، ټوکی ورباندی کوي، مجاهدینو او د اسلام  مدافعينو ته په سپکاه سترګه کوري چې  دا دمنافقت یوه نښه ده.
 نن سبا میډیا، د اشاعت  او ابلاغ اداری،  جوړي شوي لکه  د مثال په ډول مجلۍ او اخبارونه د کومو دنده چې صرف او صرف همدا ده چې څنګه د ایمان خاوندان سپک کړي او ریشخند یې کړي. لکه نن سبا چې د مومنو مجاهدینو او طالبانو استهزا کیږي او نورو مخاورو پسی خبری کیږي او وخت ناوخت ددوئ استهزا لپاره مخصوص پرګرامونه په تلویزونو او راډیوګانو کې طرحه او خپریږي او د خلکو ذهن ته دا خبره کوزه وي چې ګني دا خلک عیاذ بالله کم عقله دي، په سیاسی، اقتصادي ، حقوقي مسائلو نه پوهیږي او د حقیقت نه  ډیر ناخبره دي. او په وار وار دا کوښښ کوي چې مجاهدین بدرنګه، بی خوند او له ولسی ملاتړ یې بی برخی کړي. یقینآ چې دا منافقانو ته ورته اعمال او افکار دي. او دا د هغو بی دینه او ضعیف الایمان  خلکو کار دی چې حقیقت کې د مسلمان په جامه او نوم کې نمودار دي خو په اصل کې نه ایمان لری او نه اسلامي عقیده. دداسی خلکو دا یو وظیفه ګرځیدلی چې څنګه عالمان ، صالحین او مجاهدین سپک کړي ترڅو د شریعت، جهاد، غیرت نومونه د خلکو له خولی ورک شي او دوئ د غربیانو مخۍ په هیواد کې تطبیق کړي.

د مناقینو یوه بله  ډیر خطرناک نښه دا ده چې هغوئ مونځ په خپل وخت نه کوي، او تاسو باید پوه شې چې بغیر له شریعی  عذر موڼځ  فضا کول یا ناوخته کول ډیره سخته ګناه ده، لکه څنګه چې الله تعالی په قرآن پاک کې فرمایي:
فَوَیۡلٌ لِّلۡمُصَلِّیۡنَۙ(۲) الَّذِیۡنَ ہُمۡ عَنۡ صَلَاتِہِمۡ سَاہُوۡنَۙ(۵) الماعون ۱۰۷
 زپاړه: افسوس دی په هغو مونځکونکو (عبادتکونکو) باندی (۴) هغه کسان څوک چې د خپل مونځونو نه غافل دي (یا سستي کوي).
نو دا هغه خلک دی چې څوک خپل مونځ د وخت نه مخکی یا وروسته کوي بغیر له کوم عذر یا شریعي وجه، مګر که یو انسان یا ناروغه وي او یا په سفر وي نو بیا دلته هغه کس مقصر نه دی. دا په ریښتیا سره د منافق نښه ده څوک چې خپل مونځ ناوخت یا بی وخته کوي.د منافق سړي بله نښه دا ده چې کله د مانځه وخت شي نو دی ډیره په سستۍ او کاهلی سره مونځ کوي، یا له دی لپاره یې کوي چې خلک یې تعریف وکړي چې څومره دینداره سړي دی یا ددی لپاره یې کوي چې په خلکو کې شهرت او نوم پیدا کړي یا کوم مقام لاسته راوړ غواړي.  نو دا هم د منافق سړي صفت دی چې هغه مونځ د الله د رضا لپاره نه کوي صرف د دنیاوئ یا شخصي ګټو لپاره یې کوي.  دا داسی خلک دی چې په ټوله ورځ کې نه د قرآن تلاوت کوي، نه د الله ذکر کوي، لکه څنګه چې الله تعالی فرماېي:
وَلَا يَذۡكُرُونَ ٱللَّهَ إِلَّا قَلِيلاً۬ (١٤٢) النسا
او دوئ الله یادوي خو ډیر کم (لګ).
یعنی داسی خلک د الله او د الله ده  رسول (ص) خبری ډیر ی کمی کوي ،داسی خلک خپل وخت د قرآن د تلاوت یا د الله د ذکر لپاره نه مصرفه وي، ټوله ورځ او شپه دی سره دا وخت نه پیدا کیږي چې د الله تعالی کلام تلاوت کړي. نو ګرانو مسلمانانو ورورڼو داغه هغه صفات دی چې د یو منافق سړي په ځان کې لیدل کیږي.

 رسول الله صلی علیه وسلم فرماېي چې د منافق یو نښه دا ده چې د جهاد نه ځان بغیر له کوم شریعي عذر پټه وي یعنی جهاد یې ترک کړې وي. یو بل ځائ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرماېي: هر څوک چې په داسی حال کې مړ شو چې د جهاد نیت یې په زړه کې نه ؤنو هغه د نفاق په مرګ مړل دی. په دی هکله امام نوواوي  او امام ابن  تیمیه رحمه الله فرمایي:  چې د منافق سړي یوه نښه دا چې هغه د جهاد نه ډډه کوي او دا د منافقت یو ډول دی. نو باید موږ او تاسو ډیره پاملرنه دی ټکی ته وکړو.  د  ” منافقت ده خشوع”  نه هم ځان وساتو. حضرت ابوهریره رضی الله عنهم او   ابو دردا رضی الله عنهم نه روایت دی چې،  ای خلکو تاسو د نفاق خشوع نه ویره وکړې، نو د هغه نه پښتنه وشوه چې د نفاق خشوع څه شئ وي نو هغه ورته په ځواب کې  وویل ” کله چې بدن ډیر  په ادب او تقوا سره عبادت کوي خو زړه یې نه کوي.”نو د منافقت یوه نښه دا هم دا چې په ظاهر خو داسی مالومیږي چې هغه په مونځ کې ډیر ښه ولاړ دی او ځان یې مصروف کړې خو په اصل کې  زړه یې حاضر نه دی.

محترمو ورونو دا زما اوله لیکنه ده که تاسو په کې کومه ستونځه یا غلطي وګورې نو ضرور یې راته په ګوته کړې. هلیه لرم چې له دی مضمون نه تاسو ګټه پورته کړې او کوښښ وکړې چې د الله قرب او رضا په صحیح مانع حاصله کړي او د نفاق د شره په امن کې شی. په اخر کې خپل ورور په خپلو نیکو دعاګانو کې مه هیره وۍ.

په اسلامي مینه ! وسلام علیکم

ابو انس مجاهد

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د