fbpx

حوثيانو په توغندويي بريد کې ۲ سعودي پوځيان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۷مه، ۱۳۹۴ل): حوثي ياغايانو د سعودي په جنوب کې په عسيرة سيمه باندي توغندوي بريد کړی چې له امله يې د سعودي هيواد ۲ پوځيان وژل شوي دي.
دا بريد تېره ورځ د ظهران سيمي په جنوبي برخه شوي او هلته يې د عسيرة په نوم يوه سيمه چې پوځيان پکې وو، په نښه کړې.
د سعودي د داخله چارو د وزارت وياند پيښه مني او وايي چې په دې بريد کې يې د مفرح يحيى سويد القحطاني او فهد علي محمد حمزة په نوم پوځيان وژل شوي، نومړی وايي په پېښه کې ۵ عسکر ټپيان شوي چې وروسته د تداوي لپاره روغتون ته انتقال شول.
وياند منصور الترکي وايي چې بريد په داسي حال کې وشو چې پوځيان د جګړې لومړۍ کرښې ته د خپلې وسلې او مهماتو په انتقال بوخت وو.
دا لومړی ځل نه دی چې حوثيان د سعودي په خاوره کې د دې هيواد پوځيان يا مراکز ولي، له تېرو څو هفتو راهيسي حوثيانو د سعودي هيواد جنوب او په خاصه توګه د نجران سيمه په نښه کړې.
په دې بريدونو کې څو ورځي وړاندي د نجران سيمي د پوليسو د ګزمې قومندان او ۴ سيمه ييز خلک وژل شوي وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د