نظــر

دحوت ۲۴ مه ، له هراته تر زنګاواته

ana-in-kandahar-after-masskill۳۳ کاله وړاندې همدا شپې ورځې وې ، د ۱۳۵۷ هـ ش کال دحوت په څلوریشتم سهار ، چې نری پسرلنی باران ورېده ، دهرات د بیلابیلو ولسوالیو او کلیو خلک دهرات ښار په خوا روان شول ، ترڅو دکمونیستي انقلاب د مسخره قوانینو ،فرامینو او مظالمو  په خلاف خپل داعتراض غږ اوچت کړي .
 ولسي معترضینو دجمعې لمونځ دهرات په سترجامع کې ادا کړ، او وروسته یې دحکومت په خلاف خپل اعتراض په شعارونو او لاریون پیل کړ ، کمونیستي واکمنو چې دخلکو داجرأت او جسارت ولید ، نو دویرې او دهشت دخپرولو لپاره یې له یوې مخې دخلکو په ویشتلواو چارمارۍ پيل وکړ،

دکمونیستانو ددې قساوت په مقابل کې معترض اولس هم په  ځواکمن ایمان باندې په اتکاء په تش لاس ددښمن په مراکزو ورودانګل ، لومړی یې  دهرات په کندهاردروازه کې  دپولیسو مأموریت  ونیو او وروسته یې دهرات د ۱۷ فرقې دځینو مؤمنو افسرانو او منسوبینو په همکارۍ  دافرقه په بشپړه توګه تسلیم او له تحویل خانو څخه یې زیات مقدار وسلې او مهمات ترلاسه کړل  .
له دې پیښې سره دهرات په لراوبر کې دقیام اوازه خپره شوه ، او له کمونیستي مظالمو څخه ترپوزې رسیدلي ولسي خلک په تش لاس په ډلو ډلو دهرات ښار په خورا روان شول ، کمونیستي واکمنو چې دولسي قهر داڅپې ولیدې ، نو دکمونیستي انقلاب دبقاء په فکر کې شول او په لوړه کچه یې  تصمیم ونیو ، چې په هرډول کیدلی شي ، باید ولسي اعتراض کوونکي سرکوب شي .
دهمدې لپاره په افغانستان کې دموجودو هوایي قواوو زیاتره جنګي الوتکې د شینډنډ هوایي ډګر ته انتقال شوې ، دغه راز له شوروي اتحاد څخه هم دهوایي ملاتړ غوښتنه شوه ، چې ورپسې په مشترګه توګه په بې وسلې اولسي احتجاج کوونکو باندې هوایي او ځمکني بریدونه پیل شول .
دڅو ورځو شپو پله پسې بمباریو او بي رحمانه عملیاتو په ترڅ کې په زرګونو اولسي قیام کوونکي په سخته ناترسۍ په شهادت ورسول شول ، تردې چې دهرات دتاریخي  ښارواټونه په شهیدواجسادو ډک شول ، او په لښتیو کې یې وینې وبهیدلې .
ددې قیام هغه ګډونکوونکي  چې دکمونیستي دښمن له دې ظلم او جبر څخه یې نجات میندلی ، په دې شپو ورځو کې دکمونیستي وحشیانو دظلم داسې کیسې کوي چې عقل یې په اسانۍ نه شي منلی ، کمونیستانو دوحشت په اوج کې دهرات  په ښار کې هر هغه ژوندی ساری په مرمیو غلبېل اوپه هوایي بمبار له  منځه یووړ ، چې دقیام یا له قیام کوونکو سره دمرستې او خواخوږۍ شک پرې کیده ، ددرې ورځني کمونیستي قتل عام په ترڅ کې په نړیواله سطحه دمنل شویو ارقام له مخې دهرات په  کوڅواو واټونو کې ۲۴ زره بې وسلې تش لاسي افغانان ووژل شول ، چې له امله یې  په ښار کې دهدیرې غوندې فضاء او سکوت حاکم شو، ددې قیام ګډونکوونکي چې دقربانیانو شمیر ۲۶ زره تنه بولي وایي ، چې شاید تردې به هم ډیر وو ، ځکه دهرات په ښار سربیره له بیلابیلو ولسوالیو څخه هم  ګڼو خلکو په قیام کې ګډون کړی وو ، چې تراوسه یې دمرګ او ژوند حال نه دی معلوم شوی .
یو لویديځ تاریخ لیکونکی  ویلهام ډیټل دکمونیستانو په لاس په هرات کې دحوت دمیاشتې دوروستیو شپوورځو قتل عام دآسیا په سطحه بی ساری جنایت بولي نوموړی وایي  ( په هرات کې دکمونیستانو لخوا دخلکو چارمارۍ او قتل عام یوازې  په ۱۹۸۲ کال کې دسوریې دحمات ښار له جګړې سره تشبیه کیدلی شي ، چې ۳۰ زره انسانان په کې ووژل  له هغه پرته د آسیا نږدې تاریخ  دداډول عام وژنې بل مثال نه لري )
 خو دکمونیستانو له خوا له دې  اولسي عاموژنې او بي بیلګې قساوت سره سره نه یوازې ددوی په خلاف دافغان اولس دبرحق جهاد او اعتراض غږ خاموش نه شو بلکې په حقیقت کې ددوی همدا قساوت  او د۲۴ زره شهیدانو مظلومیت او پاکې وینې ددې باعث وګرځیدې ، چې دکمونیزم په خلاف په درست هیواد کې اولسي پاڅون په څپو شو ، چې په پایله کې یې نه یوازې  افغان کمونیزم په شرمو شرمیدلی دتاریخ برخه وګرځېد ، بلکې رأس الکفر ( شوروي اتحاد)  هم  له زوال سره مخامخ شو .
نن سبا په داسې حال کې چې دهرات  مسلمان اولس  دکمونیستانو او شرقي استعمارګرو لخوا دخپلو بی وزله  ځوانانو او سپین روبو دناترسه شهادت ۳۳ تلین لمانځي ، دافغانستان دیوې بلې تاریخي سیمې کندهار په زنګاوات کې  ګڼې افغانې کورنۍ دغربي کفارو لخوا دورته جنایت  او قساوت  له امله  دحسرت اوښکې تویوي  .
هو کې په کندهار کې دا بوږنوونکی جنایت دکب په ۲۱ شپه په داسې وخت رامنځته شوی ، چې دهرات دقتل عام کلیزې ته یوازې ۳ ورځې پاته وې ، په زنګاوات کې امریکایي سرتیرو داسې جنایت سرته رسولی چې ښایي له ډيرو افغانانو یي دهرات غمیزه هیره کړي وي ، دلته  افغان اولس اعتراض یا احتجاج هم نه دی کړی چې سخت زړو غربي کفارو ته یي دوژلو بهانه په لاس ورغلي وي ، بلکې افغان بي وزله کروند ګر په خپلو خټینو کوډلو کې په خواږه خوب ویده وو ، چې دامپریالیزم شرمښان یې په کورونو ورننوتل ، لومړی یي ددوی ښځې او ماشومان رایوځای کړل او وروسته یي  په ډزو ووژل او ورپسې یې شهیدو اجسادو ته اور ورکړ .
د زنګاوات وحشت که څه هم له کمي لحاظه د هرات وحشیانه قتل عام ته نه شي رسیدلی ، خو له کیفي لحاظ ښایي ترهغه  په مراتبو خونړی او او بوږنوونکی وي  ، ددې پیښې معصوم سوزیدلي ماشوم قربانیان چې هر چالیدلي نو دبشر دتاریخ یو بې بیلګې پیښه یې بللې ، حتی ځینو ویلي چې روسانو دخپل اشغال په ټوله موده  کې په کیفي لحاظ داسې جنایت  سرته نه وو رسولی او نه  نازيانو او دنړۍ نورو افسانوي قاتلانو دماشومانو په وړاندې داسې جنایت ترسره کړی وو.
لکه څنګه چې دهرات فاجعه دافغاني کمونیستانو او هغوی  دشوروي ملاتړو  دکړنو دیوې نمونې په توګه دافغانانو او نړیوالو په ذهن کې کیناسته ، او په عامه قضاوت کې دوی په همدې ترازو وتلل شول ،  دزنګاوات فاجعې هم دامریکا په ټولو مخالفینو او موافقینو کې همداسې انګیزه خلق کړې ، تردې چې هغه نړیوال او کورنیان چې دا تېرلس کاله یې دامریکا يه جرمي کړنو سترګې پټې ساتلې وې ، دې پیښې یې نور صبر او زغم پای ته ورساوو ، او په امریکایي  کردار یې نفرت ووایه .
موږ باور لرو لکه څنګه چې دهراتیانومظلومیت  دافغان محصور ولس  دعمومي پاڅون ، فتحې او دکمونیزم  دمحوې  پیلامه وګرځیده ، دزنګاوات  وحشت به هم همداسې دخدای  جلاجلاله په دښمنانو دالهي قهر دنزول سبب ګرځي .
هو کې  ! الله تعالی هغه ذات دی ، چې هرڅه زغملی شي خو ظلم نه شي زغملی ، الله تعالی چې انسان خپل ( عیال ) او خپل ( بنیان ) بللی ، زموږ ایمان دی چې ضرور به دبشر په وړاندې له غربي تیری ګرو څخه هم داسي انتقام اخلي لکه  کمونیسیتي  ظالمان او شورویان چې یې ددرست عالم په مخ کې په  شرمونو وشرمول ، او دتل لپاره یې ناکام ، رسوا او ذلیل کړل .
په همدې هیله
وماذالک علی الله بعزیز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x