مصر له قطر څخه د قرضاوي د ورسپارلو رسمي غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۷مه، ۱۳۹۴ل): مصري چارواکو له قطر هېواد څخه رسمي غوښتنه وکړه، چې د اسلامي نړۍ د علماوو د اتحاد مشر دکتور يوسف القرضاوي وروسپاري.

د مصر پلازمېنې قاهرې څخه خپرېدونکې ورځپاڼې «الدستور» په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، چې مصري رژيم له قطري چارواکو رسمي غوښتنه کړې، چې دکتور يوسف القرضاوي د اعدام لپاره ور وسپاري.

مصري رسنۍ وايي، چې مصري چارواکو دا غوښتنه وروسته له هغې کړې، چې جنايي محکمې د قرضاوي د اعدام اسناد د مصر لوی دولتي مفتي ته ولېږل.

مصري رسنيو د عدليې وزارت سلاکار له قوله ليکلي، چې د بهرنيو چارو وزارت په واسطه يې دوه ځلې له قطر څخه د يوسف قرضاوي د سپارلو غوښتنه کړې ده.

قطر تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ويلي.

«زموږ روحونه د الله لپاره دي»

د اسلامي نړۍ د علماوو د اتحاديې مشر دکتور يوسف القرضاوي د مصر له لوري د اعدام پرېکړې په غبرګون کې ويلي، چې دوی خپل ټول ژوند او مرګ د الله تعالی لپاره نذر کړی او د اعدام پرېکړې د دوی هوډ او عزم نه شي کمزوري کولای.

دکتور قرضاوي په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې د دوی ستره ارزو همدا ده، چې الله تعالی يې د شهيدانو په کتار کې ودروي او د قرانکريم دا ايت يې ليکلی دی«قل إن صلاتي و نسكي و محياي و مماتي لله رب العالمين»

مصري محکمې د اخوان المسلمين پر مشر دوکتور محمد بديع، پخواني ولسمشر دکتور محمد مرسي، دکتور يوسف القرضاوي او د اخوان المسلمين پر لسګونو نورو قيادي په اعدام محکوم کړي دي.

د سيسي رژيم د زوال پر لور

وړمه ورځ فارن پاليسي مجلې د سيسي واکمنۍ او اخوان المسلمين د اعدام په اړه په يوه څېړنيزه مقاله کې څرګنده کړې وه، چې د سيسي حکومت پای ډېر نږدې دی او دغه استبدادي حکومت به ډېر ژر د خپلو کړنو له امله نسکور شي.

فارن پاليسي د «تاناسيس کمبانيس» ليکوال يوه مقاله خپره کړې او دغه ليکوال وايي، چې سيسي په ظاهره د يو ديکتاتور په توګه قوي روان دی، مګر راتلونکي وختونه د ده پر ضد ښکاري؛ ځکه چې هېواد يې له اقتصادي او امنيتي پلوه له سختو کړاوونو سره مخ دی.

د ليکوال په وينا ايا مصري پوځ به هغه مهال هم د سيسي تر شا ودريږي، چې هېواد يې له اقتصادي پلوه بيخي د ګړنګ پر غاړه ودريږي؟

ليکوال زياتوي، چې د سيسي له لوري د اعدام «وحشي» پرېکړې په اړه د غربي هېوادونو خاموشي دا معنا لري، چې غربي چارواکي د سيسي تر شاولاړ دي او له دې لارې غواړي، چې د سيسي رژيم نور هم ټينګ شي.

تاناسيس کمبانيس ليکي، چې مصري قضا تېره اونۍ له سلو زيات اکاډيميک شخصيتونه په اعدام محکوم کړل، چې ډېری يې د اخوان المسلمين قيادي غړي، د پارلمان ټاکل شوي وکيلان او د مصر منتخب ولسمشر دکتور محمد مرسي هم په کې دی.

ليکوال زياتوي، چې د سيسي ليونۍ ځان غوښتنه او امنيتي کړيو سره په ګډه د سياسي مخالفينو پر ضد وحشي کړنې د سيسي نظام د پای پيل ګڼل کيږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د